هرات ښار (پژواک، ۲۴ وږی ۹۸): د هرات د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون چارواکي وایي چې تراوسه په دغه کمېسیون کې د ټاکنیزو ټيمونو له خوا پر یو بل یوازې څلور ټاکنیز شکایتونه ثبت شوي دي.
د دغو چارواکو په خبره، په دغه کمېسیون کې د هرات ښاریانو او څار ډلو له خوا ترواسه هېڅ شکایت نه دی ثبت شوی.
د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون کمېشنر ګل محمد طارق نن په هرات کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل: "په شکایاتو کمېسیون کې د ټاکنیزو ټيمونو له لوري تراوسه څلور ټاکنیز شکایتونه چې داهم د دولت جوړونکي ټیم پروړاندې چې ګواکې له دولتي امکاناتو ګټه اخلي ثبت شوي دي"