کابل(پژواک، ٦ تله ٩٨): د پژواک موندنې ښيي چې د بایومټریک د ځينو ماشینونو له خرابېدو، د رایې ورکولوپه نوملړ کې د یو شمېر کسانو د نوم نشتون او په ځینو مرکزونو کې د ښځو لپاره د جلا برخې د نه موجودیت له امله سلګونه کسان په ولسمشرۍ ټاکنو کې له رایې ورکولوپاتې شوي دي.

ولسمشرۍ ټاکنې په ټول هېواد کې نن سهار اووه بجې پیل او مازیګر پنځه بجې پای ته ورسېدې.

 د پژواک خبري اژانس خبریالان په مرکز او ولایتونو کې د رایې ورکولو له بهیره راپورونه ورکړي چې د دوی د موندنو له مخې د رایې ورکولو په یو شمېر مرکزونو کې تخنیکي ستونزې لکه د رایې ورکولو په نوملړ کې د یو شمېر کسانو د نومونو نه موجودیت او د ښځو لپاره د جلا برخو نشتون په یو شمېر مرکزونو کې وې.

 د کابل ښار د خیرخانې سیمې د سرکوتل اوسېدونکي محمد حکیم بهزاد چې غوښتل یې د ذاکرین ښارګوټي په مرکز کې رایه ورکړي پژواک ته وویل: ((زه چې د سهار له اوو بجو راهیسې راغلی یم اوس لس بجې شوې، نوم مې په لېست کې پیدا نه شو، مجبور یم له رایې ورکولو پرته بېرته کور ته لاړ شم.))

 هغه له دې امله خپه و چې د رایې ورکولو له حقه بې برخې شوی او زیاته یې کړه: ((باید له مخکې دې ستونزو ته رسېدنه شوې وای څو موږ د رایې ورکونې له حقه نه وای بې برخې شوي.))

 دغه راز د کابل ښار په ۱۷ ناحیه کې د محمد یوسف نمبر (۲) ښارګوټي اوسېدونکې اسما وویل، په دغه مرکز کې د ښځو د برخې بایومټریک ماشین کار نه کاوه او ددې په ګډون لسګونه ښځې د رایې ورکولو له حقه بې برخې او مجبورې شوې چې له څو ساعته انتظار وروسته بېرته کورونو ته لاړې شي.

 د کابل ښار د ۱۶ مې حوزې د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکي حیات الله پژواک ته وویل، د دوی د سیمې د حضرت بلال جومات د رایې ورکولو په مرکز کې بایومټریک ماشین څو ساعته کار نه کولو چې له امله یې لسګونه ښځې او نارینه له رایې ورکونې پرته خپلو کورونو ته ستانه شول.

د رایې ورکولو د مرکزونو د ځای تغییر د ټاکنو بهیر نننۍ بله تخنیکي ستونزه وه چې له امله یې یو شمېر کسان د رایې ورکولو له حقه بې برخې شوي دي.

د کابل ښار د ۱۵ مې ناحیې اوسېدونکي عبدالمصور چې د پارلماني ټاکنو پر مهال یې په فاطمة الزهرا مدرسه کې نوم لیکنه کړې او په همغه محل کې یې رایه  ورکړې وه، خو په ولسمشرۍ ټاکنو کې په مدرسه کې د رایې ورکولو مرکز نشته.

هغه زیاته کړه: ((ماته یې وویل چې د فاطمة الزهرا مرکز اوس د شاه اولیا جومات ته انتقال شوی، هلته لاړو هغه هم تړلی و، وروسته په قصبه کې د خواجه بغرا جومات ته لاړو له بده مرغه په هېڅ لېست کې مو نوم پیدا نه کړ، اوس حیران یو چې چېرته لاړ شو.))

 په همدې ډول د کابل ښار یوه اوسېدونکي یونس مهرین په خپله فسبوک پاڼه لیکلي: (( نن په ډېره خوښۍ او بېړه ده دانا د نجونو ښوونځي مرکز ته چېرته مې چې نوم لیکنه کړې وه لاړم، خو له بده مرغه بایومټریک زما سټېکر د خوشحال خان په حضرت بلال جومات کې د جنت ګل ولد هزارګل په نوم ښکاره کړ دغه لویې تېروتنې زه له رایې ورکولو منصرف کړم.))

دغه تخنیکي ستونزې نه یوازې په کابل ښار کې بلکې په ټولو ولایتونو کې موجودې وې چې له امله  یې زیات شمېر رایې ورکوونکي د رایې ورکولو له حقه بې برخې شوي دي.

 خو د مزار شریف اوسېدونکي احمد جاوېد چې غوښتل یې بلخي فاطمة بلخي په ښوونځي کې رایه ورکړي پژواک ته وویل، له اوو څخه تر بهو بجو یې انتظار وکړ څو یې په لېست کې نوم پیدا شي خو پیدا نه شو.

