ګوندونه

کابل (پژواک، ٨ عقرب ٩٧): د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې ولسمشریزو ټاکنو ته پوره تیاری لري او اجازه نه ورکوي چې د ولسمشری ټاکنې وځنډول شي.
د جزب اسلامي په هغې خبرپاڼه کې چې نن پژواک ته را رسېدلې راغلي چې حکمتیار دغه موضوع د کندوز ولایت له جهادي شخصیتونو، قومي مخورو او ځوانانو سره د لیدنې پر مهال یاده کړې ده.

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٧): ځینې سیاسي ګوندونه په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون ستاینه کوي، خو وايي چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ موجودې وې او د هغو کسانو رایې باید باطلې شي چې په بایومټریک سیستم کې نه دي شاملې.
د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ مه پیل او د هېواد په ځینې سیمو کې یې نن هم دوام درلود.
ټاکل شوې وه چې ټول رایې ورکوونکي په بایومټریک سیسټم کې ثبت شي خو راپورونه ښيي چې د رایې ورکولو په ځینو مرکزونو کې د بایومټریک ماشینونو تخنیکي ستونزه درلوده او په دغو مرکزونو کې له بایومټریک سیسټم څخه پرته ټاکنې ترسره شوې دي.

مزار شريف ( پژواک، ۲۳ تله ۹۷) : په بلخ ولايت کې يو شمېر مدني فعالان او د نظر خاوندان وايي چې د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو نظارت د ټاکنو له شفافيت سره مرسته کوي.
دوی همدا راز  د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون غږ کوي چې پر پارلماني ټاکنو د خلکو د څار په موخه دې  اسانتياوې برابرې کړي.
له دې سره د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولين له سياسي احزابو، مدني ټولنو او د ښځو د حقونو له فعالانو څخه غوښتنه کوي چې پر ټاکنو د څار برخه کې پراخه ونډه واخلي.
پنځه ورځې وروسته د تلې په ۲۸مه، په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کېږي چې ميليونونه افغانان به برخه په کې واخلي.

کابل (پژواک، ٧ لړم ٩٧) : د عدالت ګوند د ټاکنو له خپلواک کميسيون وغوښتل، چې پاکې راى له ناپاکو جلا کړي او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې څوک ددرغليو له لارې بريالي اعلان شي.
عدالت ګوند نن د ولسي جرګې ټاکنو په اړه رسنیز کنفرانس دایر کړ او له رسنیو سره یې د لاندې پریکړه په شریکولو خپل دریځ اعلان کړ
دوى له ټولو هېوادوالو څخه مننه وکړه چې چې پر ټولو امنیتي ګواښونو سربېره یې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ دغه راز له امنيتي ځواکونو يې هم مننه وکړه، چې د ټاکنو امنيت يې خوندي کړى و.

کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٤): د طالبانو د قطر د دفتر وياند وايي چې د القاعدې وسله وال خپلو هېوادونو ته ستانه شوي او نور په افغانستان کې دغه ډله نشته.
محمدنعيم د طالبانو د قطر د دفتر وياند دغه څرګندونې د الشرق په نوم له يوې عربي ورځپاڼې سره کړې چې د وري په ٣٠مه خپرې شوې دي.
نوموړي زياته کړې چې طالبان له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو پرته د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو نه دي.
نعيم وايي، په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې د خبرو کول د تسليمېدو په معنا دي او د طالبانو په تحريک کې هېڅ ډول اختلافات نشته .

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٣): ولسمشر اشرف غني چې پاکستان ته په يو رسمي سفر دا مهال په اسلام اباد کې دى، د دغه هېواد د يو شمېر سياسي ګوندونو له استازو سره ليدلي دي.

ولسمشر اشرف غني پرون د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف په بلنه په دوه ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته تللى او خپلې ليدنې يې پيل کړې دي.

کابل(پژواک، ٢٢ تله ٩٣):  د کورنيو چارو پخوانى وزير او "د فکر او عمل جرګې" اوسنى مشر علي احمد جلالي وايي، د ملي يووالي حکومت له زياتو ننګونو سره مخ دى او حل يې دې ته اړتيا لري ، چې د هېواد له ظرفيتونو څخه لږ تر لږه په يوه ستراتيژيک ليدلوري کې کار واخيستل شي.
نوموړي په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په تېرو ١٣ کلونو کې سربېره پر دې چې ګڼې ننګونې او ستونزې وې او ټولو خلکو قرباني ورکړه، د افغانستان له ګڼو پرمختګونو انکار نه شو کولى.

کابل (پژواک ٩ تله ٩٣): د ملي کنګرې ګوند، د ملي يووالي د حکومت پر وړاندې د لومړني اپوزيسيون په توګه د شتون اعلان وکړ او له نوي حکومت او امريکا سره د امنيتي قرارداد د لاسليک پر وړاندې يې سخت مخالفت څرګند کړ.

په هغه غونډه کې، چې نن د سلګونو کسانو په ګډون د ملي کنګرې ګوند له لوري د لويې جرګې په خيمې کې رابلل شوې وه، د ملي يووالي حکومت نامشروع وبلل شو.

د دغې غونډې ګډونوالو، د اپوزيسيون د جوړولو موخه د ملي او ټولنيز عدالت ټينګښت وباله.

کابل (پژواک ٢٠ وږى ٩٣): د ملي وفاق ګوند د مشرانو جرګې له مشر او د بلخ له والي وغوښتل چې لنډمهال حکومت جوړ کړي او په دې توګه هېواد له بحران څخه وژغوري.

د ولسمشرۍ لومړى پړاو ټاکنې د وري په ١٦مه او دويم پړاو د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې، خو په ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعاوې د دې لامل شوې چې تر اوسه يې پايلې نه دې اعلان شوې.

کابل (پژواک، ١٥ وږى ٩٣): د "حق اوعدالت " ګوند د ټاکنيزو پايلو  ژر تر ژره اعلان غوښتنه کوي او وايي، چې د ولسمشرۍ رياست دواړه نوماندان بايد اساسي قانون ته په درناوي دغه پايلې ومني.
ددغه ګوند په باور، د هېواد سياسي، اقتصادي، امنيتي او ټولنيز برخليک په عامه توګه  د هغوى د توقعاتو، غوښتنو، سياسي او ذوقي لوبو ګرو کړى، چې د ټاکنو پروسې په تدوام او ابهام کې غير اصولي ګټې او اضافي غوښتنې لټوي.
د حق او عدالت ګوند د چارواکو په خبره، د ټاکنو پروسې اوږدېدل د  خوار او کمزوري ملت پر اوږو د  امنيتي ، اقتصادي او ټولنيزو ناخوالو دروند پېټى تپلى دى.

Pages

Subscribe to ګوندونه