حزب اسلامي : له خليلي سره مو موقف يو دى او نورو ګوندونو سره په خبرو بوخت يو

کابل ( پژواک ٢٩ کب ٩١ ) : حزب اسلامي وايي، چې د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو په اړه د حزب وحدت له مشر کريم خليلي سره تفاهم ته رسېدلي او د رباني په مشرۍ د جمعيت په ګډون يو شمېر نورو سياسي ګوندونو سره په خبرو اترو بوخت دي.
دغه څرګندونې په کابل کې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي د اجرائيه شورا غړي انجنيرمحمد خان د کب په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې د ولسمشر دويم مرستيال او د حزب وحدت اسلامي له مشر کريم خليلي سره يې په دې هوکړه کړې او توافق ته رسېدلي، چې د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو په اړه به يو موقف او دريځ ولري.
د يادونې ده ، چې څو ورځې مخکې د دواړو لوريو ترمنځ غونډې شوي او دحزب وحدت د پخواني مشر عبدالعلي مزاري په تلين غونډه کې هم د حزب اسلامي لوړپوړو مشرانو ګډون کړى و.
پخوا رسنيوخبر ورکړى و، چې يادو ګوندونو په راتلونکو ټاکنو کې ديوه کانديد په درولو پرېکړه کړې ده.
انجنير محمد خان د يوې  پوښتنې په ځواب کې په ډاګه کړه، چې د صلاح الدين رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامي په ګډون له يو شمېر نورو سياسي ګوندونو سره يې هم د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو لپاره ديوه کانديد او ګډ دريځ په اړه  خبرې پيل کړې دي.
خو هغه زياته کړه ، چې تر اوسه په دې اړه کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
ټاکل شوې  ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو راتلونکې ټولټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.
د حزب اسلامي دغه مشر وويل ، چې که  په دغو ټولټاکنو کې مطرح  سياسي ګوندونه او ملي شخصيتونه سره راټول نه شي، نو دا به درغليو او تقلب ته لاره هواره کړي.
د هغه په وينا، سياسي ګوندونه او د هېواد مطرح شخصيتونه بايد تېرې ناخوالې تر خاورو لاندې کړي او د هېواد د ښې راتلونکې ، ازادو او رڼو ټاکنو لپاره سره يو ځاى شي .
ددې پوښتنې په ځواب کې، چې حزب اسلامي به خپل کانديد دروي او که ددرېيم کانديد لپاره له نورو ګوندونو سره خبرې کوي، انجنير محمدخان وويل، چې تر اوسه د کانديد په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
ده زياته کړه :(( زموږ دريځ دادى ، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره بايد ملي اجماع وشي او ټول سياسي ګوندونه بايد ددې کار لپاره سره يوې نتېجې ته ورسيږي.))
د انجنير محمد خان په وينا، که چېرې ملي اجماع ونه شي او نورو ګوندونو سره کومې پرېکړې ته ونه رسيږي، نو حزب اسلامي به بيا خپل ځانګړى کانديد دروي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.