Add new comment

Man plotting to kill Abdullah detained: NDS

کابل (پژواک ١٨ غويى٩٢): د ملي امنيت عمومي رياست وايي، هغه کس يې نيولى چې د ملي ايتلاف پر مشر ډاکټر عبدالله عبدالله يې د ځانمرګي بريد هوډ درلود.
د ملي امنيت په خبرپاڼه کې راغلي: "د ملي امنيت عمومي رياست موظفينو په يوه ځانګري او پر ځاى اقدام کې د نظيف الله په نوم هغه ځانمرګى بريدګر، چې د طالبانو د کوېټې شورا له خوا د ملي ايتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د وژلو په موخه رالېږل شوى و، نيولى دى."
سرچينې زياته کړې، نيول شوي کس د لومړنيو څېړنو په ترڅ کې اعتراف کړى، چې نوموړى د پېښور په کچ کلي مدرسه کې، چې د مولوي حمزه په نوم مشهوره ده، د يوه پاکستاني اوسېدونکي مولوي ساجد له خوا دغه بريد ته هڅول شوى او په ياده مدرسه کې د دوو اونيو لپاره له مولوي حمزه څخه د ځانمرګو واسکټونو الوځول هم زده کړي او بيا وروسته مولوي کندهاري ته له پېښوره څخه کوېټې ته استول شوى دى. 
د سرچينې د معلومات له مخې، نوموړي ويلي چې له مولوي کندهاري سره له دوو شپو تېرولو وروسته، د چمن ښار عبدالغني نومي مدرسې ته، چې د کوېټې ښار په علمو چوک کې موقعيت لري، لېږل شوى، چې په دغه مرکز کې بيا د پنځو ورځو په ترڅ کې ورته حميد نومي يوه پاکستاني کس د واسکټ کارول او چولو طريقه ورښودلې ده.
سرچينې د نوموړي کس له خولې ويلي، د واسکټ الوځولو تر زده کړې څخه وروسته د حاجي کندهاري له لوري حاجي محمد قاسم ته ورپېژندل شوى او د هغه له لوري بيا کابل ته لېږدول شوى دى.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې حاجي قاسم نيول شوي کس ته ويلي دي، چې د کوېټې شورا له لارښوونو سره سم بايد د ملي ايتلاف پر مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د ملي ټلوالې پر مشر احمدضيا مسعود د غونډې په ترڅ کې، ځانمرګى بريد وکړي.
نيول شوي کس، رسنيو ته په رالېږل شوې وېډيو کې منلې، چې د ملي امنيت کارکوونکو له خوا هغه مهال ونيول شو، چې د ملي ايتلاف له دفتر څخه يې ليدنه کوله.
د ملي امنيت رياست د دغه کس د نيولو ټاکلې موده نه ده ويلې او څرګنده کړې يې ده، چې قضيه د لا ډېرو معلوماتو په موخه تر څېړنو لاندې ده.
د ملي ايتلاف وياند سيد حسين فاضل سانچارکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هغه هم د نوموړي بريدګر نيول له ځينو رسنيو څخه اورېدلي دي
د هغه په وينا، تر هغه مهاله چې د قضيې ټول اړخونه نه وي معلوم شوي، په دې اړه خپل نظر نه څرګندوي،  خو د ملي امنيت دغه اقدام د ستايلو وړ دى.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.