کابل (پژواک ١٩ غويى ٩٢): د حق او عدالت ګوندچارواکو د دوو افغان رسنيو هغه تورونه بې بنسټه وبلل، چې ګواکې د "انهم" په نوم يو بهرنى شرکت دغه ګوند ته پيسې ورکوي.
د دغه ګوند وياند حميدالله فاروقي نن په کابل کې په يوه خبري کنفرانس کې غوښتنه وکړه، چې د ويسا ورځپاڼې او د کابل نيوز تلويزيوني چينل له خوا د تور په اړه دې څېړنې وشي.
فاروقي وايي، چې دواړه رسنۍ بايد د خپلې ادعا د اثبات لپاره چې ګواکې دغه ګوند هره مياشت له يوه بهرني شرکت "انهم" شاوخوا ٦٠ زره ډالر ترلاسه کوي، اسناد او شواهد وړاندې کړي.