Add new comment

"حکومت مشترک معامله با آراى مردم است"

 
کابل (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): افغان ملي غورځنګ د دواړو کانديدانو له خوا د ګد حکومت پر رامنځته کولو نيوکه کوي او وايي چې د ملي وحدت په نوم د دغه ډول حکومت جوړول د خلکو پر رايې د معاملې معنا لري.
د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې وروسته له هغه له ستونزو سره مخ شوې چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام ډله پر درغليو تورنه کړه.
له همدې امله ټاکنې له بن بست سره مخ شوې خو وروسته يادې دواړه ډلې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيری او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب، د ټولو رايو پر څېړنه او د "ملي وحدت" د حکومت په جوړولو سره سلا شوې.
په سياسي برخه کې د نوماندانو د هوکړې له مخې به ګټونکى کانديد ولسمشر وي، خو ولسمشر به د حکومت د اجرائيوي رييس څوکۍ ايجادوي او دغه څوکۍ به هغه کس ترلاسه کوي چې دويم کانديد يې معرفي کړي او ولسمشر يې ومني.
دغه راز د دې هوکړې له مخې به ولسمشر د اپوزېسيون د مشر څوکۍ رامنځته کوي او دغه څوکۍ به هغه څوک ترلاسه کوي چې دويم کانديد معرفي کړى وي.
د افغان ملي غورځنګ غړي نظيم سمون نن په کابل کې د دغه غورځنګ په استازيتوب د دې هوکړې په اړه خبريالانو ته وويل چې دواړه نوماندان د"ملي وحدت" د حکومت تر نوم لاندې "سياسي سهامي شرکت" جوړوي.
د ده په وينا، دغه کار له قانون سره په ټکر کې دى او افغان ملت ته د منلو نه دى.
هغه زياته کړه: "دغه جوړجاړی د خلکو په رايه معامله او د ملي ګټو پر ضد اقدام دی."
د سمون په وينا، افغان ملي غورځنګ له دواړو کانديدانو غواړي چې د ترسره شوو توافقاتو په اړه خپلو پلويانو او په ټوليزه توګه ملت ته کره معلومات او وضاحت ورکړي.
دى وايي: "زموږ په اند همدا اوس چې نظام رياستي دی، موږ د دولت دننه د قدرت د زور ازمايۍ او سياليو شاهدان يو، که چېرې د صدارتي نظام په پلمه چې تر اوسه زموږ هېواد ورته چمتو نه دى، د لومړي وزير په نامه د واک يو بل محور هم رامنځته شي، نو هېواد به مو بيا د سياسي ثبات مخ ونه ګوري."
د ملي غورځنګ بل غړي خان اغا احمدزي هم په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې دواړه نوماندان دې د قانون حاکميت ته تر هر څه لومړيتوب ورکړي او د همدغه اصل له مخې دې د يوه پياوړي نظام جوړېدو او د ولسواکۍ پخېدو ته لاره هواره کړي.
هغه په داسې حال کې چې ويل يې خلک "د ملي وحدت حکومت د اصطلاح" او څرنګوالي په اړه جدي اندېښنې لري، زياته کړه: " زموږ سياسي نخبګان دې د دې امکان برابر کړي، چې افغان ملت د لومړي ځل لپاره د سياسي واک د سوله ييز لېږد جشن په خوشالۍ سره ونمانځي."
افغان ملي غورځنګ له څو مدني ټولنو جوړ شوى غورځنګ دى او تېر کال د غبرګولي په مياشت کې جوړ شوى دى. دغه غورځنګ په ولسمشريزو ټاکنو کې له ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ کړى و.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.