Al-Qaeda fighters no more fighting in Afghanistan: Taliban

کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٤): د طالبانو د قطر د دفتر وياند وايي چې د القاعدې وسله وال خپلو هېوادونو ته ستانه شوي او نور په افغانستان کې دغه ډله نشته.
محمدنعيم د طالبانو د قطر د دفتر وياند دغه څرګندونې د الشرق په نوم له يوې عربي ورځپاڼې سره کړې چې د وري په ٣٠مه خپرې شوې دي.
نوموړي زياته کړې چې طالبان له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو پرته د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو نه دي.
نعيم وايي، په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې د خبرو کول د تسليمېدو په معنا دي او د طالبانو په تحريک کې هېڅ ډول اختلافات نشته .
د هغه په وينا، ملا محمد عمر ژوندى او له ښه روغتيايي حالت څخه برخمن دی، خپل اړوند کارونه پر مخ وړي او له مرستيالانو سره منظمې کتنې لري .
د طالبانو د قطر دفتر وياند وايي چې دا مهال په افغانستان کې د القاعده جنګيالي نشته؛ ځکه چې هغوی بېرته خپلو هېوادونو لکه شام، عراق، يمن او نورو ته ستانه شوي دي.
د القاعدې د مشر ايمن الظواهري په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې محمدنعيم ويلي چې د هغه د ځاى په اړه معلومات نه لري.
نوموړي له عربي هېوادونو غوښتنه کړې چې د طالبانو تر څنګ دې ودرېږي او د بهرنيو ځواکونو په مقابله کې دې مرسته ورسره وکړي.
نعيم وايي: ((د افغانستان حکومت چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په لاس جوړ شوى،  دواړه مشران يې په خپل منځ کې هېڅ ډول تفاهم نه لري چې ښه بېلګه يې د دفاع وزير معرفي کول او د ټاکنيز نظام د سمون لپاره د جوړ شوي کمېسيون د مشرۍ پر سر اختلافات دي.))
د هغه په وينا، دا مهال په هېواد کې يوه خپلواکه اداره شتون نه لري او نه هم د اوسني او پخواني ولسمشرانو تر منځ کوم توپير شته.
د طالبانو او داعش تر منځ د توپير په اړه محمدنعيم وايي: ((زموږ تګلاره روښانه ده، هېڅکله نه غواړو چې د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه وکړو او بل چا ته هم اجازه نه ورکوو چې زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي. موږ په خپله خاوره کې د خلکو ازادي او د اسلامي نظام حاکميت غواړو.))
خو نوموړي د داعش د تګلارې په اړه څرګندونې نه دې کړي.
نوموړي د قطر له حکومته مننه کړې چې دوى ته يې په خپله خاوره کې د دفتر پرانيستو زمينه برابره کړه، دغه راز له عربي نړۍ يې هم مننه کړې چې تل يې له دوى سره مرسته کړې ده.
د طالبانو د قطر د دفتر وياند وايي چې امريکا له پيله دوى ته د ترهګرې ډلې په توګه نه دي کتلي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.