کابل ( پژواک ٢٩ کب ٩١ ) : حزب اسلامي وايي، چې د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو په اړه د حزب وحدت له مشر کريم خليلي سره تفاهم ته رسېدلي او د رباني په مشرۍ د جمعيت په ګډون يو شمېر نورو سياسي ګوندونو سره په خبرو اترو بوخت دي.
دغه څرګندونې په کابل کې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي د اجرائيه شورا غړي انجنيرمحمد خان د کب په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې د ولسمشر دويم مرستيال او د حزب وحدت اسلامي له مشر کريم خليلي سره يې په دې هوکړه کړې او توافق ته رسېدلي، چې د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو په اړه به يو موقف او دريځ ولري.
د يادونې ده ، چې څو ورځې مخکې د دواړو لوريو ترمنځ غونډې شوي او دحزب وحدت د پخواني مشر عبدالعلي مزاري په تلين غونډه کې هم د حزب اسلامي لوړپوړو مشرانو ګډون کړى و.
پخوا رسنيوخبر ورکړى و، چې يادو ګوندونو په راتلونکو ټاکنو کې ديوه کانديد په درولو پرېکړه کړې ده.
انجنير محمد خان د يوې پوښتنې په ځواب کې په ډاګه کړه، چې د صلاح الدين رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامي په ګډون له يو شمېر نورو سياسي ګوندونو سره يې هم د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو لپاره ديوه کانديد او ګډ دريځ په اړه خبرې پيل کړې دي.
خو هغه زياته کړه ، چې تر اوسه په دې اړه کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو راتلونکې ټولټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.
د حزب اسلامي دغه مشر وويل ، چې که په دغو ټولټاکنو کې مطرح سياسي ګوندونه او ملي شخصيتونه سره راټول نه شي، نو دا به درغليو او تقلب ته لاره هواره کړي.
د هغه په وينا، سياسي ګوندونه او د هېواد مطرح شخصيتونه بايد تېرې ناخوالې تر خاورو لاندې کړي او د هېواد د ښې راتلونکې ، ازادو او رڼو ټاکنو لپاره سره يو ځاى شي .
ددې پوښتنې په ځواب کې، چې حزب اسلامي به خپل کانديد دروي او که ددرېيم کانديد لپاره له نورو ګوندونو سره خبرې کوي، انجنير محمدخان وويل، چې تر اوسه د کانديد په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
ده زياته کړه :(( زموږ دريځ دادى ، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره بايد ملي اجماع وشي او ټول سياسي ګوندونه بايد ددې کار لپاره سره يوې نتېجې ته ورسيږي.))
د انجنير محمد خان په وينا، که چېرې ملي اجماع ونه شي او نورو ګوندونو سره کومې پرېکړې ته ونه رسيږي، نو حزب اسلامي به بيا خپل ځانګړى کانديد دروي.