کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٧): ځینې سیاسي ګوندونه په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون ستاینه کوي، خو وايي چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ موجودې وې او د هغو کسانو رایې باید باطلې شي چې په بایومټریک سیستم کې نه دي شاملې.
د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ مه پیل او د هېواد په ځینې سیمو کې یې نن هم دوام درلود.
ټاکل شوې وه چې ټول رایې ورکوونکي په بایومټریک سیسټم کې ثبت شي خو راپورونه ښيي چې د رایې ورکولو په ځینو مرکزونو کې د بایومټریک ماشینونو تخنیکي ستونزه درلوده او په دغو مرکزونو کې له بایومټریک سیسټم څخه پرته ټاکنې ترسره شوې دي.
نن د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، ملي اسلامي محاذ، د افغانستان د اسلامي ملي جنبش، افغان ملت ګوند په ګډون یو شمېر سیاسي ګوندونو په کابل کې په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون کړی و.
د ملي جنبش ګوند استازي خان محمد وحدت د یادو سیاسي ګوندونو اعلامیه ولوستله او ویې ویل، سیاسي ګوندونه په ټاکنو کې د افغانانو د پراخ ګډون ستاینه کوي او د خلکو او ولسواکۍ لپاره یې د بري اصل ګڼي.
هغه زیاته کړه: ((له بده مرغه باید وویل شي چې ټاکنې په ټول هېواد کې له ستونزو، بې نظمیو او درغلیو سره ملګرې وې چې د تلې د ۲۸ مې د ټاکنو شفافیت، مشروعیت او باور په شدت سره تر پوښتنې لاندې راولي.))
د هغه په خبره، په زیاتره مرکزونو کې بایومټریک ماشینونه نه و، د بایومټریک ماشینونو کارکوونکو لازمه زده کړه نه درلوده، د بایومټریک ماشینونه نیمګړي و او یا ځینو مرکزونو ته نه و رسېدلي، د رایې ورکوونکو په هغه لېست چې له مخکې برابر شوی و لاس وهنه شوې وه.
نوموړي وویل: ((د تلې د ۲۸ مې او ۲۹ مې د ټاکنو پر مهال په زیاتره مرکزونو کې د درغلۍ لپاره د زمینې برابرولو په موخه له بایومټریک ماشینونو څخه ګټه نه ده اخیستل شوې، له دې امله د افغانستان سیاسي ګوندونه هغه ټاکنې چې د بایومټریک په وسیله نه دې ترسره شوې د باور وړ نه ګڼي.))
دغه راز د افغان ملت ګوند غړي نادر حساس په دې غونډه کې وویل: ((سیاسي ګوندونه غواړي چې د هغو مرکزونو رایه باید باطله اعلان شي چې د بایومټریک سیسټم له لارې په کې رایه نه ده اچول شوې.))
نوموړي زیاته کړه چې سیاسي ګوندونه د تلې د ۲۸ د ټاکنو ستونزې لکه د مزکزونو په ځنډ پرانیستل او یا د ځینو مرکزونو نه پرانیستل د ټاکنو په ترسره کولو کې پلان شوی عمل بولي.
د ده په خبره، د رایې د مرکزونو د پرانیستل کېدو د ځنډ او یا ځینو مرکزونو د تړلو له امله سلګونه کسان له رایې ورکولو بې برخې پاتې شول.
د حزب اسلامي مخکښ غړي همایون جریر وویل: ((سیاسي ګوندونه او د افغانستان خلک هیله لري چې د ټاکنو کمېسیون د یادو سترو سرغړونو ځواب ورکړي چې ولې دا ټولې ټاکنیزې درغلۍ او سرغړونې ترسره شوې؟))
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل، ممکن په ځينو مواردو کې درغلي شوې وي چې څېړل کېږي او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له لارې ورته رسېدنه کېږي.
خو نوموړي دا ادعا چې ټاکنې مهندسي وې رد کړه او ویې ویل، هر څوک چې دا ډول ادعا لري باید ثابته یې کړي.
نوموړي د سیاسي ګوندونو هغې غوښتنې ته چې له بایومټریک سیستم څخه پرته کارول شوې رایې باید لغوه شي وویل، دواړه ډوله رایې( هغه چې د بایومتریک سیسټم له لارې اچول شوې یا له بایو مټریک سیسټم څخه پرته رایې) د ټاکنو کمېسیون ته د منلو وړ دي او کمېسیون هغه رایې نه لغوه کوي چې له بایو مټریک سیسټم څخه پرته ترسره شوې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ۹۲ سلنه رایې په بایومټریک سیسټم او پاتې نورې رایې له بایو مټریک سیسټم څخه پرته کارول شوې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.