HIA wants early election results

 
کابل (پژواک ٨ وږى ٩٣): د "حزب اسلامي د شوراګانو يووالى" د ټاکنو له خپلواک کمېسيون نه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ پر ټاکل شوي وخت د ټاکنو وروستۍ پايلي اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون څه موده وړاندې ويلي وو چې د روانې مياشتې په يوولسمه به د ولسمشريزو ټاکنو د دويم پړاو وروستۍ پايلې اعلان کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د "حزب اسلامي د شوراګانو يووالي" نن د لويې جرګې په خېمه کې غونډه جوړه کړې وه او په ياده غونډه کې د دغه حزب شاوخوا درېيو زرو غړو برخه اخيستې وه.
د "حزب اسلامي د شوراګانو يووالي" مشر قاضي محمدامين وقاد وويل چې د افغانستان خلکو په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړ او نړيوالې ټولنې هم د ټاکنو ملاتړ وکړ خو دا پروسه ډېره اوږده شوه.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې شاوخوا اته ميليونه کسانو ګډون کړى و.
وقاد وويل: ((د افغانستان د ټاکنو پروسه د خلکو پروسه ده، احترام بايد ورته وشي او د ټاکنو کمېسيون هم بايد هر څه ژر دغه پروسه نوره پاى ته ورسوي.))
ده د ټاکنو له خپلواک کمېسيون نه غوښتنه وکړه چې د روانې مياشتې تر ١١مې نېټې پورې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي تر څو د ناټو په سرمشريزه غونډه کې د افغانستان نوى ولسمشر ګډون وکړي.
ټاکل شوې د را روانې پنجشنبې په ورځ د انګلستان هېواد په ويلز ښار کې د ناټو سرمشريزه غونډه جوړه شي چې د افغانستان پر موضوعاتو به هم په کې خبرې کېږي.
وقاد زياته کړه: ((د هر کانديد رايه چې ډېره وه او د کمېسيون له خوا اعلان شوه، هماغه زموږ ولسمشر دى او د ناټو په غونډه کې بايد ګډون وکړي.))
د افغانستان د "حزب اسلامي د شوراګانو يووالي" په دويم پړاو ټاکنو کې د تحول او دوام له ډلې څخه ملاتړ اعلان کړى و.
ده د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو وغوښتل چې د ټاکنو پايلو ته احترام وکړي او که پرته له دې تر کوم بل نوم لاندې حکومت جوړوي نو د معاملې په معنا به وي.
هغه زياته کړه: ((دواړه کانديدان بايد له يو بل سره همکاري وکړي، د څوکيو د ورکولو وعدې بايد ونه کړي ځکه دوى د خلکو د رايو پر اساس دغه مقام ته رسېدلي دي.))
ده له هېوادوالو غوښتنه وکړه که چېرې د ټاکنو پايلې د وږي په ١١مه اعلان نه شي نو پراخ لاريونونه دې پيل کړي او خپلې اړوندې چارې دې په ټپه ودروي.
وقاد د وسله والو طالبانو له مشر ملا محمد عمر او د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار نه هم وغوښتل چې له وسله وال مخالفت نه لاس واخلي او له حکومت سره يوځاى شي.
د "حزب اسلامي د شوراګانو يوالي" غړي وحيدالله سباوون هم وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد د وږي په ١١مه د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي.
د هغه په وينا، په دې وروستيو کې د ټاکنو تخنيکي پروسه پر سياسي پروسې بدله شوې او د افغانستان خلک نور د دې پروسې د اوږدېدو زغم نه لري.
هغه زياته کړه: ((د حزب اسلامي د شوراګانو يووالى يو قوت دى په ټاکنو کې يې پراخ ګډون کړى دى او کولاى شي له خپلې رايې دفاع هم وکړي.))
سباوون د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو وغوښتل چې له اساسي قانون سره سم د ټاکنو وروستۍ پايلې ومني له دې وروسته دې هېواد له نورو ستونزو سره مخ نه کړي.
هغه زياته کړه: ((که هر کانديد قانون مات کړي موږ يې جدي مخالفت کوو.))
د ده په وينا، که چېرې د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني احمدزى د خلکو د رايو پر سر کومه سياسي معامله وکړي نو دغه شورا به يې مخالفت وکړي.
په ياده غونډه کې په ولسي جرګه کې د پروان استازي عبدالستار خواصي وويل چې خلکو په ډېرو سختو امنيتي حالاتو کې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ خو تر اوسه يې پايله نه ده معلومه شوې .
ده وويل: ((بې له حده د ټاکنو پروسه اوږده شوه، دې کار د خلکو زړونه تور کړي دي او بل دا چې کانديدان هم د خلکو رايو ته احترام نه کوي خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري يو ټيلېفون ورته د قدر وړ دى که چېرې دغه کانديدان د خلکو رايو ته احترام ونه کړي، خداى پاک ته مسوول دي او زه پر دې مطمين يم چې ځمکه به هم ځاى ورنه کړي.))
ده هم د ټاکنو له کمېسيون نه وغوښتل چې هر څه ژر د ټاکنو لانجمنه پروسه نور پاى ته ورسوي او پر ټاکلي وخت د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي.
په يا ده غونډه کې د افغانستان د حزب اسلامي د شوراګانو يووالي يو پرېکړه ليک هم صادر کړ.
په پرېکړه ليک راغلي، د ټاکنو ټولې چارې بايد له اساسي قانون سره سمې وي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد ډېر ژر د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي.
په پرېکړه ليک د افغانستان له خلکو غوښتل شوي که چېرې د قانون خلاف کوم عمل ترسره کېږي نو په قاطعيت سره به يې مخه ونيسي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.