 هغه د رایې ورکولو له حقه پاتې شوی، ناارامه و او ویل یې چې دا ستونزې باید له دې مخکې حل شوې وی.

د فاریاب د عامې روغتیا ريیس ډاکټر عبدالعلي هم نه دی توانېدلی څو د میمنې ښار ابومسلم ښوونځي د رایو ورکولو په مرکز کې خپله رایه وکاروي.

 هغه پژواک ته وویل،: «په پارلماني ټاکنو کې مې په همدې مرکز کې خپله رایه ورکړه او هېڅ ستونزه نه وه، خو نن ورځ چې راغلم، نوم مې په نوملړ کې نه و، مسوول کس مې هېڅ پیدا نه کړ څو منونکی ځواب راکړي.»

حلیم له دې سره چې د نامعلوم دلیله له رایې ورکولو پاتې دی، ډېر خواشینی دی.

همدارنګه په دې مرکز کې یوبل رایه ورکونکی نجیب الله نوري چې د میمنې ښار د ابن یمن ښوونځي د رايې ورکونې په مرکز کې یې رایه ورکوله، پژواک ته وویل: «د ولسمشر د ټاکلو په موخه مې غوښتل له خپل مسلم حق څخه کټه واخلم؛ خو نوم مې د ابن یمن ښوونځي د هېڅ سایټ په نوملړ کې نه و لیکل شوی.»

هغه زیاته کړه چې په دې مرکزونو کې د ټاکنو کارکونکو له نوموړي سره هېڅ ډول مرسته ونه کړه، او له یو محل نه به یې به محل ته استاوه چې په پای کې له رایې ورکولو پاتې شو.

همدارنګه د شبرغان یو بل اوسېدونکي منیر احمد پژواک ته وویل چې ده هم ددې له امله چې نوم یې د رایې ورکونې په نوملړ او بایومټریک سیستم کې نه و، د خپلې رایې له ورکولو محروم شو.

 

هغه زیاته کړه، که څه هم ددې ټاکنیز مرکز رئیس ددې موضوع د حل لپاره، د ټاکنو د ولایتي کمېسیون له دفتر سره خبرې وکړې؛ خو مثبته پایله یې نه درلوده او په پای کې شاوخوا ماښپښین درې بجې هم ستونزه حل نه شوه.

 د شهر ایبک اوسېدونکې نوریې، پژواک ته وویل چې له میاشتو را په دې خوا لېواله وه څو په ټاکنو کې ګډون وکړي؛ خو له بده مرغه دا تمه یې په ناهیلۍ بدله شوه.

هغې زیاته کړه چې د رایې ورکولو په نوملړ کې یې د نوم نه شتون له امله ونه شوای کړی خپله رایه ورکړي.

د جلال اباد یو اوسېدونکی حاجي شېر احمد چې خپله رایه یې د جلال اباد ښار د چمتله ښارګوټي د رایې ورکولو په مرکز کې ورکړې، په دې مرکز کې یې ځینې تخنیکي ستونزې له پژواک سره شریکې کړې.

هغه وویل چې د ښځو لپاره د محل نه شتون، په دې مرکز کې د بایومټریک ماشینونو په کارونه د کارکوونکو نه پوهېدل، ددې سبب شول چې لسګونه ښځې او نارينه له رایې ورکولو پاتې شي.

 د رایې ورکولو په بهیر کې د تخنیکې ستونزو موجودیت، په داسې حال کې په مرکز او ولایتونو کې یو شمېر خلک له رایې ورکولو پاتې شول چې د ټاکنو کمېسیون مسوولانو هم تر یوې کچې دا ستونزې منلې دي.

 په همدې حال کې، د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تیفا)، هم د اعلامیې په خپرولو، د رایې ورکولو په نوملړ کې ستونزې، د ځینو بایومټریک ماشینونو غیرفعالېدل، د رایې ورکولو په مرکز کې د کارکوونکي په حیث د کم عمره کسانو ګومارل، له ګوتو د رنګ پاکوالی او د رایې ورکولو په وحت د ښځو په زور انځور اخیستل د ټاکنو پروسه کې تخنیکې ستونزې بللې دي.

 همدارنګه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې لطیفې سلطاني، پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د رایې ورکولو ځینې مرکزونه له ستونزو سره مخ وو. 

 

هغې ویلي چې امنیتې پېښې، د رایې اچولو ناوخته پیل، تخنیکي ستونزې، په ټاکل شوي وخت د کمېسیون د کارکونکو نه شتون، د رایې ورکوونکو په نوملړ کې ستونزې، د رایې ورکونکو کم شتون، په ځانګړې توګه ښځو، د معلولو افرادو کم رنګه شتون د ټاکنو د ورځې تخنیکي ستونزوې يادې شوې دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.