کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو د یوشمېر نوماندانو څخه جوړې شوې شورا په کابل کې په یوه ناسته کې د ولسمشر غني د کار دوام ناقانونه وباله او غوښتنه یې وکړه چې د محدودو صلاحیتونو لرونکی سرپرست حکومت دې رامنځته شي.
دغه راز یادې شورا ولسمشر غني په ټاکنیزو مبارزو کې له خپلو صلاحیتونو څخه په استفاده او په ټاکنیزو چارو کې پر لاس وهنه تورن کړ او د ولسمشر د فعالیتونو د څار لپاره یې د یوه میکانېزم جوړولو غوښتنه وکړه.
د اساسي قانون په ۶۱ مه ماده کې راغلي، د ولسمشر دنده د ټاکنو د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره د مخکني ولسمشر د کاري مودې تر پای ته رسېدو ۳۰ تر ۶۰ ورځو مخکې ټاکنې ترسره کېږي.
ددې مادې له مخې، ولسمشرۍ ټاکنې باید د وري یا غويي په میاشتو کې ترسره شوې وای، خو د افغانستان سترې محکمې د روان کال د غويي په لومړۍ نېټه د راتلونکي ولسمشر تر ټاکلو د نوي ولسمشر د کار د دوام په اړه د پالیسۍ معاونت، د ولسمشرۍ ریاست د حقوقي چارو د ریاست د اروزنې غوښتنه ومنله او ټاکل شوې چې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.
راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته چې ټاکل شوې د تلې په شپږمه به ترسره شي ۱۸ کسان نوماند دي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا له ۱۲ نوماندانو جوړه ده خو په نننۍ ناسته کې چې د زرګونو کسانو په ګډون د کابل ښار په غازي سټېډیوم کې جوړه شوې وه د ولسمشرۍ ټاکنو پنځو نوماندانو ګډون درلود.
د ملي امنیت مخکنی مشاور او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو نوماند په دې ناسته کې وویل: ((نن موږ دلته راټول شوي یو چې ظالم او نامشروع حکومت ته خپل پیغام ورسوو چې موږ د رڼو ټاکنو او سولې ملاتړ کوو او دغه حکومت باید خپل کار پای ته ورسوي.))
هغه ولسمشر غني مخکنۍ ولسمشر وباله او ویې ویل، د هېواد د اساسي قانون د ۶۱ مې مادې په اساس د نوموړي کاري دوره د روان کال د غبرګولي په لومړۍ پای ته رسېدلې ده.
اتمر زیاته کړه: ((دا حکومت نه یوازې نامشروع بلکې اساسي قانون یې هم تر پښو لاندې کړی او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته یې چې د روان کال د تلې په شپږمه به ترسره شي د درغلۍ زمینه برابر کړې ده.))
د اتمر په خبره، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا په حکومتي سیوري کې د ټاکنو له ترسره کېدو سره مخالفه ده او دده په خبره،  د حکومت قانوني دوره پای ته رسېدلې او مشروعیت نه لري.
هغه وویل، په غیرقانوني ډول د حکومت کاري موده د راتلونکو ټاکنو سلامتیا ته تر زیان رسولو سربېره په هېواد کې سولې او ملي یووالي ته هم زیان رسوي.
اتمر یادونه وکړه چې دوی د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو، د سولې د تحقق او د خلکو تر منځ د ملي يووالي د ساتلو لپاره د سرپرست حکومت جوړېدل او په هېواد کې سرپرست ولسمشر د ټاکلو غوښتنه کوي.
هغه وویل، د سرپرست ولسمشر صلاحیتونه باید محدود شي او ولسمشرۍ ټاکنې دې د سرپرست حکومت تر سیوري لاندې ترسره شي.
اتمر ولسمشر غني پر مالي فساد تورن کړ او ادعا یې وکړه چې ټول هغه تړونونه چې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د «واحدې منبع» له لارې ترسره شوي باید لغوه شي، ځکه دغه تړونونه د محمد اشرف غني خپلوانو ته د ټاکنیز کمپاین د ترسره کېدو لپاره ورکړل شوي دي.
اتمر زیاته کړه، په تازه ډول د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کلیزې د لمانځلو لپاره نږدې ۴۰۰ میلیون افغانۍ ځانګړې شوې دي.
محمد حنیف اتمر زیاته کړه، محمد اشرف غني د هېواد د خپلواکۍ لپاره د ۴۰۰ میلیون افغانیو د ځانګړي کولو په برخه کې کمپایني انګېزه لري.
