Add new comment

No plan to send delegation to Kabul: HIA

 
کابل (پژواک ٢٥ زمرى ٩٣): د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې کابل ته د پلاوي لېږلو خبره رد کړه.
له تېرو دريو ورځو راهيسې په ټولنيزو شبکو کې داسې خبرونه خپاره شوي، چې ګواکې انجنير حکمتيار د يوه پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ (د زمري ٢٥مه) کابل ته راځي.
خو د دې ډلې د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال دا اوازې رد کړې.
هغه زياته کړه، چې دا خبرې بې اساسه دي او هېڅ واقعيت نه لري.
دى وايي: ((نه زه او نه هم د حزب اسلامي بل کوم پلاوى کابل ته روان دى او نه هم هلته کومې خبرې غونډې ته وينا کوي.))
د ډاکتر بهير په وينا، که چېرې دوى کومه خبره لرله، نو د رسمي سرچينو له لوري يې اعلانوي.
نوموړي وويل چې تر اوسه يې هېڅ کومه نوې پرېکړه نه ده کړې.
د يادونې ده، د انجنير حکمتيار په مشرۍ د دولت مخالفه وسله واله ډله حزب اسلامي د ولسمشرۍ د لومړي پړاو په ټاکنو کې له قطب الدين هلال څخه خپل ملاتړ اعلان کړى و، خو دويم پړاو ټاکنې يې تحريم کړې او له هېڅ کانديد څخه يې ملاتړ ونه کړ.
دغه ډله له هېواده د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او پر بين الافغاني تفاهم ټينګار کوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.