Farah protesters demand swift election results

 
فراه (پژواک ۱۳ وږی ۹۳): په فراه کې د افغان ملت ګوند له خوا لاريون وشو او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه يې د نوي ولسمشر د ژر اعلانولو غوښتنه وکړه.
دا لاريون چې نن (د وږي ۱۳مه) د فراه په ښار کې ترسره شو، د دغه ګوند د فراه چارواکو او تر ٣٠٠ پلويانو يې ګډون کړى و.
جمال الدين پاچاخېل په فراه کې د افغان ملت ګوند مشر ، چې په دغه لاريون کې يې ګډون کړى و، وويل: ((موږ د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه غواړو چې ډيموکراسۍ او د ولس رايو ته احترام وکړي او هر څه ژر دې نوی قانوني ولسمشر را وپېژني.))
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ په هېواد کې د سياسي، امنيتي او اقتصادي بحران په هکله اندېښمن يو او له ملل متحد څخه تقاضا لرو، چې فرصت غوښتونکو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې دغه حالات بدتره کړي.))
پاچاخېل همداراز د امريکا له متحده ايالتونو وغوښتل، کوم کانديد چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا د ولسمشر په توګه اعلانېږي، د هغه ملاتړ دې وکړي.
لاريون کوونکو د فراه ښار د کوپراتيفونو د مارکېټ له مخې حرکت وکړ او بيا يې د ولايت تر مقام پورې لاريون وکړ.
دوی شعارونه ورکول چې "موږ نور د رياست جمهوري ټاکنې ځنډول نه غواړو، ټاکنيزو ناندريو ته دې د پای ټکی کېښودل شي" او "نوی قانوني ولسمشر دې هر څه ژرمعلوم شي."
د فراه په ښار کې د سړک پر غاړه ناست د احمد په نوم يوه موچي (بوټ ګنډونکي) چې لاريون يې ننداره کاوه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((وضعيت مو ډېر خراب دی، موږ غريبان هيڅ نه لرو چې وخورو، کار نشته.))
هغه زياته کړه، هر څوک چې ولسمشر کېږي دوى ته فرق نه لري، خو ژر دې معلوم شي چې قراري شي، کار پيدا شي، ډوډۍ پيدا شي.
د لاريون په پای کې د افغان ملت ګوند له خوا يو شپږ ماده يي پرېکړه ليک هم ولوستل شو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.