سرغړونې

کابل (پژواک، ٩ تله ۹۸): ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند رحمت الله نبیل بایومټریک شوو رایو ته د باور ورکولو ترڅنګ د تېرې شنبې ټاکنې له درغلیو ډکې بولي او دويم پړاو ته یې د تلو د امکان خبره کوي.
خلکو د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ څوکۍ ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.
رحمت الله نبیل تېره ورځ (د تلې نهمه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ادعا وکړه چې ځينو ټاکنیزو ټېمونو یوه رایه له ۱۲۰ تر ۱۸۰ ډالرو پېرلې وه.

کابل (پژواک، ٧ تله ٩٨): د ولسمشرۍ ټاکنو له ١٣ ټاکنيزو ډلو څخه شپږ يې وايي چې د تېر ورځې په ټاکنو کې د خلکو د  ګډون کچه ټېټه وه، د حاکمو ډلو له لوري پراخې درغلۍ شوې دي، نو د ټاکنو پايله دوى ته د منلو نه ده.
تېره ورځ د راتلوونکي ولسمشر د ټاکلو په موخه په ټول هېواد کې ټاکنې ترسره شوې.
په دغو ټاکنو کې د ګډون په موخه ٩،٦ ميليونه کسانو نومونه ليکنه کړې وه، خو ټاکنيزې ډلې وايي چې د خلکو د ګډون کچه ټېټه وه.

 کابل(پژواک، ٦ تله ٩٨): د پژواک موندنې ښيي چې د بایومټریک د ځينو ماشینونو له خرابېدو، د رایې ورکولوپه نوملړ کې د یو شمېر کسانو د نوم نشتون او په ځینو مرکزونو کې د ښځو لپاره د جلا برخې د نه موجودیت له امله سلګونه کسان په ولسمشرۍ ټاکنو کې له رایې ورکولوپاتې شوي دي.

ولسمشرۍ ټاکنې په ټول هېواد کې نن سهار اووه بجې پیل او مازیګر پنځه بجې پای ته ورسېدې.

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): د پلازمېنې کابل په ګډون د ډېرو ولايتونو د ټاکنو په يو شمېر مرکزونو کې د رايې اچونې بهير له ټاکلي وخت يو يا دوه ساعته وروسته پيل شوى دى.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړى و چې د ټاکنو په ورځ (نن) به رايه اچونه سهار اووه بجې پيلېږي او د مازديګر تر درېیو بجو پورې به دوام کوي.
خو د پلازمېنې کابل او يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي وايي چې د ځينو ستونزو له امله رايه اچونه پر خپل وخت نه ده پيل شوې.

کابل (پژواک، ۴ تله ۹۸): د ټاکنو کمېسیون له مخابراتو وزارته غوښتی، هغه جعلي فېسبوکپاڼې وتړي چې د پژواک د راپور له مخې، د نوماندانو پر نومونو جوړې شوې، خو دغه وزارت وایي، داسې غوښتنه نه ده ترې شوې.
د پژواک خبري اژانس راپور ښيي چې د ولسمشرۍ نوماندانو پر نومونو د فېسبوک لسګونه جعلي او ناتاييد شوې پاڼې جوړې شوې چې په ځينو په تېره بيا د "تورسن" په نوم جعلي پاڼو کې د نورو نوماندانو پر ضد منفي او د اخلاقي معيارونو ماتوونکي تبليغات کېږي.
دغه راپور د تېرې (وږي) میاشتې په شلمه خپور شوی دی.

کابل (پژواک، ۴ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ۹۴ شکایتونو ته د رسېدو خبر ورکړ او ویې ویل، له هر هغه نوماند سره به قانوني چلند وشي چې د سکوت په دوره کې کمپاین وکړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ د روان کال د زمري په شپږمه پیل او د تېرې شپې تر ۱۲ بجو یعنې د ټاکنو له ورځې (د تلې ۶مه) ۴۸ ساعته مخکې پای ته ورسېدې.
د ټاکنو له مهالوېش سره سم ټاکل شوې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.

کابل (پژواک، ۳ تله ۹۸): شنونکي وايي، د نوماندانو په اړه د ناپېژاندو سرچینو له خوا د جعلي خبرونو او انځورونو د خپرېدو مخنيوی په کار دی؛ ځکه چې موخو ته د رسېدو ناسمه هڅه ده، خلک زیانمنوي او باورونه له منځه وړي.  
ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ (د تلې شپږمه) د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.
د دغو ټاکنو لپاره ۱۸ کسانو ځانونه نوماند کړي، خو له دې ډلې درې کسان د یو بل نوماند په ګټه تېر شوي، محمد حنیف اتمر ټاکنیز کمپاین درولی او د پاتې نورو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ روانې دي.

کابل (پژواک،۳۱ وږی ۹۸): د پژواک موندنې ښيي چې فرامرز تمنا په ټاکنو کې د بریالیتوب او یا له نورو ټاکنیزو ټکټونو سره د یوځای کېدو، معاملې او ډېر امتیاز اخیستو لپاره له خپلې خواښې (د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسې) سره په همغږۍ د دغه کمېسیون پر لسګونو مهمو پوسټونو خپل خپلوان ګومارلي دي.

کابل (پژواک، ٢۹ وږى ٩٨): د چارو شنونکي د ولسمشرۍ ټاکنو پر نوماندانو د بې سنده تورونوچې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه په فېسبوک کې ډېر شوي، ګنګوسې بولي چې باید باور پرې ونه شي.

هرات ښار (پژواک، ۲۶ وږی ۹۸): د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون خبر ورکړی چې د ټاکنیزو سیالو له پیله تر اوسه له مرکز او ولایتونو څخه ددغه کمېسیون په مرکزي دفتر کې ۶۶ ټاکنیز شکایتونه ثبت شوي دي.

 

Pages

Subscribe to سرغړونې