Add new comment

مزار شريف ( پژواک، ۲۳ تله ۹۷) : په بلخ ولايت کې يو شمېر مدني فعالان او د نظر خاوندان وايي چې د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو نظارت د ټاکنو له شفافيت سره مرسته کوي.
دوی همدا راز  د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون غږ کوي چې پر پارلماني ټاکنو د خلکو د څار په موخه دې  اسانتياوې برابرې کړي.
له دې سره د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولين له سياسي احزابو، مدني ټولنو او د ښځو د حقونو له فعالانو څخه غوښتنه کوي چې پر ټاکنو د څار برخه کې پراخه ونډه واخلي.
پنځه ورځې وروسته د تلې په ۲۸مه، په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کېږي چې ميليونونه افغانان به برخه په کې واخلي.
د ټاکنو په رانږدې کېدو سره لا هم په انتخاباتو کې د درغليو په تړاو د خلکو اندېښنې پر ځای پاتې دي؛ خو د ټاکنو کمېسيون وايي چې د بايومټريک سيستم څخه په کار اخيستو به ټاکنې تر ډېره حده رڼې وي.
د دې تر څنګ د ټاکنو پر پروسې څار هغه موضوع يادېږي چې يو شمېر د نظر خاوندان يې د انتخاباتو د شفافيت لپاره مهم بولي.
د بلخ ادبي او ټولنيز خوځښت غړي سيرت نوري پژواک ته وويل، چې د ټاکنو پروسه کې بايد د څار مسله ډېره جدي ونيول شي.
هغه زياته کړه، د بايومټريک سيستم په اړه هم يو لړ شکونه موجود دي؛ نو ښه به دا وي چې سياسي ګوندونه او مدني ټولنې له يادې پروسې څخه دقيقه څارنه وکړي.
د ده په خبره، راتلونکې پارلماني ټاکنې د افغانستان لپاره ډېرې زياتې مهمې دي او بايد  ټول خلک يې د برياليو ترسره کېدو لپاره هڅې وکړي.
نوموړي زياته کړه: (( ټاکنې ملي پروسه ده او په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې افغانستان له ګڼو امنيتي او سياسي ستونزو سره لاس او ګريوان دی، دا پروسه بايد بريالۍ ترسره شي؛ څو پر ولسواکۍ باندې د خلکو باورمندي زياته شي.))
نوري له سياسي ګوندونو او مدني فعالانو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو پر ورځ دې د مسوولو افغانانو په څېر د دغې پروسې څارنه وکړي.
هغه وايي، که خلک د ټاکنو د بهير نظارت کې پراخ ګډون وکړي؛ نو ورسره به تر يوه حده د هغو خلکو مخه ونيول شي چې غواړي په انتخاباتو کې درغلي وکړي.
د بلخ ولسوالۍ قومي مشر ځونډی کوچی بيا وايي، چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنيو له امله به پر ټاکنو د نظارت مسله ستونزمنه وي.
هغه زياته کړه چې حکومت بايد ډاډمنه فضا رامنځته کړي؛ څو ناظرين وکولای شي په ډاډه زړه ولسواليو ته لاړ شي او د ټاکنو پر پروسې نظارت وکړي.
نوموړی وايي: (( دمګړۍ په شولګر، چمتال، چهاربولک، دولت اباد ولسواليو کې زياتې سيمې تر تهديد لاندې دي، که وضعيت تغيير ونه کړي؛ نو هېڅ ناظر زړه نه شي ښه کولای چې هلته ورشي او پر ټاکنو څار وکړي.))
د دغه قومي مشر په خبره، چې کله د نا امنيو له امله د ناظرينو مخه ونيول شي؛ نو ښکاره  خبره ده چې درغلۍ ته زمينه برابرېږي.
د بلخ د ښځو چارو رييسه شهلا حديد وايي چې په ټاکنو کې د ښځو پراخ ګډون او له دغې پروسې څخه د ښځينه ناظرينو څارنه به مرسته وکړي، چې ياد بهير په برياليتوب ترسره شي.
هغې پژواک اژانس  ته وويل چې د امنيت په تړاو اندېښمنه ده او که حکومت امنيتي موانع له منځه يوسي؛ نو د ټاکنو په پروسه کې به د جعل او درغليو کچه ټيټه وي.
حديد زياته کړه: (( کله چې ساحه امن وي او ټول وګړي ورته لاسرسی ولري؛ نو ښکاره خبره ده چې بيا چاته په کې د درغليو ډاډمنه زمينه نه پاتې کېږي.))
د هغې په خبره، په ټولنه کې د مثبت بدلون د راتلو په موخه بايد ټولې هغه مېرمنې په ټاکنو پروسه کې ګډون وکړي او ځان د ولسواکۍ په پلي کېدو کې مسوول وګڼي، چې وړاندې يې د نوم ثبتونې په پروسه کې ګډون کړی دی.
نوموړې همدا راز هيله مندي ښيي، چې د ولسي جرګې ټاکنو بهير کې به د بلخي مېرمنو ګډون د پام وړ زيات وي.
په ورته وخت کې د بلخ د ټاکنو کمېسيون مسوولين هم په ياده پروسه کې د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو نظارت د ټاکنو د شفافيت لپاره مهم بولي.
د بلخ د ټاکنو رييس محمد ظاهر اکبري پژواک ته وويل، چې ياد کمېسيون تر وروستي بريده هڅه کوي  چې ټاکنې په شفاف ډول ترسره کړي.
هغه زياتوي چې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو برخه کې د مدني ټولنو او سياسي ګوندونو د نظارت موضوع له پامه نه شي غورځول کېدای.
اکبري زياته کړه: (( موږ له سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او د ښځود حقونو له فعالانو غواړو چې پر ټاکنو دقيق نظارت وکړي، د دوی څارنه به مرسته وکړي چې ټاکنو کې د زياتې درغلۍ مخنيوی وشي.))
هغه زياتوي چې بلخ ولايت ته د بايومټريک دستګاوې رسېدلي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې له ياد سيستم څخه استفاده به د ټاکنو له روڼوالي سره ډېره مرسته وکړي.
نوموړی له سياسي ګوندونو او مدني ټولنو غواړي  چې پر ټاکنو پروسې د خلکو د باور زياتېدو لپاره دې مرسته وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.