هغه وویل، په دې اندازه پیسو سلګونه ماشومان د لوږې له امله د مرګ له ګواښ څخه ژغورلای شو.
د کورنیو چارو وزارت مخکنی وزیر او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند دې ناستې ته د خبرو پر مهال له ولسمشر څخه وغوښتل چې خپل کارونه پای ته ورسوي.
نوموړي وویل: ((هغه ناستې چې ترسره کېږي له ارګ تر کلیو او لرې پرتو سیمو ټولې کمپایني دي او زموږ لپاره د منلو وړ نه دي، د ملت او سولې پر برخلیک باید لوبې ونه شي.))
د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند محمد ابراهیم الکوزي وویل: ((نن موږ د خپل حق لپاره دلته راټول شوي یو، موږ ددې وطن د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره شهیدان ورکړي، اوسنۍ ولسمشر د عدالت او حق غوښتنې په برخه کې موږ ته د غږ پورته کولو اجازه نه راکوي.))
هغه له دیني عالمانو وغوښتل چې له ولسمشرۍ ریاست څخه د محمد اشرف غني د لرې کېدو فتوا ورکړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند محمد شهاب حکیمي هم اوسنی حکومت نامشروع وباله او یې ویل، دغه حکومت نه دی توانېدلی چې په هېواد کې سوله راولي او د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
هغه هم ټينګار وکړ چې یاد حکومت باید ژر تر ژره خپل کارونه پای ته ورسوي.
حکیمي زیاته کړه: ((که دغه حکومت خپل کار پای ته ونه رسوي موږ به په هېڅ صورت ټاکنو ته حاضر نه شو.))
د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند عنایت الله حفیظ وویل: ((افغانستان نن ورځ د امنیت او نشه یي توکو د قاچاق په برخه کې په ډېر بد وضعیت کې ځای لري، خلک ډوډۍ نه لري د یوه امریکايي ډالر بیه له ۵۶ افغانیو څخه ۸۱ افغانیو لوړه شوه، اشرف غني باید له دې زیات خلکو ته مزاحم نه شي.))
د افغانستان د اسماعیلیانو شورا او پیوند ملي ګوند رییس الحاج سید منصور ناصري وویل: ((د هرې ورځې په تېرېدو سره حکومت په بحران کې ډوبېږي، قومي اختلافونو ته لمن وهل کېږي، بېعدالتي، نابرابري، خپل سري، د کارونو نه موجودیت او بېکارۍ ستونزې تر وروستۍ اندازې رسېدلې، باید دغه حکومت چې خپله مني او د بل نه خپل کارونه پای ته ورسوي.))
هغه د ملي یووالي حکومت توافقي وباله او زیاته یې کړه، د یاد حکومت کاري موده د روان کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې او ولسمشر غني باید خپله غیر قانوني مشري پای ته ورسوي.
نوماندانو په نننۍ ناسته کې یو پرېکړه لیک هم خپور کړی.
په پرېکړه لیک کې هم ولسمشر غني مخکنی ولسمشر یاد شوی او په کې راغلي، د نوموړي د کار دوام په هېواد کې د بحران لامل شوی دی.
په پرېکړه لیک کې یادونه شوې چې ولسمشر په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې له دولتي امکاناتو او صلاحیتونو ګټه اخلي او باید داسې نظارتي میکانېزم جوړ شي چې ولسمشر په ټاکنیزو مبارزو کې له خپلو صلاحیتونو استفاده ونکړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو په پرېکړه لیک کې لیکلي، محمد اشرف غني د پروژو د تړونونو، د کسانو د عزل او ګومارلو حق نه لري او باید ددغه ډول کارونو له ترسره کېدو او دغه راز د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.
خو د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نننۍ ناستې په اړه وویل: ((د ولسواکي حکومت یوه ځانګړتیا داده چې ټول هېوادوال کولای شي په ازادانه ډول خپل نظرونه ووايي او موږ تل ددغه ډول ناستو هرکلی کړی دی.))
هغه زیاته کړه، یادې ناستې ته د ویناوالو خبرې هم واورېدل شوې، په خبرو کې یې کوم تازه پیغام نه و، دغه ډول ناستې کولای شي په یو ډول له وخت مخکې کمپاین وي.
نوموړي روښانه کړه: (( موږ له مسوولو بنسټونو غواړو چې یو شمېر هغو ناستو ته چې کمپایني بڼه لري جدي توجه وکړي.))

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.