Don’t test people’s patience, Abdullah asked

 
ګردېز(پژواک ٦ وږى ٩٣): د پکتيا والي ګواښ وکړ، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم دې په بېلابېلو دريځونو سره نور د خلکو حوصله نه ازمايي.
د پکتيا والي جمعه خان همدرد پرون په ګردېز ښار کې د پکتيا ولايت امنيتي غونډې ته وويل،چې د همپالنې ټيم له يوې خوا په واک کې شريکېدل غواړي او بله خوا د موازي حکومت لپاره هڅې کوي.
تر دې مخکې پرون د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډله د خپلو تخنيکي غوښتنو د نه منلو په ادعا د رايوتفتيش له پروسې ووتله او وروسته د تحول او تدوام ډلې اعلان وکړ، چې دوى هم  د يوناما په غوښتنه له دې پروسې ووتل.
د ډاکټر عبدالله د تخنيکي ټيم مشر فضل احمد معنوي د وږي په ٤مه په خبري ناسته کې ادعا وکړه، چې د رايو د څېړنې لړۍ تر سياسي سيوري لاندې راغلې؛ ځکه له دې پروسې وځي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستيال نيکولاس هيسم له دې لړۍ د عبدالله عبدالله د ټاکنيزې ډلې وتل غېرمنصفانه بللي، خو د پکتيا والي پر دې دريځ سختې نيوکې کړي.
همدرد زياته کړه: ((يو بام او دوه هوا، وايي که ناکام شوم بغاوت کوم، وزارتونه به ونيسم، پاڅون به وکړم؛ خو نړيوالو او حکومت پرې سترګې پټې کړې دي.))
د پکتيا والي چې په تېرو ټاکنو کې يې د تحول او تدوام د ټيم ملاتړ کړى ، پر نړيوالې ټولنې او مرکزي حکومت نيوکه وکړه، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د دې دريځونو پر وړاندې چپه خوله دي.
والي وويل: ((کله يوه او کله بله بهانه؛خو اصلي موخه يې په حکومت کې شريکېدل دي.کله په دولتي ادارو د بريد ګواښ کوي،کله د موازي حکومت. د همپالنې ټيم دې نور د افغان ولس حوصله نه ازمايي.))
د پکتيا والي هيله وښوده، چې ډېر ژر به د ټاکنو پايلې اعلان شي او دواړه ټيمونه به د ټاکنو پايلې ته غاړه کېږدي.
ده زياته کړه :(( که هغوى بريالي شول د حکومت په اول ورځ به يې استعفا وکړم. بايد دا ظرفيت ولرم چې د رقيب کاميابي ومنم،مبارکي ورته ووايم او پنځه کاله ورته انتظار وباسم؛ځکه نه غواړم هم په حکومت او هم په اپوزيوسيون کې واوسم .))
د دواړه کانديدانو ټاکنېزو ډلو تر اوسه د دې څرګندونو په غبرګون څه نه دي ويلي، خو داسې ښکاري چې امريکايي استازو د کانديدانو د جوړجاړي لپاره بيا هڅې پيل کړې دي.
په کابل کې د امريکا سفارت ويلي،چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ډانيل فيلډمين تېره ورځ کابل ته راغلى او له کانديدانو سره يې د ټاکنيز ستونزو د هواري په موخه کتلي دي.
تراوسه د دې ليدنو کتنو پايلې نه دي په ډاګه شوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.