Add new comment

تیم های رقیب و دو برادر

 
کابل (پژواک ١١ وږى ٩٣): د ١٣٩٣ کال ولسمشريزې ټاکنې چې يو شمېر سياسي کورنۍ يې سره وېشلي، دوه وروڼه، نصرالله بريالى ارسلايي او حاجي دين محمد اوس د دوو سيالو ډلو د پرېکړو په سر کې دي.
ارسلايي د ډاکټر عبدالله عبدالله او حاجي دين محمد د اشرف غني احمدزي د ټاکنيزو ډلو لوړپوړي غړي دي.
نصرالله بريالى ارسلايي د امان الله جبارخېل زوى، په ١٣٣٧ هـجري لمريز کال په ننګرهار کې زېږېدلى دى.
ارسلايي د امير شېرعلي خان په کابينه کې د بهرنيو چارو د وزير، ارسلا خان په کورنۍ پورې منسوب او د وژل شوو جهادي قوماندانانو حاجي عبدالقدير او عبدالحق ورور دى.
حاجي عبدالقدير د حامد کرزي په مشرۍ په منځ مهال حکومت کې د ننګرهار د والي او د فوايد عامې د وزير په توګه دندې ترسره کړې چې وروسته په ٢٠٠٢ کال کې په کابل کې د نامعلومو کسانو له خوا پر ډزو ووژل شو. عبدالحق هم په ٢٠٠١ کال کې په لوګر کې طالبانو وواژه.
بريالي ارسلايي لومړنۍ او ثانوي زده کړې د ننګرهار په عالي لېسه کې، لوړې زده کړې يې د ننګرهار پوهنتون د کرنې په پوهنځي او تخصصي زده کړې يې د ادارې او مديريت په برخه کې په المان کې کړې دي.
هغه په جهاد او مقاومت کې فعاله برخه لرله، د "شهيد عبدالحق " بنياد يې جوړ کړ، د افغان يووالي مياشتنۍ مجلې بنسټ اېښودنکى دى او د هېواد په سوېل ختيځو ولايتونو او ځينو نور سيمو کې يې د خلکو شوراګانې جوړې کړې دي.
ارسلايي د ١٣٨٨ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې کانديد و، خو وروسته د عبدالله عبدالله په ګټه له خپلې کانديدۍ تېر شو.
په هماغه وخت کې هم د ده او حاجي دين محمد لارې بېلې وېگ دين محمد د ولسمشر حامد کرزي لپاره کمپاين کاوه.
حاجي دين محمد له ٢٠٠٢ څخه تر ٢٠٠٤ پورې د ننګرهار او له ٢٠٠٥ څخه تر ٢٠٠٩ پورې د کابل د والي په توګه دندې ترسره کړې دي او همداراز د سولې د عالي شورا غړى هم و.
دين محمد د امان الله جبارخېل زوى دى او په غلجيو قوم کې ارسلا خېل دى. د ده پلار په بېلابېلو ولايتونو کې د ولسوال په توګه دنده ترسره کړې ده. د ده دوه ترونه محمد رفيق خان جبارخېل او حاجي زمان جبارخېل د افغانستان په شاهي نظام کې د پارلمان د اومې دورې غړي وو.
د دين محمد دوه وروڼه حاجي عبدالحق او حاجي عبدالقدير د روسانو پر وړاندې د جهاد قوماندانان وو. دين محمد د حزب اسلامي د مولوي خالص څانګې مرستيال پاتې شوى دى او د مجاهدينو د لنډمهال حکومت پر مهال د ملي امنيت او پوهنې وزير هم پاتې شوى دى.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر مهال دين محمد له هېواده بهر و خو کله چې د امريکا په مشرۍ نړيوالې ټولنې د طالبانو نظام ړنګ کړ، نوموړي له خپل ورور حاجي عبدالحق سره يو ځاى په دې هڅه کې شو چې په افغانستان کې په ٢٠٠١ کال کې يو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.
 عبدالحق په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له خوا له خپل وراره عزت الله صالحي سره چې د دين محمد زوى و، په لوګر کې اعدام شو.
 کله چې د دين محمد مشر ورور حاجي قدير په کابل کې نامعلومو وسله والو وواژه، دين محمد د ننګرهار د والي په توګه وټاکل شو.
