گردېز ښار (پژواک، ۱۳ تله ۹۸): د دولت جوړونې ټېم غړي او مدني فعالان وايي چې په پکتيا کې د فيفا ادارې مشر د ثبات او همپالنې ټېم په ګټه کمپاين کړی دی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فيفا يوه غير انتفاعي او ناپېيلې اداره ده چې د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې د ډيموکراسۍ قانوني کول، د ټاکنو په بهير کې د خلکو د ګډون کچه لوړول او په هېواد کې پر سياسي بهيرونو باندې د خلکو د باور زياتوالي په موخه کار کوي.
خو په پکتيا کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټېم مشر جنت خان منګل وايي چې په دغه ولايت کې د فيفا ادارې مسوول احسان الله حميدي د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټېم په يوه کمپايني غوڼده کې ګډون کړی او د هغه په ګټه يې خبرې کړې دي.
هغه زياته کړه چې د نوموړي دا کړنه د ټاکنو قانون او په هېواد کې له نورو نافذه قوانينو سره په ټکر کې ده او په دې سره يې د فيفا ادارې مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوست.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، فيفا چې يوه بې طرفه اداره ده او دنده يې له ټاکنو نظارت دی، نو داسې کسان بايد په کې کار وکړي چې د خپلې ادارې اصولو ته ژمن پاتې شي.
دی وايي: ((احسان الله حميدي موږ پېژنو چې دا څو کاله کېږي د فيفا غړيتوب لري، په تېرو ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو کې يې د فيفا د مسوول دنده سرته رسوله، خو دغه ځل ولسمشرۍ ټاکنو کې يې مستقيماً د عبدالله عبدالله غونډې ته تللی دی او هلته يې او د هغه په ګټه يې بيانيه ورکړې ده، يانې معنا دا چې نوموړی د فيفا نه، بلکې د يو کانديد مسوول و.))
په ورته مهال د پکتيا ولايت يوه مدني فعال عبدالرووف ثابت بيا پژواک اژانس ته وويل چې احسان االله حميدي د فيفا د غړيتوب ترڅنګ د پکتيا د پوهنې په رياست کې هم رسمي دنده لري.
د نوموړي په خبره، د ټاکنو قانون له مخې د دولت هېڅ رسمي مامور اجازه نه لري چې په ټاکنيزو غونډو کې ګډون وکړي، خو د قانون دغه اصل په پکتيا کې د فيفا مسوول احسان الله حميدي تر پښو لاندې کړی.
هغه زياتوي: ((دی د ثبات او همپالنې ټېم يو کمپاينر دی، په داسې حال کې چې د فيفا دنده هم مخې ته وړي.))
په همدې حال کې د پکتيا د ټاکنو کمېسيون مشر نقيب اللله حيدري که څه هم د احسان الله حميدي د موضوع په اړه څه نه وايي، خو زياتوي، فيفا هغه اداره ده چې د ټاکنو په برخه کې بايد بې طرفه و اوسېږي او رښتينی نظارت وکړي.
ده پژواک ته زياته کړه: ((دغه جرم دی چې د فيفا غوندې يو بې طرفه او څارونکي بنسټ د ټاکنو پر مهال يو مشخص کس ته کمپاين وکړي؛ ځکه دا هغه مدني نهاد دی چې د ټاکنو په برخه کې بايد بې طرفه وي.))
بل پلو د پکتيا ولايتي شورا يوه غړي ممتاز کرخېل بيا له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې په پکتيا کې فيفا ته څوک د يوې بې طرفه ادارې په سترګه نه ګوري.
د هغه په وينا، په دغه ولايت کې د فيفا ادارې مشر احسان الله حميدي په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټېم په ګټه کمپاين کړی.
دى وايي: ((فيفا خو يو بې طرفه ارګان دی او کله چې د دې ادارې افراد او د ياد ولايت په کچه د رهبرۍ کسان يوه ټېم ته طرفدار وي، بيا هېڅکله د دوی قضاوت عادلانه نه شي کېدلای.))
په همدې وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فيفا ولايتي مسوول احسان الله حميدي هم مني، کوم عکس چې د ډاکتر عبدالله عبدالله په کور کې د پکتيا له يو شمېر ځوانانو سره غونډې ته د خبرو پر مهال له ده اخيستل شوی، رښتيا دی.
خو هغه زياتوي چې هغه مهال د ولسمشرۍ څوکۍ نوماندانو ترمنځ ټاکنيز کمپاينونه نه وو پيل شوي او د ده هدف هم د شفافو او عالانه ټاکنو غوښتل و، نه له چا څخه ملاتړ.
نوموړي زياته کړه: ((د غونډې پر مهال تصادفاً زه د سټېج خوا ته وغوښتل شوم، حال دا چې له اجنډا څخه خبر نه وم. دوه کليمې خبرې مې ورته کړې دي چې د پکتيا لپاره هر څوک قدرت ته رسېدلی کار يې نه دی ورته کړی او انتخابات دې شفاف وي چې بيا د بحران خوا ته ولاړ نه شي، نور د حمايت موضوع هېڅ مطرح نه ده.))
د هغه په وينا، دلته ځينو خلکو غوښتل چې په ټاکنو کې تخلف وکړي، نو چې د هغوی مخه نيسي حتماً سړی له ادعاوو سره مخ کېږي او دا هسې يوه ادعا ده او هېڅ حقيقت نه لري.))
په ورته مهال په پکتيا کې د ثبات او همپالنې ټېم مشر شريف مخلص بيا پژواک اژانس ته وويل چې د فيفا ادارې ولايتي مسوول احسان الله حميدي په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه ځيني رپوټونه او اسناد راټول کړي، نو د هغې د پټولو لپاره پر نوموړي دغه ډول تور لګول کېږي.
د نوموړي په خبره، له پکتيا نه چې هر څوک د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاقات ته ورغلي، د ده له ادرسه تللي او د احسان الله حميدي د تګ او له عبدالله عبدالله سره د ملاقات په اړه هېڅ معلومات نه لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.