کابل (پژواک، ۲۵ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۰۰ بایومټریک الو د ورک کېدو خبر ورکړی او وایي چې ښایي نورې هم ورکې وي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال میرزامحمد حقپسرت نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر اوسه د بایومټریک شاوخوا ۱۰۰ الې ورکې شوې دي.
ده وویل، دغه معلومات وروستي نه دي، ښایي چې نورې الې هم ورکې وي.
هغه زیاته کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به ډېر ژر د ورکو شوو بایومټریک الو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتې په ۶مه ترسره شوې چې تمه کېږي د دې ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ یې د لړم په ۱۶مه اعلان شي.