د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کمپاين د سياسي کمېټې مشر حاجي دين محمد وايي چې د دوى کورنۍ د هېواد په مهمو سياسي بدلونونو کې له ډېر پخوا هلې ځلې کړې او د خپلې کورنۍ ګڼ غړي يې له لاسه ورکړي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى کورنۍ جهادي بنسټ لري نو پر همدې اساس پرې ګڼ خلک راټولېدلاى شي او د هېواد په ګوډ ګوډ کې پلويان لري.
ده زياته کړه: ((موږ په جهاد کې برخه اخيستې، شهيدان مو ورکړي دي، د دغه ولس د خير ښيګڼې لپاره کار کوو، هر ډول قرباني مو پخوا هم ورکړې او بيا هم ورته تيار يو.))
حاجي دين محمد د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې ورور له يوه مخکښ نوماند سره په خوا کې ولاړ دى او دى د بل نوماند په خوا کې؟ وويل په کومې کورنۍ کې چې سياسي اشخاص ډېر وي نو طبيعي ده چې بېلابېل افکار به زېږي.
دى وايي، د دوى کورنۍ يوه سياسي کورنۍ ده او د ډيموکراسۍ پر بنسټ دوى د کورنۍ سياسي اشخاص خپل افکار لري او خوښه يې چې له هرې ډلې ملاتړ کوي.
حاجي ظاهر هم نوموړې کورنۍ ته منسوب شخص دى چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار
د خلکو استازيتوب کوي، نوموړى په ټاکنيزو سياليو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کمپاين د نظارت مسوول و.
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، چې په دې اړه د حاجي دين محمد د ورور او د ډاکټر عبدالله د کمپاين مسوول بريالي ارسلايي نظر هم واخلي، خو هغه په دې اړه د نظر له ورکولو ډډه وکړه.
د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان دا مني چې ياده کورنۍ مطرح ده او په خلکو کې نفوذ هم لري خو زياتوي چې هغه د اقتصادي ګټو لپاره وېشل شوې ده.
د ننګرهار پوهنتون پخوانى استاد او د سياسي چارو کارپوه محمد انور سلطاني پژواک اژانس ته وويل چې د افغانستان اوسنى سياست په دوو برخو وويشل شو، چې يو يې پخواني ګوندونه وو او بل يې اوسنۍ ډلې ټپلي دي.
ده زياته کړه چې په پخوانيو ګوندونه او کورنۍ يې ډېرى په دوه برخو ويشل شوي او دا ويش يې يواځې د ځان د بقا او ګټو په خاطر دى.
نوموى وايي : (( په هزاره وو ، تاجک او يو شمېر نورو کې هم خلک په دوه برخو ويشل شوي، دوى داسې فکر کوي چې هر ډله کاميابه شوه د دوى د کورنۍ يا ګوند غړي به ورسره يوځاى وي او د دوى ګټې به خوندي وي.))
د سلطاني په وينا، د هغو کورنيو او ډلو غړي چې يو يې له يوې ډلې سره او بل يې له بلې سره ولاړ دي د هېواد په ټاکنو کې هېڅ ډول تاثير نه لري.
د ټولنيزو چارو کارپوه خوشحال خليل بيا وايي چې د حاجي دين محمد کورنۍ په غلجي پښتنو کې مشران پاتې شوي دي.
هغه پژواک ته وويل چې د امير شېرعلي خان په وخت کې د دوى دوه مشران ارسلا خان او عصمت الله لومړي نابارکزي پښتانه وو، چې په حکومت کې وزيران وو.
نوموړى وايي، چې دغه کورنۍ د جهاد پر مهال هم مطرح وو او له هغه وروسته د ولسمشر کرزي په حکومت کې هم مطرح پاتې شوي دي.
ده زياته کړه: ((دا کورنۍ د جهاد پر مهال د مولوي خالص په ګوند کې وو، هغه تش په نوم مشر وو، نور ټول واک د دوى د کورنۍ د غړو په لاس کې و.))
د هغه په وينا، عبدالله له بريالي ارسلايي سره نږدې اړيکې لري او د ولسمشرۍ د پخوانيو ټاکنو پر مهال يې د دوى ولسوالۍ حصارک ته هم سفر کړى و.
خوشحال خليل هم په دې اند دى چې ياد وروڼه د دې لپاره له دوو جلا جلا ټيمونه سره يو ځاى شوي، څو خپلې اقتصادي ګټې خوندي وساتي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.