کابل (پژواک، ٧ تله ٩٨): د ولسمشرۍ ټاکنو له ١٣ ټاکنيزو ډلو څخه شپږ يې وايي چې د تېر ورځې په ټاکنو کې د خلکو د  ګډون کچه ټېټه وه، د حاکمو ډلو له لوري پراخې درغلۍ شوې دي، نو د ټاکنو پايله دوى ته د منلو نه ده.
تېره ورځ د راتلوونکي ولسمشر د ټاکلو په موخه په ټول هېواد کې ټاکنې ترسره شوې.
په دغو ټاکنو کې د ګډون په موخه ٩،٦ ميليونه کسانو نومونه ليکنه کړې وه، خو ټاکنيزې ډلې وايي چې د خلکو د ګډون کچه ټېټه وه.
د اړوندې موضوع په اړه د ولسمشريزو ټاکنو د نوماند احمد ولي مسعود وياند نظري پرياني د تلې په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ په ټاکنو کې شاوخوا يو نيم ميليون کسانو ګډون کړ وو.
هغه زیاتوي چې په ډېرو مرکزونو کې د بایومټریک په سیستم کې د رايې ورکوونکو نومونه نه وو او د ډېرو کسانو نومونه پاک شوي وو.
ده تور پورې کړ چې د ټاکنو کمېسيون د دولت ساز ټيم په ملاتړ د درغليو لپاره زمينه برابره کړې وه.
هغه ځينو نورو ستونزو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د ټاکنو پايله دوى ته د منلو وړ نه ده.
دغه راز د ټاکنو د بل نوماند عبداللطيف پدرام وياند کفايت الله محمدي هم پژواک ته وويل چې د خلکو د ګډون کچه ډېره کمرنګه وه.
دی وایې چې د رايې ورکولو په ډېرو مرکزونو کې د خلکو نومونه په لېست کې نه وو، بایومټریک سيستم سم کار نه کاوه او ځیني مرکزونه هم تر ناوخته بند وو.
ده وویل چې د ځينو کانديدانو د زورواکو له خوا خلک له رايې ورکولو منع کړاى شوي دي.
دى وايي: ((د خلکو کم ګډون، امنيتي ګواښونه او د عامه پوهاوي نشتون د دې لامل شو چې کم خلک ګډون وکړي او دغه پروسه موږ ته د منلو نه ده.))
نوموړي تور پورې کړ چې د ملي وحدت حکومت او د حزب اسلامي ګوند د مشرانو له لوري چې کانديدان هم دي، ډېرې درغلۍ شوې دي.
همدارنګه د ولسمشرۍ نوماند عنايت الله حفيظ سکرټر عنايت پژواک ته و ويل چې د امنيتي ستونزو او د کمېسيون د کمزوري مديريت له امله ډېرو خلکو په ټاکنو کې ګډون ونه کړ.
دى هم وايي: ((نو موږ ته د ټاکنو پايله د منلو نه ده.))
په ورته وخت کې د ولسمشريزو ټاکنو د بل نوماندان شهاب حکيمي وياند نثار احمد نثار پژواک ته وويل چې د تېرې ورځې په ټاکنو کې ډېرو خلکو ونه شواى کولى چې خپلې رايې وکاروي.
نثار وویل: ((ټاکنې او د سولې خبرې یوځای وې او چا په ټاکنو باور نه درلوده، عامه پوهاوی هیڅ نه و شوی او په ډېری سیمو کې ناامنۍ هم وې، نو ځکه په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه و.))
نثار احمد هم وايي چې د دوى ټاکنيزې ډلې ته د ټاکنو پايلې د منلو نه دي.
دغه راز ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند نور رحمان لېوال پژواک ته وويل چې د ټاکنو پايله ده ته د منلو نه ده او خپل دريځ د ټاکنو تر پايلې وروسته اعلانوي.
هغه په دې اړه د نورو خبرو له کولو ډډه وکړه.
همدارنګه ولسمشرۍ ټاکنو ته بل نوماند محمد حکيم تورسن وايي چې د خلکو د کم ګډون او په ټاکنو کې د درغليو له امله د ټاکنو پايله ده ته د منلو نه ده.
تورسن وايي: ((موږ په ټاکنو کې د درغليو په اړه شکايتونه ثبتوو که چېرې رسېدنه ورته ونه شي نو بيا په هېڅ صورت د ټاکنو پايله نه منو.))
نوموړي تور پورې کړ چې د دولت ساز او ثبات او همپالنې ټاکنيزو ډلو په ولايتونو او ولسواليو کې پراخۍ درغلۍ کړې دي.
