Add new comment

Speakers see unity govt as power-grabbing ploy

 
کابل (پژواک ٤ زمرى ٩٣): د چارو يو شمېر شنونکي، د "ملي يووالي حکومت پر طرحې" نيوکې کوي او وايي چې ځيني کسان غواړي د ملي يووالي حکومت په نوم د طرحې په پلي کېدو سره امتيازونه ترلاسه کړي.
د" ملي وحدت حکومت" خبره وروسته له هغه د خلکو پر ژبو ګرځې راګرځي چې د دوو ټاکنيزو ډلو (تحول او تداوم او اصلاحاتو او همپالنې) ترمنځ د ستونزو د هواري په موخه د امريکا د بهرنيو چارو وزير افغانستان ته راغى او دواړه نوماندان (اشرف غني احمدزى او عبدالله عبدالله) يې سره پخلا کړل.
له جان کيري سره تر خبرو وروسته نوماندانو وويل، چې ټولې رايې به څېړل کېږي او د "ملي وحدت" حکومت به جوړوي.
د دې طرحې جزئيات تر اوسه نه دي په ډاګه خو ويل کېږي چې د رايو تر بيا څېړلو وروسته به ګټونکى نوماند ولسمشر او بايلونکى نوماند يا د هغه استازى به د حکومت اجرائيوي مشر وي.
په دې اړه داسې څرګندونې هم کېږي چې کېداى شي بايلونکى نوماند د اپوزېسيون مشر شي.
د چارو يو شمېر شنونکو نن د سيمه ييزو مطالعاتو په دفتر کې په افغانستان کې په دې اړه په يوه خبري غونډه کې خبرې وکړې.
په ياده غونډه کې د چارو شنونکي خليل رومان وويل چې له معمول سره سم په هغو هېوادونو کې د حکومتونو د جوړېدو لپاره دا ډول طرحې پلې کېږي، چې بحران په کې شتون ولري.
هغه زياته کړه: ((موافق او مخالف سياسي ګوندونه سره يو ځاى کېږي او د بحران د حل په موخه د ملي يووالي دولت جوړوي خو د بحران تر حل پورې بيا دغه دولتونه دوام کوي.))
د ده په وينا، دا مهال په هېواد کې ټاکنيز بحران نه، بلکې جګړه ييز بحران شتون لري او دلته بايد د ټاکنيزو ستونزو د حل پر ځاى د جګړې د بحران د حل لپاره د ملي يووالي حکومت جوړ شي.
خو هغه زياته کړه: ((دلته له ټاکنيزو ستونزو نه يو مجازي بحران جوړ شوى، تر څو په خپلو کې سره څوکۍ ووېشي.))
رومان د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ته وړانديز وکړ چې که غواړي د ملي يووالي حکومت جوړ کړي، نو هرو مرو بايد وسله والو مخالفينو ته په کې ونډه ورکړي او که نه نو هېواد به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.
هغه زياته کړه، چې د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو تر منځ د ملي يووالي حکومت د جوړېدو په برخه کې خلکو ته اړين معلومات نه دي ورکړل شوي او د دې ډول حکومت د جوړېدو څرنګوالى مبهم دى.
په ياده غونډه کې د چارو بل شنونکي نجيب الله منلى هم وايي: ((د ملي يووالي حکومت په بحراني حالاتو کې جوړېږي او اوسمهال موږ بحران نه لرو، دلته بايد د ملي مشارکت حکومت جوړ شي تر څو ټول افغانان په کې برخه ولري.))
منلى وايي، چې د ولسمشرۍ دواړو ټيمونو د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د ملي يووالي په نوم د حکومت د جوړېدو لپاره هوکړه کړې ده.
هغه زياته کړه: ((دلته ټاکنې شوې دي، خلکو په کې برخه اخيستې ده، خو دلته مشکل دا دى چې که کومه ډله په ټاکنو کې بريالۍ کېږي او بل بايلونکى، نو بايلونکى ټيم يې نه مني، د ملي يووالي حکومت جوړېدو ته اړتيا نشته د خلکو رايو ته بايد احترام وشي او که بايلونکى ټيم يې نه مني خپل کار يې دى.))
د منلي په وينا، په افغانستان کې هېڅ ډول بحران نشته، دلته د امتيازونو د ترلاسه کولو لپاره د ملي يووالي حکومت په نوم ((يوه ډرامه او مسخره)) پيل شوې ده.
هغه د ولسمشر له دواړو ټيمونو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو د پايلو تر اعلان پورې دې انتظار وباسي، ځکه هغه حکومت خلکو ته مشروعيت لري چې د رايو پر بنسټ جوړ شوى وي.
په ياده غونډه کې د چارو بل شنونکي عبدالحميد مبارز هم ورته نظر درلود او ويې ويل چې يواځې په بحراني حالاتو کې داسې د ملي يووالي حکومتونه جوړېږي او هغه هم د بحران له پاى ته رسېدو وروسته له منځه ځي.
د مبارز په وينا، د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو ترمنځ د شوي توافق له مخې،که چېرې د اپوزېسيون مشر هم دوى وټاکي ((دا بيا ډيموکراسي نهؤ بلکې د يکتاتور)) حکومت دى.
د هغه په اند د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو يواځې د وزارتونو او ولايتونو د وېش لپاره د ملي يووالي حکومت پر جوړېدو هوکړه کړې ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.