کابل(پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ټاکنو لپاره د حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا د ژمنه شوې بودیجې په نه رسېدو د نیوکې تر څنګ عدلي او قضايي ارګانونو ته د ولسی جرګې په ټاکنو کې د یاد کمېسیون په درغلۍ او سرغړونه د تورنو کسانو د ور پېژندلو خبر ورکوي.
د ټاکنو کمېسیون په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې د مجازاتو او مکافاتو د اصل د مراعاتولو لپاره د ټاکنو قانون د ۹۸ مې مادې په (۱) فقره کې د ټاکنو قانون د ۲۳ مې مادې د (۴) فقرې پر اساس او په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د روڼتیا د تامین لپاره باید بېلابېل کارکوونکي وپېژندل شي او قانونی چلند ورسره وشي.
د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ټاکنو کمېسیون د غړو د پرېکړې له مخې، ددې ادارې هغه کارکوونکي چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د خپلو دندو له صلاحیتونو او امکاناتو څخه په استفاده د کوم نوماند په ګټه یا زیان درغلي او سرغړونه کړې وي باید وپېژندل شي او جزا ورکړل شي.
د نورستانۍ د معلوماتو له مخې، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې په قصدي ډول یې ټاکنیز مواد نه وي لېږلي، بایومټریک ماشینونه یې ورک کړي وي او یا یې د هغو مرکزونو د رایو فورم مرکز ته لېږلی وي چې هلته ټاکنې نه دي ترسره شوې.
نوموړې وویل، د یادې پرېکړې له مخې، د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رياست مکلفه دى څو هغه کارکوونکي چې سرغړونه یې کړې وپېژني او د سرغړونې او درغلۍ مطابق یې له دندو ګوښه، تبدیل، انفصال، تادیب او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د ۳۰ مې مادې له حکم سره سم یې عدلي مرکزونو ته ور وپېژني.
د یاد پرېکړه لیک په هغې کاپۍ کې چې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې راغلي: ((د کمېسیون د دارالانشا اداره مکلفه ده چې د یاد پرېکړه لیک د متن دتطبیق لپاره په مرکزي او ولایتي دفترونو کې   هغه تطبیقي پلان د تصویب لپاره کمېسیون ته وړاندې کړي او د دغه پلان تر تطبیق او په پورته مواردو کې د یادو شوو کسانو تر پېژندو وروسته یې کمېسیون ته د تصمیم نیونې په موخه بشپړ راپور وړاندې کړي.))
د ټاکنو کمېسیون رییسې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ژمنه شوې بودیجې په نه رسېدو اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل: ((له موږ سره د بودیجې ژمنه شوې خو یاده ژمنه باید ترسره شي، حکومت او نړیوال مرستندوی هېوادونه باید خپلې ژمنې عملي کړي.))
د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله یادې ناستې ته د خبرو پر مهال په ټاکنو کمېسیون کې شته ستونزو ته په اشاره وویل: ((هغه ستونزې چې مخکې مو مطرح کړې وې تر یوې اندازې حل شوې خو هیله من یو چې نورې ستونزې هم حل شي.))
دا په داسې حال کې ده چې مولانا محمد عبدالله له دې مخکې ویلي و چې ارګ په ټاکنو کمېسیون کې د ګومارنې په برخه کې مستقیمه لاسوهنه کوي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د رڼو ټاکنو د بنسټ (تیفا) مسوول نعیم ایوب زاده وویل، د ټاکنو کمېسیون تر خپل توانه د ټاکنو ترسره کېدو ته تیاری لري، خو د ټاکنو د بودیجې، د نړیوالې ټولنې د لوبغاړو پېچلي سیاستونه، په بېطرفه توګه له ټاکنو د حکومت د ملاتړ ژمنه او د سولې خبرې هغه ستونزې دي چې ټول یې اندېښمن کړي دي.
هغه د افغانستان له ولسمشرۍ ټاکنو د نړیوالې ټولنې د رښتیني ملاتړ پر نه درلودو په نیوکې سره وویل: ((له بده مرغه چې د نړیوالې ټولنې یو شمېر لوبغاړي په رښتیني ډول له ټاکنو ملاتړ نه کوي او موږ د نړیوالې ټولنې د ځينو لوبغاړو رول ته اندېښمن یو، که یې مخه ونه نیول شي د افغانستان ټاکنې له سترې ناکامۍ سره مخ کوي.))

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.