Add new comment

 "به هيچ کس اجازه نخواهيم داد که باخشونت و نافرمانى مدنى به قدرت برسد "

 
کابل (پژواک ١٤ وږى ٩٣): د افغان ملت ګوند او د تحول او دوام ټيم لوړپوړي غړي د ټاکنو د وروستيو پايلو پر ژر اعلانولو ټينګار کوي او ګواښ يې وکړ چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د هېواد ثبات او ملي ګټې په خطر کې واچوي.
په هغې غونډه کې چې نن د افغان ملت ګوند له خوا په کابل کې جوړه شوې وه، لسګونه سياسي څېرو او د ياد ګوند غړو ګډون کړى و، ټينګار وشو چې د ټاکنو شپږ مياشتې ووتې خو لا هم نوى ولسمشر نه دى ټاکل شوى او هېواد له امنيتي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخ دى.
د افغان ملت ګوند افتخاري رييس او د تحول او دوام ټيم ارشد غړي انوارالحق احدي وويل، چې د تفتيش بهير پاى ته رسېدلى او اوس د ټاکنو د پايلو ځنډولو ته هېڅ کومه پلمه نه ده پاتې، خلک په تمه دي او پايلې بايد هر څومره چې ژر کېږي اعلان شي.
هغه پر دواړو ټاکنيزو ټيمونو ټينګار وکړ چې پايلې ومني او زياته يې کړه چې د سياليو وخت تېر شوى او اوس د يووالي وخت دى، هر ټيم چې په ټاکنو کې بريالى کېږي، دويم ټيم ته دې هم موقع ورکړي څو په حکومت کې شرکت وکړي او دا انتخاب د دويم ټيم دى، غواړي په حکومت کې داخل شي او که اپوزېسيون غوره کوي.
خو احدي وويل: ((هر ډول تاوتريخوالى او مدني سرغړونې د قانون له اصولو لرې دي، سياسي ثبات او ملي ګټې زيانمنوي او هېڅ ډول نتيجه به ونه لري، زموږ غوښتنه له هغه بل ټيم نه هم همدا ده چې په مسووليت دي حرکت وکړي.))
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د بلخ والي او د ډاکتر عبدالله د ټيم ملاتړي عطامحمد نور له خپلو پلويانو غوښتي چې پراخو اعتراضونو لپاره دې چمتووالى ونيسي، ده دغه اعتراضونه د ((د زرغونو او نارنجي)) حرکتونو په نامه ياد کړي دي.
نور ويلي، چې د ټاکنو پروسې د ځانګړو کړيو د فساد او خيانت په پايله کې خپل ارزښت له لاسه ورکړى دى.
د بلخ والي پر ملګرو ملتونو د نيوکې ترڅنګ ټاکنيز کمېسيونونه او حکومت ملامت کړي، چې د همپالنې ټيم ته په ځواب ويلو کې پاتې راغلي دي.
د ولسي جرګې غړي شېرولي وردګ هم په داسې حال کې د تحول او دوام ټيم يې بريالى وښود، ګواښ وکړ، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي څو د افغانستان ثبات ته زيان ورسوي او ملي ګټې له ګواښ سره مخ کړي.
هغه د همپالنې ټيم تورن کړ، چې په بې بنسټه ادعاوو يې د ټاکنو پروسه نړيوالو ته بدنامه کړه او په تېرو څلوېښتو کلونو کې ځينو کړيو په زور او د وسلې له لارې ځان قدرد ته رسولى خو له دې وروسته به خلک پرې نه ږدې څوک په زور او وسله ځان قدرت ته ورسوې.
د ملي محاذ ګوند مرستيال سيد حامد ګيلاني هم د ټاکنو د پايلو پر ژر اعلانېدو ټينګار وکړ، له دواړو کانديدانو يې وغوښتل چې پايلې ومني او خلک دې له سرګردانۍ او سردرګمۍ را وباسي او يو ځاى دې د ملي وحدت لپاره کار وکړي.
د غونډې ځينو نورو ګډونوالو د هېواد ستونزو ته په پام وويل، چې خلک له ستونزو سره د رايې صندوقونو ته ورغلل، د هغوى رايو ته دې احترام وشي، نور هر څومره ژر چې کېږي پايلې دې اعلان شي او ټاکنو کمېسيون دې د هېڅ ډلې له فشار او ګواښ څخه نه وېرېږي.
د ويلو ده، دټاکنو کمېسيون اعلان کړى چې دتفتيش بهير سل په سلو کې پاى ته رسېدلى او له تخنيکي پړاو تر بشپړېدو وروسته به وروستۍ پايلې اعلان کړي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.