کابل (پژواک، ۲۵ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۰۰ بایومټریک الو د ورک کېدو خبر ورکړی او وایي چې ښایي نورې هم ورکې وي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال میرزامحمد حقپسرت نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر اوسه د بایومټریک شاوخوا ۱۰۰ الې ورکې شوې دي.
ده وویل، دغه معلومات وروستي نه دي، ښایي چې نورې الې هم ورکې وي.
هغه زیاته کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به ډېر ژر د ورکو شوو بایومټریک الو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتې په ۶مه ترسره شوې چې تمه کېږي د دې ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ یې د لړم په ۱۶مه اعلان شي.
د ټاکنو کمېسیون علان کړی چې شاوخوا  ۲۳زره او ۱۷۶ فورمونو ډیجیټلي پایلې چې د یو ميلیون ۷۸۷زره رایې ورکوونکو ځانګړتیاوې په کې شاملې دي، په ډیجیټلي مرکز کې پروسس کړې دي.
د هغه په وینا، تمه ده چې دغه کمېسیون له پاکو د ناپاکو رایو بېلولو پړاو ژر پای ته ورسوي او لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.