MAC floated unity govt idea: Massoud

 
کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٣): د "ملي اجنډا کنفرانس" وايي چې د ملي وحدت دولت د جوړولو طرحه د دوى وه او د افغانستان د ستونزو د حل يواځينۍ لار "د ملي يووالي دولت" جوړول دي. د" ملي وحدت حکومت" خبره وروسته له هغه د خلکو پر ژبو ګرځې راګرځي، چې د دوو ټاکنيزو ډلو (تحول او تداوم او اصلاحاتو او همپالنې) تر منځ د ستونزو د هواري په موخه د امريکا د بهرنيو چارو وزير افغانستان ته راغى او دواړه نوماندان (اشرف غني احمدزى او عبدالله عبدالله) يې سره پخلا کړل.
له جان کيري سره تر خبرو وروسته نوماندانو وويل، چې ټولې رايې به څېړل کېږي او د ملي وحدت حکومت به جوړوي.
د ملي اجنډا کنفرانس غړي احمدولي مسعود نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې په هېواد کې د ملي يووالي دولت د جوړولو طرحه څو مياشتې وړاندې د ملي اجنډا کنفرانس مطرح کړې ده.
دى وايي، چې په هېواد کې د ملي يووالي دولت له جوړېدو نه اساسي موخه د دولتي څوکيو وېش نه، بلکې د يو پياوړي دولت جوړول دي، ترڅو هېواد له روانو ستونزو وژغوري.
مسعود وايي: ((له ټاکنو وړاندې کانديدانو له موږ سره د ملي يووالي دولت پر جوړېدو موافقه کړې وه او د ملي يووالي دولت د جوړولو طرحه يوه افغاني پديده ده کومه خارجي پديده نه ده.))
دى وايي، چې دواړه کانديدان بايد د ملي يووالي دولت د جوړېدو پر عملي اصولو هم توافق وکړي.
د هغه په وينا، د ملي يووالي دولت يواځېنۍ لار ده، چې دواړه کانديدانو ته چانس ورکوي تر څو افغانستان له روانو ستونزو وژغوري.
خو هغه زياته کړه: ((که د ملي يووالي دولت له اصولو سره سم جوړ نه شي نو معلومه نده،چې په هيواد کې به دا بحران تر کومې وغځېږي.))
مسعود وايي، چې افغانستان کلونه وړاندې د ملي يووالي دولت ته اړتيا درلوده خو اوس ورته يو چانس برابر شوى او دغه فرصت بايد له لاس ورنه کول شي.
هغه وايي، چې افغانستان د ولسمشر پر ځاى يو ملي زعيم ته اړتيا لري او ملي زعيم هغه مهال پيدا کېدلى شي چې د ملي زعامت ټيم جوړ شي.
مسعود دا هم وويل، چې په افغانستان کې ټاکنيز بن بست هغه مهال را پيدا شو چې د ټاکنو په کمېسيون کې يو شمېر کسانو په سيستماتيک ډول په ټاکنو کې درغلي وکړه.
يادې غونډې ته اصلاحاتو او همپالنې او تحول او تداوم ټيم له استازو هم د ګډون غوښتنه شوې وه خو د تحول او تداوم ډلې په استازيتوب چا په کې برخه نه درلوده.
د اصلاحاتو او همپالنې ډلې په استازيتوب سيد حسين عالمي بلخي هم وويل، چې په افغانستان کې د ملي يووالي دولت جوړېدل يو ښکاره او اساسي اړتيا ده.
بلخي وايي، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم پرېکړه کړې چې که چيرې په ټاکنو کې بريا هم ترلاسه کړي نو په هېواد کې به د روانو ستونزو د حل په موخه د ملي يووالي دولت جوړ کړي.
هغه زياته کړه: ((زموږ ټيم اوس هم د پاکو رايو په اساس نتيجه غواړي او د خلکو له يوې، يوې راېې نه دفاع کوي.))
هغه وويل چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم په هېواد کې د ملي يووالي دولت د جوړېدو په موخه د تحول او تداوم ټيم نه غوښتنه کوي چې پر يوه ميز له دوى سره خبرو ته کېني او د ملي يووالي دولت د جوړيدو پر اصولو خبرې وکړي.
د بلخي په وينا، د ملي يووالي په دولت کې بايد د ولسمشر د تقنيني فرمان پر بنسټ د دوو کلونو لپاره د حکومت اجراييوي او د اپوزيسون مشر وټاکل شي.
هغه وايي،چې د ملي يووالي په دولت کې د اپوزسيون مشر د هغه کانديد لخوا معرفي کيږي،چې په ټاکنو کې يې دوهم ځاى ترلاسه کړى وي.
دى وايي: " د ملي يووالي په دولت کې به د لومړي کانديد (ولسمشر) او دوهم کانديد (د اپوزسيون مشر) ترمنځ واک په مساويانه او منصفانه ډول سره وويشل شي."
هغه دا هم وويل،چې له اساسي قانون سره سم بايد دوه کاله وروسته لويه جرګه جوړه شي او له مخې يي د هيواد سياسي نظام بدلون ومومي.
په ياده غونډه کې د تحول او تداوم ټيم غړې صفيې صديقي وويل: ((زه دلته د تحول او تداوم ټيم په استازيتوب خبرې نه کوم، خو د بلخې صاحب له ځينو خبرو سره موافقه نه يم.))
د صديقي په وينا، په دې کې شک نشته چې په هېواد کې د ستونزو د حل لپاره ټول بايد يو بل ته لاس ورکړي خو د افغانستان خلک بايد په هيڅ ډول له ياده ونه ايستل شي.
هغې زياته کړه چې د افغانستان د خلکو پرېکړې (رايو) ته بايد احترام وشي، چې څوک يې د ولسمشر په توګه غوره کړى دى.
هغې زياته کړه: ((موږ درغلي کوونکي نه يو که په ټاکنو کې درغلي شوې، د دواړه ټيمونو لپاره شوې ده، ټولې رايې بايد تفتيش شي خو که يواځې د پکتيکا او ننګرهار رايې تفتيشيږي او د فارياب او تخار نه کېږي دا کار د خلکو په حق کې جفا ده.))
صديقي وايي چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم مشر د ټاکنو له قانون سره سم د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان ونوموه خو اوس د هماغې قانون له مخې پريکړه نه مني.
هغې ټينګار وکړ چې ټول بايد قانوني پرېکړه ومني ترڅو هيواد له ستونزو سره مخ نه شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.