خو بل لورته د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د سولې او اسلامي اعتدال ډله وايي چې په مشروط ډول د ټاکنو پايلې دوى ته د منلو وړ دي.
د دې ډلې وياند فضل غني حقمل پژواک ته وويل چې پرونۍ پروسه په بشپړ ډول له درغلیو ډکه وه، بايومټريک سيستم کار نه کاوه او قصدا د خلکو نومونه له لېستونو څخه ايستل شوي وو.
حقمل وویل، له پخوا دوى اندېښنه درلوده چې دا ټاکنې به له درغلیو ډکې وي او پرون دې پروسې ثابته کړه.
دى وايي: ((حاکمو ټيمونو درغلۍ کړي او که چېرې رايې د بايو مټريک په اساس حساب نه شي دوى ته پايلې د منلو نه دي.))
په ورته وخت کې د رحمت الله نبيل په مشرۍ د ټاکنيزې ډلې وياند محمد عارف کياني هم پژواک ته وويل که چيرې د ټاکنو په اړه شته شکايتونه په ښه توګه وڅېړل شي نو د ټاکنو پايله بيا دوى ته د منلو ده.
دى هم وايي: ((که څه هم چې د خلکو ګډون تر ډېره کمرنګه و خو له دغې پروسې راضي دي.))
که څه هم يو شمېر نورې ټاکنيزې ډلې په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه بولي خو بيا وايي چې پايلې يې دوى د منلو وړ دي.
په دې اړه د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند فرامرز تمنا وياند احمد احسان سروريار پژواک ته وويل چې ټاکنې له امنيتي پلوه ډېرې ستونزې نه درلودې خو د خلکو د ګډون کچه ټېټه وه.
دى هم وايي چې د حاکمو ټاکنيزو ډلو له لوري په دغه پروسه کې پراخه درغلي شوې ده خو سره له دې هم دوى له دغې پروسې راضي دي.
ده ټينګار وکړ چې ټاکنيز کمېسيونونه بايد په بې پرې ډول عمل وکړي.
دغه راز د ټاکنو د بل نوماند سيد نور الله جليلي وياند نوروز علي حقجو پژواک ته وويل چې دوى د ټاکنو له پروسې راضي او د پايلو د اعلان په برخه کې کومه ستونزه نه لري.
ده وويل: ((موږ د ټاکنو په پروسه کې هېڅ درغلي نه ده ليدلې او له نورو نوماندانو هم غواړو چې د ټاکنو پايله ومني.))
خو د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې وياند فريدون خوځون پژواک ته وويل چې خلکو د رايې ورکولو په پروسه کې د پام وړ ګډون کړى وو او امنيتي ځواکونو هم په پوره ډول امنيت تامين کړى و.
دى وايي چې د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو پروسه ښه مديريت کړه او اوس ترې هيله کيږي چې پايلې هم د ټاکنيزو شکايتونو تر څېړلو وروسته په ښه دقت سره اعلان کړي.
خوځون رد کړه چې د ثبات او همپالنې ډلې پلويانو دې په ټاکنو کې درغلي کړې وي.
دغه راز د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ډلې وياند احمد جاويد غفور پژواک ته وويل چې د تمې خلاف ډېرو خلکو په ټاکنو کې ګډون وکړ او د جمهوريت د بقا لپاره يې رايه ورکړه.
ده وويل: (( که څوک زموږ په اړه کوم شکايت لري کولاى شي د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته مراجعه وکړي.))
دغه راز د ټاکنو کمېسيون د دارلانشا مشر حبيب الرحمن ننګ وايي، تر هغه چې رايې نه وي شمېرل شوې دوى نه شي ويلى چې څومره کسانو په رايه اچونه کې برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه: ((زموږ تخنيکي همکاران لګيا دي، رايې شمېري يو دقيق ارقام به خلکو ته وړاندې کړو، اوس له وخته وړاندې ده چې په دې اړه خبرې وکړو.))
خو ننګ هم وايي چې د دوى د ارزونو له مخې ډېرو کسانو په ټاکنو کې برخه اخيستې او دوى ته يې ګډون د منلو وړ دى.
د يادونې ده چې د افغانستان په قوانينو کې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې او يا هم مشروعيت او نه مشروعيت په اړه څه نه دي ويل شوي.
خو د اساسي قانون په ٦١ ماده کې ويل شوي چې جمهور رييس د رايې وركوونكو د ازادو، عمومي، پټو او مستقيمو رايو وركولو له لارې په سلو كې تر پنځوسو د زياتو رايو په ترلاسه كولو سره ټاکل کيږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.