Add new comment

National Unity Front demands interim govt

کابل (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): د بهرنيانو له اډو سره د مخالفت او ملي يووالي جبهې، د ملي يووالي په نوم د حکومت د رامنځته کولو لپاره وروستۍ هلې ځلې په هېواد کې د کمزوري حکومت د جوړولو لپاره مافيايي جوړجاړى بولي او د يوه لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.
د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې، له اعتراضونو وروسته په ناندريو بدلې شوې، خو په پايله کې له شاوخوا يوې مياشتې ټاکنيزو خنډونو وروسته، د امريکا د بهرنيو چارو وزير او د ملګرو ملتونو د استازي په منځګړيتوب حل شوې او دواړو نوماندانو د سل سلنې رايو پر بياشمېرنې او د ملي يووالي حکومت په رامنځته کولو هوکړه وکړه.
د رايو د تفتيش لړۍ د چنګاښ مياشتې په ٢٦مه پيل شوې او ټاکل شوې په راتلونکو دوو اونيو کې نهايي شي.
د بهرنيانو له اډو سره د مخالفت او ملي يووالي جبهې مشر انجنير احمدشاه احمدزي، د دوشنبې په ورځ (د زمري شلمه) په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د شاوخوا شپږو مياشتو له تېرېدو وروسته هم د ټاکنو پايلې نه دي څرګندې شوې او ټاکنيزو ناندريو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړى دى.
د هغه په وينا، تر کومه چې په هېواد کې سوله ټينګه نه شي او د دولت په لومړيتوب کې شاملې نه شي، نه يواځې دا چې په هېواد کې اقتصادي پرمختګ ناشونى دى او ترڅنګ به يې د خلکو رايې هم هېواد له ستونزو ونه شي ژغورلى.
نوموړي وويل، چې دغې جبهې د ټاکنو له تر سره کېدو وړاندې ويلي و، چې د هېواد وضعيت په ټوليز ډول د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره مساعد نه دى او په جنګي شرايطو کې ټاکنې تر سره کول، هېواد د بحران پر لوري بيايي.
د دغې جبهې په اعلاميه کې راغلي: "اوس چې ټاکنې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې او د روښانه پاى په اړه يې هم فکر نه شي کېدلى او امريکا د خلکو د رايو او اساسي قانون په تر پښو لاندې کولو سره په افغانستان کې د خپلې خوښې د وړ حکومت د تحميل قصد لري، موږ يو ځل بيا وايو، د رايو د څېړنې پايلې که هر څه وي، نو هېواد به له دغه ژور بحران څخه ونه باسي او هغه څه چې د ملي يووالي حکومت نوم ورته ورکول کېږي، د کمزوري او ضعيف حکومت جوړولو لپاره له مافيايي جوړښت څخه بله معنا نه لري."
دغه جبهه د افغانستان د ټاکنيزو ناندريو لپاره د لنډمهالې حکومت او د سولې خبرو اترو لپاره هڅې يواځينۍ حل لاره بولي.
همدارنګه احمدشاه احمدزي په نننۍ غونډه کې، د اسراييلو له لوري د فلسطينيانو وژنه په کلکه وغندله او هغه يې د بشريت پر وړاندې لوى جنايت وباله.
نوموړي، په نړيواله محکمه کې د اسراييلي مشرانو د محاکمې غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې نړيواله ټولنه هم په غزه کې د ټول وژنې دغه عمل په بې پرې ډول وڅېړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.