Add new comment

کابل (پژواک، ٩ تله ۹۸): ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند رحمت الله نبیل بایومټریک شوو رایو ته د باور ورکولو ترڅنګ د تېرې شنبې ټاکنې له درغلیو ډکې بولي او دويم پړاو ته یې د تلو د امکان خبره کوي.
خلکو د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ څوکۍ ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.
رحمت الله نبیل تېره ورځ (د تلې نهمه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ادعا وکړه چې ځينو ټاکنیزو ټېمونو یوه رایه له ۱۲۰ تر ۱۸۰ ډالرو پېرلې وه.
هغه همدارنګه ادعا وکړه چې د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او  د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټېمونه غواړي د زور له لارې خلک برمته کې ونیسي.
هغه وویل چې د اشرف غني د ولسمشرۍ سیاسي دوره پای ته ورسېده او هغه باید په ملي پروسو کې تشې خبرې ونه کړي او د ناروین لپاره زمینه برابره نه کړي.
هغه زیاته کړه چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.
نبیل له جزئیاتو پرته زیاته کړه: «داسې ناظرین لرم چې په ځینو ولسوالیو کې د یوې ورځې مخکې ټاکنو پیلېدو شاهدان وو.»
د ولسمشرۍ دغه نوماند د ټاکنو له کمېسیونونو وغوښتل چې سپینې او تورې رایې جلا او د ټاکنو رڼې پایلې اعلان کړي.
هغه وویل چې د (امنیت او عدالت ټېم) یوازې پر بایومټریک رایو باور لري او غیر بایومټریک رایې دې باطلې شي.
نبیل ټینګار وکړ چې ټاکنې دويم پړاو ته ځي او دا د خلکو د رایو خوندیتوب لپاره ګټور کېدای شي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.