Pidram to form opposition alliance

کابل (پژواک ٩ تله ٩٣): د ملي کنګرې ګوند، د ملي يووالي د حکومت پر وړاندې د لومړني اپوزيسيون په توګه د شتون اعلان وکړ او له نوي حکومت او امريکا سره د امنيتي قرارداد د لاسليک پر وړاندې يې سخت مخالفت څرګند کړ.

په هغه غونډه کې، چې نن د سلګونو کسانو په ګډون د ملي کنګرې ګوند له لوري د لويې جرګې په خيمې کې رابلل شوې وه، د ملي يووالي حکومت نامشروع وبلل شو.

د دغې غونډې ګډونوالو، د اپوزيسيون د جوړولو موخه د ملي او ټولنيز عدالت ټينګښت وباله.

د ياد ګوند مشر عبدالطيف پدرام په ياده غونډه کې وويل، چې له حقوقي، اساسي قانون او د ټاکنو قانون له مخې هغه څوک بايد ولسمشر وټاکل شي، چې د خلکو له لوري ورته ډېره رايه ورکړل شوې وي، يعنې ټاکنې تر سره شي، رايې وشمېرل شي او د رايو د شمېر په پايله کې ولسمشر اعلان شي.

نوموړي زياته کړه: " د کمېسيون له لوري اعلان شوې پايله د خلکو د رايو نتيجه نه ده او ولسمشر هم د خلکو د رايو پر بنسټ نه دى ټاکل شوى ، نو له دې امله دغه نامشروع حکومت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره نه شو زغملى، له انساني، اخلاقي او د هېواد د يوه وګړي په توګه هم حق لرو، چې بايد دغه حکومت ونه زغمو او د قانون له مخې حق لرو، چې امر يې ونه منو او دا مو حق دى، چې د دغه نظام د بدلون لپاره کار وکړو او د قانون پر بنسټ دغه حکومت غلى کړو."

خو نوموړي زياته کړه، دا حکومت چې د ملي يووالي حکومت ورته ويل کېږي، د ملي يووالي حکومت نه دى، بلکې يواځې ساده ايتلاف دى، له دې پرته چې د ايتلاف د مواردو اساسي بنسټونه په کې شتون ولري.

هغه د دې خبرې په څرګندولو سره چې په نوي حکومت کې د تاجکو مقام نه دى معلوم وويل، د افغانستان د تاجکو سراسري عالي شورا بايد رامنځته شي او په ټول هېواد کې د تاجکو له حق څخه دفاع وکړي.

پدرام وويل، چې ځينې لوېديځ هېوادونه لېوال نه دي، چې په افغانستان کې دې د واک په سر کې د فارسي ژبي تمدني حوزه ځاى ولري.

د نوموړي په وينا، له امريکا سره د امنيتي هوکړه ليک لاسليک د افغانانو ملي حاکميت ته زيان اړوي او افغانستان له يوه بد او د بې ثباتۍ له حالت سره مخ کوي.

نوموړي، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون اشغال او يرغل وباله او ويې ويل: " افغانستان بايد يو خپلواک هېواد وي او ترهغه چې يرغلګر افغانستان پرې نږدي، هيڅکله به هم عدالت ټينګ نه شي."

په دغه ناسته کې يوه تن په لوړ اواز سره چغه کړه، چې : " مرګ په معامله کوونکو، مرګ په نامشروع حکومت، مرګ په هغه مشر چې همدلته يې وعده وکړله، خو په خپلې وعدې يې وفا ونه کړه."

خو د يادې ناستې يو شمېر نورو ګډونوالو د دغه شعار په اړه سخت غبرګون څرګند کړ او دغه غونډه يې د څو شېبو لپاره ګډه وډه کړه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.