Opposition warns poll rigging to fuel instability

مزارشريف (پژواک، ١١ ورى  ٩٢):د افغانستان ملي ايتلاف وايي، چې که حکومت د ټاکنو په قانون کې ديموکراتيک بدلون رانه وړي، نو راتلونکې ټولټاکنې به رڼې نه وي.
دغه خبرې په هغه کنفرانس کې وشوې، چې د افغانستان د مدنې ټولنو د مجتمع له خوا  نن د وري په ۱۱مه، په مزارشريف ښار کې(د ۲۰۱۴ټولټاکنې او په افغانستان کې د ولسواکۍ راتلونکی) ترسرليک لاندې جوړ شوى و.
د مدنې ټولنو د مجتمع مسوول عزيز الله رفيعي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه کنفرانس کې د ټاکنو امنيت، اقتصادي اړخ، په ټاکنو د سيمه ييزو سياستونو اغېز او په ټاکنو کې د رسنيو او مدني ټولنې پر رول خبرې وشوې.
نوموړي زياته کړه، چې د ياد کنفرانس له لارې، د ټاکنو په اړه د خلکو د پوهې د کچې لوړوالي، په خلکو کې د ټاکنو په اړه د يوې سياسي ارادې ژوندي کولو او له عمومي حالاتو څخه د احتمالي کانديدانو د خبرولو هڅه وشوه.
د ياد کنفرانس ګډونوال او د ملي ايتلاف وياند فضل الرحمن اوريا پژواک ته وويل، چې د راتلونکو ټولټاکنو پر وړاندې له ټولو ستره ستونزه دا ده، چې اوسنى حکومت نه غواړي، چې د ټاکنو په قانون او پروسه کې ديموکراتيک بدلون راولي.
هغه زياته کړه: (( حکومت هڅه کوي، چې د ټاکنو پخوانى قانون عملي کړي او له دې لارې ولسمشر حامد کرزی د خپل ځان ځای ناستى ارګ ته معرفي کړي.))
د اوريا په وينا، دوی هڅه کوي، چې د ملي شورا او د افغان ولس په مرسته د ټاکنو پر وړاندې دغه شته خنډونه له منځه يوسي او خلکو ته زمينه برابره کړي، چې د خپلو رايو له لارې خپل ولسمشر وټاکي.
د ملي ايتلاف وياند د رڼو ټاکنو د تر سره کېدو په اړه وويل: ((د ټاکنو ټول پخواني کارتونه بايد باطل شي، د رايه ورکونکو د ثبت پروسه بايد په ټول هېواد کې له سره وشي او د ټاکنو قانون بايد له اکثريتي نظام څخه مختلط نظام ته بدل شي.))
همدارنګه د صلاحيتونو او مشارکت قانون لکه څنګه چې ولسي جرګې تصويب کړی، هماغسې بايد توشيح شي او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون خپلواکي بايد تضمين شي، نو بيا به رڼو او عادلانه ټاکنو ته لاره پيدا شي.
نوموړي زياته کړه، چې په ټاکنو کې به ګاونډي او د سيمې هېوادونه هڅه کوي، چې د خپلې خوښې له کانديد څخه ملاتړ وکړي.
همداراز د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) مسوول صديق الله توحيدي وويل، چې که خلک غواړي، چې په افغانستان کې يو فعال او خوندي حکومت راشي؛ د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته کانديد کېدونکو کسانو په اړه دې فکر وکړي او ښه کس دې وټاکي.
نوموړي، چې د مدنې ټولنو د مجتمع د رهبرۍ بورډ غړی هم دى زياته کړه، چې که حکومت د رڼو ټاکنو لپاره هڅه ونه کړي؛ راتلونکى حکومت به خوندي نه وي.
د هغه په وينا، په راتلونکو ټاکنو کې د رسنيو رول ډېر مهم دی، دمګړی دوی دنده لري، چې خلک په ټاکنو کې برخه اخيستو ته وهڅوي،ټولې رسنۍ او مدنې ټولنې بايد خلکو ته په سمه توګه کانديدان معرفي کړي او د ټاکنو پروسه په ښه توګه وڅاري.
توحيدي زياته کړه، چې په ټاکنو کې د ډېرو خلکو ګډون به د دې لامل شي، چې افغانان يو سالم ولسمشر او سالم حکومت جوړ کړي.
خو د ياد کنفرانس په ترڅ کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال د مدنې ټولنې غړي اسدالله ولوالجي دولت تورن کړ، چې هڅه کوي، چې ځينې سيمې ناامنه کړي، چې د ټاکنو د کېدو مخه ډب کړي او له دې لارې به ولسمشر کرزي ته لاره پيدا شي، چې په خپل حال  پاتې شي.
نوموړي زياته کړه، چې خلک او مدني ټولنه بايد د دغو ستونزو مخه ونيسي او د رڼو ټاکنو لپاره هڅه وکړي.
د هغه په وينا ، خلکو ته بايد ډاډ ورکړل شي، چې که يو لاس عمل وشي او له قوم پالنې څخه ډډه وکړي، نو افغانستان به له هېڅ ستونزو سره مخ نه شي.
د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع چارواکي وايي، چې دوى به په راتلونکي کې د هېواد په ټولو زونونو کې د ټاکنو او د افغانستان د روانو حالاتو د پوهاوي په اړه کنفرانسونه جوړ کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.