Pakistani politicians meet President Ghani

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٣): ولسمشر اشرف غني چې پاکستان ته په يو رسمي سفر دا مهال په اسلام اباد کې دى، د دغه هېواد د يو شمېر سياسي ګوندونو له استازو سره ليدلي دي.

ولسمشر اشرف غني پرون د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف په بلنه په دوه ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته تللى او خپلې ليدنې يې پيل کړې دي.

د پاکستان دولتي ملي راډيو د لړم په ٢٤مه خبر ورکړى چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن په اسلام اباد کې د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفنديار ولي خان، افراسياب خټک، د کورنيو چارو پخواني وزير او د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د پخواني واکمن ګوند پيپلز پارټۍ له غړو سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې چې د دغو ليدنو پر مهال سياسي مشرانو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

دغو سياسي مشرانو دغه راز پر دې هم ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د ولسونو، وکيلانو، فرهنګيانو او د مدني ټولنو د غړو تر منځ بايد د راشه درشه اړيکې پياوړې شي.

دوى په ډاګه کړې چې له دغو اړيکو او سفرونو سره د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم ښې کېداى شي.

د پاکستان د پخواني واکمن پيپلز ګوند يوه غړي شيري رحمن په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې نن يې د سهار د چاى څښلو پر مهال د افغانستان له ولسمشر سره ليدلي دي.

هغه زياته کړې چې په دې ليدنه کې د پخواني ولسمشر اصف زرداري وياند سناتور فرحت الله بابر، سناتور اعتزاز احسن د پاکستان د ولسي جرګې پخوانى مرستيال فضل کريم کنډي او نور مشرانو شتون درلود.

تر دې مخکې پرون ولسمشر اشرف غني د پاکستان د مذهبي ګوند جمعيت علما ء اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن سره هم وليدل.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.