2 media outlets warned of legal action

کابل (پژواک ١٩ غويى ٩٢): د حق او عدالت ګوندچارواکو د دوو افغان رسنيو هغه تورونه بې بنسټه وبلل، چې ګواکې د "انهم" په نوم يو بهرنى شرکت دغه ګوند ته پيسې ورکوي.
د دغه ګوند وياند حميدالله فاروقي نن په کابل کې په يوه خبري کنفرانس کې غوښتنه وکړه، چې د ويسا ورځپاڼې او د کابل نيوز تلويزيوني چينل له خوا د تور په اړه دې څېړنې وشي.
فاروقي وايي، چې دواړه رسنۍ بايد د خپلې ادعا د اثبات لپاره چې ګواکې دغه ګوند هره مياشت له  يوه بهرني شرکت "انهم" شاوخوا ٦٠ زره ډالر ترلاسه کوي، اسناد او شواهد وړاندې کړي.
ده زياته کړه، چې ګوند د خپلو غړو د حق العضويت له لارې خپلې مالي سرچينې برابروي او له هېڅ بهرني شرکت څخه يې پيسې نه دي ترلاسه کړي.
هغه وويل، ښايي د ګوند غړي په انفرادي ډول له بهرنيو شرکتونو سره سوداګريزي اړيکې ولري، خو دا د ګوند د اړيکو په معنى نه ده.
فاروقي څرګنده کړه: ((که دواړه رسنۍ د خپل تور د اثبات لپاره شواهد وړاندې نه کړي، نو موږ به دغه موضوع د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې تعقيب کړو.))
درې ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت شورا ويلي وو، چې ځينې افغان سياستوال د "انهم" په نوم له يوه بهرني شرکت څخه پيسې ترلاسه کوي.
د حق او عدالت ګوند وياند په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې ځينې سياسي کړۍ پر حق او عدالت ګوند د بې بنسټه تورونو له لارې غواړي په عامه افکارو کې د دغه ګوند حيثيت ته زيان واړوي.
فاروقي همداراز د چا د نوم له اخيستو پرته وويل، چې د ټاکنو په رانږدې کېدو سره ځينې سياسي کړۍ هڅه کوي د دغه ګوند هڅې ټکنۍ کړي.
ويل کېږي، چې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې به چې له يوه کال کمه موده ورته پاتې ده، د  حق او عدالت ګوند خپل کانديد ولري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.