کابل (پژواک، ۲۳ تله ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې روڼوالی په پام کې ونیسي، نه سرعت؛ څو د تلې میاشتې ولسمشرۍ ټاکنې لکه د تېرو ټاکنو په څېر بحران ته ولاړې نه شي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې، خلکو په دې ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې، خو تر اوسه د دې ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوې.
نن د ۱۳ کاندیدانو له ډلې، رحمت الله نبیل، احمد ولي مسعود او محمد شهاب حکیمي په کابل کې په ګډه خبري ناسته کې ګډون کړی و.
رحمت الله نبیل وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو پرېکړه کړې که یوه غیر بایومټریک رایه هم سیستم ته داخله شي، د ټاکنو پایلې نه مني.
هغه زیاته کړه: ((که څه هم بایومټریک رایو هم خپله ستونزه درلوده، خو موږ ته د منلو وړ دي.))
د ټاکنو کمېسیون هم ویلي چې یوازې بایومټریک رایو ته اعتبار ورکوي.
نبیل په ټاکنو کې درغلي په ډیموکراسۍ کې لاسوهنه وبلله او د رایو په شمېرنه کې پر دقت د ټینګار ترڅنګ یې وویل، اړتیا نشته چې د پایلو په اعلان کې له بېړې کار واخیستل شي. د هغه په خبره، مهمه دا ده چې روڼوالی په پام کې ونیول شي.
د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند احمد ولي مسعود وویل چې د نوماندانو شورا د وږي په ۱۳مه یوه اعلامیه خپره کړه چې ټاکنې دې وځنډېږي، څو دا پروسه رڼه ترسره شي، خو دغه غوښتنه یې ونه منل شوه او ((موږ د خلکو د هیلو لپاره نا رڼې او تقلبي ټاکنو ته تن ورکړ.))
هغه له ټاکنیزو کمېسیونونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل څو د ټاکنو د پایلو په اعلان کې روڼوالی په پام کې ونیسي، نه سرعت، څو د ۲۰۱۴ کال ټاکنو ننګونې تکرار نه شي.
یوه بل نوماند محمد شهاب حکیمي په دې ناسته کې وویل چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې درغلي وشوه او ټاکنې بحران ته ولاړې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په مداخله د ملي یووالي حکومت رامنځته شو.
هغه زیاته کړه، د ملي یووالي دغه حکومت د خلکو په غوښتنه نه، بلکې د امریکا په غوښتنه رامنځته شو.
حکیمي له ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل چې د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو د روڼوالي لپاره هڅه وکړي څو یو ځل بیا ټاکنې بحران ته ولاړې نه شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.