کابل (پژواک، ۱۵ تله ۹۸): د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا د غني او عبدالله ټاکنیزې ډلې په ټاکنو کې پر درغلیو تورنوي، شاوخوا یو میلیون رایې باطلې بولي، وایي چې په ټاکنو کې شوې درغلۍ د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي.
ولسمشرۍ ته د نوماندانو شورا نن په کابل کې ګډه خبري ناسته لرله.
په دې ناسته کې ولسمشرۍ ته د نوماندانو له ډلې پنځو تنو (رحمت الله نبيل، احمدولي مسعود، محمد شهاب حکيمي، فرامرز تمنا او عنايت الله حفيظ) ګډون درلود.
د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې. ټاکل شوې د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶مه اعلان شي.
خو احمدولي مسعود په نننۍ ناسته کې وويل، حکومت ويلي وو چې په يوه ورځ کې د ټاکنو پايلې معلومېږي او د تلې په اوومه د سولې خبرې بيا پيلېږي، خو تر اوسه نه د ټاکنو پایلې څرګندې دي او نه هم د سولې خبرې پیل شوې دي.
مسعود وايي: "د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا غوښتنه دا ده چې پاکې او ناپاکې رايې سره جلا کړل شي او زموږ لپاره په هېڅ صورت د منلو وړ خبره نه ده چې غير بايومټريک رايې وشمېرل شي."
هغه زياتوي، د نوماندانو د شورا د ټاکنو هغه پایلې مني چې د پاکو رایو له مخې اعلان شي، خو په هېڅ صورت د تقلبي رايو شمېر ورته د منلو نه دی.
د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند رحمت الله نبيل وويل چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې او د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټېم هڅه کوي هغه رايې هم وشمېرې چې بايومټريک شوې نه دي.
نبيل زياته کړه: "موږ داسې اسناد ترلاسه کړي، هغو نوماندانو چې د بيت المال له پيسو خپل کمپاينونه کول، ناپاکې رايې يې راټولې کړې، اوس هڅه کوي چې د بيت المال له پيسو پر هغو لاريونونو ولګول شي چې د غير بايومټريک شوو رايو د شمېرلو په موخه کېږي."
هغه وويل چې د ملي يووالي حکومت مشرانو [او د ولسمشرۍ نوماندانو محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله] د ځينو ولايتونو واليانو او په ځانګړي ډول امنيه قوماندانانو ته پيسې ورکړي څو د دوی په ګټه صندوقونه ډک کړي.
ده وویل چې بایومټریک شوې رایې هم باید وڅېړل شي؛ ځکه چې په وینا یې په بایومټریک شوو رایو کې هم جعل شوی دی.
هغه نړيوالې ټولنې ته په خطاب کې وويل: "اورو په دې ورځو کې ځيني سفارتونه ډېر فعال شوي دي، او غواړي د رايو درې ميليونه سقف اعلان کړي، خو هغو سفيرانو ته چې زموږ په ټاکنو کې مداخله کوي، وايم که چېرې زموږ په ټاکنو کې لاسوهونه کوئ، د خلکو شک پر يقين بدلېږي چې تاسو د افغانستان له تخريب پرته بله برنامه نه لرئ."
دی وايي، د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې هېڅ ګټونکی نه لري او ټاکنې دويم پړاو ته تلونکې دي.
د ولسمشرۍ بل نوماند عنايت الله حفيظ وويل: "داسې ډېر کسان شته چې کله د رايې ورکولو لپاره تللي، له بايومټريک وروسته ورته ويل شوي چې ته د رايې ورکولو حق نه لرې، خو کله چې له غرمې وروسته بيا ورغلي، ورته يې ویلي چې تاسو خپله رايه کارولې ده."
دی وايي، دغه کار ځکه شوی چې کس بايومټريک شي، خو رايه يې د په سيستماتيک ډول بل چا ته وکارول شي.
حفيظ له جزئیاتو پرته زیاته کړه: "داسې يو مرکز شته چې ټول رايې ورکوونکي يې ۱۵۰۰ کسان نه دي، خو د پايلو په پاڼه کې يواځې يو نوماند ته ۲۰۰۰ رايې ليکل شوې دي. د ټاکنو له کمېسيونه زموږ غوښتنه دا ده چې په صندوق کې اچول شوې رايې، د بايومټريک دستګاه له ثبت شوو معلوماتو او د پايلو له پاڼې سره پرتله کړي، څو حقيقت څرګند شي."
ولسمشرۍ ته بل نوماند فرامرز تمنا هم د ټاکنو پر کمېسيون غږ وکړ چې پاکې او ناپاکې رايې سره جلا کړي.
هغه وایي که دغه کار وشي نو شاوخوا يو ميليون رايې به باطلې شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي چې په ټاکنو کې دوه عشاریه شپږ میلیون کسانو برخه اخیستې ده.
د حفیظ په وینا، د ټاکنو د پايلو تر اعلان پورې بايد د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء چارواکي قرنطين کړی شي، څو ونه شي کړای له ارګ او نورو چارواکو سره وګوري.
ولسمشرۍ ته بل نوماند محمد شهاب حکيمي د يادې شورا اعلاميه ولوست.
په اعلامیه کې راغلي چې دوو دولتي ټاکنيزو ټيمونو (د غني او عبدالله ټیمونه) ټاکنې انحصار کړې او له وخت مخکې د خپلو برياوو اعلانونه کوي.
سرچينه ليکي، له دولتي امکاناتو ناوړه ګټه اخيستنه، بې شمېره او حکومتي سيستماتيکې درغلۍ، د رايو پېر او پلور او د ټاکنيزو کمېسيونونو ظرفيتي او مديريتي کمزورۍ هغه ستونزې دي چې د ټاکنو مشروعيت يې تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.
په اعلاميه کې راغلي: "پورتنيو ستونزو او نورو مسايلو ته په پام د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا له نظره دا ټاکنې وړونکی نه لري، د خلکو ډېر لږ ګډون له امله دغسې حالت رامنځته شوی چې حکومت به د حکومتولۍ لپاره لازم مشروعيت ونه لري."

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.