کابل(پژواک،٨وږى٩٢): د وحیدالله سباوون په مشرۍ متحداسلامي حزب د افغانستان د مفکورې، سلامتيا، ملي ګټو، امنيت ، ګډ ټولنيز اوسياسي ژوند په اړه په شپږو مادو کې يوه مشورتې طرحه وړاندي کړه.
دغه طرحه د متحد اسلامي حزب لخوا د تلې په ۸مه، په کابل کې دخير او صلاح ملي کنفرانس تر سرليک لاندي يوه غونډه وړاندې شوه.
په دغه غونډه کې دمتحد اسلامي حزب مشر وحيدالله سباوون لخوا د هيواد دراتلونکي په اړه په شپږو مادو کې يوه طرحه ګډونوالوته د سلاح مشورو لپاره وړاندي شوه.