کابل (پژواک، ۱۹غبرګولی ۹۸): ښځینه معترضې نوماندانې چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې په کابل ښار کې د تحصن خېمه درولې او درېیو کسانو یې د خوړو اعتصاب پیل کړی، وايي چې حکومت ورسره ژمنه کړې چې د دوی د اسنادو د اروزولو لپاره به کمېټه جوړوي.
معترضې نوماندانې چې شمېر یې ۲۰ ته رسېږي او د هلمند، کندهار، ننګرهار، میدان وردګو، پکتیکا، لوګر، بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او کوچیانو په ۱۱ ټاکنیزو حوزو پورې اړه لري، د ارګ په ورودي دروازې او اجرایه ریاست ته نږدې د تحصن خېمه درولې ده.
معترضې نوماندانې ټاکنیزو کمېسیونونه په پارلماني ټاکنو کې په پراخو درغلیو تورنوي او له دې مخکې یې ټاکنیزو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
دوی نن د تحصن په ۶۰مه ورځ ګواښ وکړ، که غوښتنې يې ونه منل شي، ځانونو ته به د ارګ له دروازې سره اور واچوي.
د پکتیکا ولایت معترض نوماندې هیلې مجتبی پژواک اژانس ته وویل: ((نن مو د اعتصاب پوره دوه میاشتې وخت تېر شو، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې زموږ د حقونو د ترلاسه کولو لپاره یوه ځانګړې محکمه یا کمېټه جوړه کړي، څو زموږ اسناد په سمه توګه وڅېړي.))
هغې زیاته کړه، درېیو معترضو نوماندانو د خوړو اعتصاب پیل کړی دی.
مېرمن مجتبی زیاته کړه، که څه هم تېره شپه د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له دوی سره ولیدل او د حکومت له خوا یې د معترضو نوماندانو د ستونزو د حل لپاره د هڅو د پیل د خبر تر څنګ له هغو کسانو چې د خوړو اعتصاب یې پیل کړی، وغوښتل چې خپل اعتصاب پای ته ورسوي.
هغه وویل: ((محب ژمنه وکړه چې ډېر ژر به یوې کمېټې ته د معترضو نوماندانو قانوني غوښتنو ته د رسېدو دنده وسپاري.))
د هیلې مجتبی په خبره، د حمدالله محب په غوښتنه معترضینو د خوړو اعتصاب پاى ته ورساوه، خو ګواښ یې وکړ چې غوښتنو ته د نه رسېدو په صورت کې به پر یادو درېیو کسانو سربېره ټولې معترضې نوماندانې د خوړو اعتصاب پیل کړي.
هغې زیاته کړه، یادو متعرضو نوماندانو محب ته وویل، که غوښتنې یې ځواب نه شي، د ارک د دروازې مخې ته به ځانونه وسوځوي.
د سرچینې په خبره، د خوړو اعتصاب د کندهار ولایت معترضې نوماندې ارزو صافۍ ، د هلمند ولایت معترضې نوماندې هدیې حمیدي او د کوچیانو معترضې نوماندې رحیمې ترکې پیل کړی چې د مېرمن ترکې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او له همدې امله روغتون ته انتقال شوې ده.
د پژواک خبري اژانس خبریال له بلاسم روغتون څخه راپور ورکوي چې مېرمن ترکې په اسانۍ سره خبرې نه شي کولای او له تېرو درېیو ورځو راهیسې یې خواړه نه دي خوړلي.
د بلاسم روغتون د داخلې برخې ډاکتر حسیب الله پژواک ته وویل، ترکې لوړ فشار لري او مهمه داده چې نوموړې د شکر ناروغي هم لري.
هغه زیاته کړه، د شکر ناروغانو ته د خوراک نه کول دومره خطرناک دي چې د ناروغ د مړینې لامل کېږي، ناروغ یې چې روغتون ته راووړ، نیمه بې هوښه و او که په انتقال کې یې ځنډ کړی وای، کوما حالت ته رسېده.
هغه زیاته کړه، دې ناروغ ته یې یواځې سیروم تطبیق کړی او که د ډوډۍ له خوړلو ډډه وکړي، له شک پرته چې روغتیايي وضعیت به یې یو ځل بیا نازک شي.
د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه او ورپسې په کندهار ولایت کې د لړم پر پنځمه ترسره شوې او پایلې یې څو میاشتې وروسته په وقفه يي ډول اعلان شوې.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.