Add new comment

هرات ښار (پژواک، ۲۶ وږی ۹۸): د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون خبر ورکړی چې د ټاکنیزو سیالو له پیله تر اوسه له مرکز او ولایتونو څخه ددغه کمېسیون په مرکزي دفتر کې ۶۶ ټاکنیز شکایتونه ثبت شوي دي.
 ددې کمېسیون مشرې زهرې بیان شينوارۍ چې نن یې په هرات کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل: "چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۶۶ شکایتونه ثبت شوي چې له هغې جملې څلور یې د هرات ولایت اړوند دي."
 شینوارۍ زیاته کړه چې د ټاکنو اتو نوماندانو ته لارښوونه  او جدي اخطاریه ورکړل شوي او دغه ارز نغدي جریمه شوي .
 هغې یادونه وکړه چې دا شکایتونه د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو پر یوبل کړي، چې زیاتره یې د «ثبات او همپالنې» او «دولت ساز» ټيمونو ثبت کړي دي.
 د ڼاکنیزو شکایاتو کمېسیون ویاند او کمېشنر محمد قاسم الیاسي وویل:"د ۶۶ شکایتونو له جملې چې موږ ترلاسه کړي د ټاکنو د قانون د ۹۸ مادې له مخې شاوخوا ۷۰ سلنه فیصله شوي چې د طرزالعمل له مخې ځینې نغدي جریمه شوي او ځینې نورو ته بیا لارښونه شوې ده."
 تمه ده چې لس ورځې وروسته (د مېزان په شپږمه) په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.