کميسيون شکايات : به شکایات انتخاباتى به شکل عادلانه رسیدگی خواهد شد

هرات ښار (پژواک، ۲۴ وږی ۹۸): د هرات د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون چارواکي وایي چې تراوسه په دغه کمېسیون کې د ټاکنیزو ټيمونو له خوا پر یو بل یوازې څلور ټاکنیز شکایتونه ثبت شوي دي.
 د دغو چارواکو په خبره، په دغه کمېسیون کې د هرات ښاریانو او څار ډلو له خوا ترواسه هېڅ شکایت نه دی ثبت شوی.
 د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون کمېشنر ګل محمد طارق نن په هرات کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل: "په شکایاتو کمېسیون کې د ټاکنیزو ټيمونو له لوري تراوسه څلور ټاکنیز شکایتونه چې داهم د دولت جوړونکي ټیم پروړاندې چې ګواکې له دولتي امکاناتو ګټه اخلي ثبت شوي دي"
هغه له ښاریانو او څار ډلو غوښتي څو په کمېسیون کې شکایتونه ثبت کړي.
 بل خوا د هرات د مدني فعالانو له ډلې جواد عمید پژواک ته وویل: "له بده مرغه پلانونه داسې جوړ شوي چې کمېسیون د شکایتونو اورېدونکي دې ته نه اړ کوي څو په درغلیو پسې وګرځي او دغه درغلۍ ثبت کړي يايې عاملین مجازات کړي، بلکې دوی خلکوته په تمه دي څو شکایتونه ثبت کړي."
 د ټاکنو یو فعال محمد باقري وویل: " شکایتونه چې شوي یوشان دي هغه دا چې دولت جوړونکی ټېم له دولتي امکاناتو استفاده کوي او همدا شکایات په ټولو ولایتونو کې ثبت شوي، نو ښه دا ده چې دا شکایتونه په مرکز کې وڅېړل شي."
 همدارنګه د هرات د ولایتي شورا غړي باوري دي چې په تېرو ټاکنو کې ټاکنیزو درغلیو او سرغړونو ته نه رسېدنه ددې لامل شوې، څو نور خلک د شکایتونو د ثبت او مخنیوي لپاره انګیزه ونه لري.
 د هرات د ولایتي شورا غړي احمد کرخي پژواک ته وویل: "کله چې خلک ویني چې شکایتونو ته یې پام نه کيږي، هغه زړه توري کېږي او نه غواړي شکایت ثبت کړي."
 دا په داسې حال کې ده چې د رایې ورکو لو ورځې ته تر دوو اوونیو کم وخت پاتې دی، له خلکو د ټاکنیزو شکایتونوکمېسیون غوښتنه داده، څو شکایتونه د درغلیو او تېروتنو پربنسټ په دې کمېسیون کې ثبت کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.