Need for party-based elections stressed

کابل ښار (پژواک ٣ غويى ٩٢): يو شمېر ګوندونه او کارپوهان وايي، چې د ولسي جرګې له خوا د ټاکنو په قانون کې د يوې نه لېږدېدونکې رايې سيستم پر ځاى بايد مختلط سيستم تاييد او په ټاکنو کې ګوندونو ته ډېره ونډه ورکړل شوې واى. ولسي جرګې تېره ورځ (د غويي ٢ مه) د ټاکنو قانون په مسوده کې د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم تاييد کړ او پرېکړه يې وکړه، چې رايې به د رايې ورکونې په مرکزونو کې شمېرل کېږي. د ټاکنو د قانون مسوده، چې په ١٧ فصلونو او ٦٧مادو کې جوړه شوې، حکومت تېر کال د لېندۍ په مياشت کې د تصويب په موخه ولسي جرګې ته استولې ده. دغه مسوده پرون د تصويب په موخه د ولسي جرګې د تقنين کمېسيون له لوري عمومي غونډې ته وړاندې شوه. په مختلط سيستم کې د خپلواکو کانديدانو تر څنګ ګوندونه هم کانديدېداى شي، خو د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم کې ګوندي او غير ګوندي کسان په خپلواکه توګه ځان کانديدوي. په کابل کې د حزب اسلامي د اجراييه شورا غړي انجنير محمدخان د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د ولسي جرګې په وروستۍ پرېکړه تاسف کوي او بايد د ټاکنو سيستم بشپړ ګوندي واى. د هغه په وينا، د دې پر ځاى چې ولسي جرګه ګام پر ګام د ولسواکۍ لپاره لاره هواره کړي او د ټاکنو سيستم په ريښتيني ډول ولسواک کړي، دوى بيا هم د يوې نه لېږدېدونکې رايې ټاکنيز سيستم تاييد کړ. نوموړي زياته کړه، دوى لا هم هيله لري، چې د مشرانو جرګه به دغه پرېکړه ونه مني او په ټاکنو کې به ګوندونو ته ډېره ونډه ورکړي. انجنير محمدخان وايي، چې که مشرانو جرګې هم همدغه سيستم تاييد کړ، نو دوى به د يو ګوند په توګه بيا هم هڅه کوي، چې د ټاکنو سيستم ګوندي شي. د ملي اېتلاف غړى فضل الرحمن اوريا هم وايي، چې دوى د ولسي جرګې له خوا د يوې نه لېږدېدونکې رايې سيستم تاييدول، په کلکه غندي او د ټولو ډيموکراتيکو ارزښتونو خلاف يې بولي. د هغه په وينا، له دغه سيستم سره به راتلونکې ملي شورا هم د اوس په څېر فاسده وي او په هېڅ ډول به خلکو ته د خدمت جوګه نه شي او د خلکو استازېتوب به ونه شي کولاى. نوموړي پژواک اژانس ته وويل، دوى له مشرانو جرګې غواړي، چې د ولسي جرګې دغه پرېکړه رد کړي، کنه هېواد به په راتلوکي کې هم د مافيايي ډلو په منګولو کې پرېوځي. د اوريا په خبره، په ولسي جرګه کې ولسمشر کرزى ډېر نفوذ لري او له خپل نفوذ څخه په ګټه اخيستنه يې همدغه سيستم بيا رامنځ ته کړ، چې په راتلونکي به په هېواد کې ډيموکراتيکه فضا له منځه يوسي. دى وايي: ((په هر هېواد کې د حکومتونو اپوزېسيونونه په ټاکنو کې د ګوندي سيستم له لارې خپله سياسي مبارزه کوي او که دغه لار يې نه وي، نو بيا ډېر وخت سياسي اپوزېسيونونه پر وسله والو اپوزېسيونونو بدليږي.)) د سياسي چارو کارپوه خوشال خليل پژواک اژانس ته وويل، په افغانستان کې ستونزه دا ده، چې هر شي ته د خپلو شخصي باورونو له سترګو کتل کېږي، اوسني پارلمان کې اشخاص په انفرادي توګه راغلي، غټ شوي او تبارز يې کړی دی. د هغه په وينا، دوى ته د همدغه ذهنيت په اساس ولسواکي هم ټوکه ښکاري، د ټاکنو يو اصل مشارکت او د خلکو پراخ ګډون دی، ګوندونه دغه پراخ ګډون ته د خلکو د رابللو او د هغوی د ارادې د تمثيلولو ابزار دي. نوموړي زياته کړه: ((که موږ ګوندونه تقويه نه کړو او پر مخ يې خنډونه جوړ کړو، ولسواکي هېڅ معنا نه لري، دا چې دوی دغه سيستم باندې سلا کړې، په هدف يې پوه نه يم، خو ماته بې له ګوندونو ولسواکي په هوا کې لامبو وهل ښکاري.)) د خليل په خبره، دى د هر هغه سيستم پلوي دى، چې په هغه کې ګوندونو ته د غوړېدا نقش ورکول شوی وي، ټاکنو کې د ګوندي کانديدانو يوه ګټه دا ده، چې هغوی د خپل منځ څخه يو کس ټولنې ته وړاندې کوي. دى وايي، که هغه کس کومه نادوده وکړي، ټول ګوند پرې بدناميږي او له همدې امله لومړنی نظارتي مېکانېزم پرې ګوند تحميلوي او له خپلې بدنامۍ نه د ځان ساتنې لپاره غواړي وړ او تکړه خلک را مخې ته کړي. د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند هم وايي، په ولسواکۍ کې د ګوندي سياست برخه ډېره ارزښتمنه ده او په نړۍ کې د ولسواکۍ داسې بېلګه نشته، چې هلته دې ګوندي سياست برلاسى او ټاکونکی نه وي. د هغه په وينا، خو دا چې د افغانستان شرايط له نورو هېوادونو سره توپير لري، افغان حکومت د ګوندونو د پياوړتيا لپاره سالمې هڅې ونه کړي او نا امنۍ افغانان دې ته پرېنښول، چې د ولس د غوښتنو پر بنسټ دې حکومت را منځ ته شي. نوموړي زياته کړه، چې ګوندونو هم د نا امنۍ له کبله ونه شو کولای، چې ازاد او بې پرې ګوندي سياست وکړي، د ګوندونو غيري ملي جوړښت هم يو مهم لامل دی او داسې ډېر نور شرايط د دې سبب شول، چې لا هم افغانستان د دې جوګه نه دی چې ګوندونه دې د هېواد د حکومت رهبري وکړي. د ځلاند په خبره، له همدې امله په شته شرايطو کې همدا فردي ټاکنې کولای شي د ګوندي سياست لپاره په راتلونکي کې لاره هواره کړي. دى وايي: ((په اوسنۍ نړۍ کې يواځې اردن او افغانستان داسې دوه هېوادونه دي، چې هلته دSNTV له لارې ټاکنې ترسره کېږي، که افغانان په ولسواکۍ باور لري، نو بايد ګوندي سياست ته له دې وروسته مخه کړي.)) د يادونې ده، چې په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې ترسره کېدې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.