کابل (پژواک، ۲۲غبرګولی ۹۸): فرامرز تمنا د ولسمشرغني له لوري د زیاتو پیسو لګول له ټاکلې مودې وړاندې ټاکنیز کمپاین بولي او په هېواد کې د سولې ټینګښت په تړاو د خلیلزاد هڅې ستايي او وايي، څو چې په دې بهیر کې ځانګړې کړنلاره نه وي، سولې ته رسېدل به شونې نه وي.
د ولسمشرۍ یاد نوماند، نن په هغې غونډه کې چې د هېواد روان وضعیت په اړه د بحث لپاره د ((تدبیر او پراختیا)) ډلې له لوري په کابل کې جوړه شوې وه، وویل چې سوله د افغان ولس لوی ارمان دی او هر هېوادوال دې سترې موخې ته د رسېدو لپاره قرباني ته چمتو دی.
نوموړي په ټینګار سره زیاته کړه: ((موږچمتو یو چې د سولې ټینګښت لپاره ځاني او مالي قرباني ورکړو، خو په دې شرط چې د سولې پر بهیر دوکانداري او معامله و نه شي.))
هغه یادونه وکړه چې هره ورځ له هېواد څخه د دفاع په پار، سلګونه ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ خو په افغانستان کې ځینې کسان له روان وضعیت څخه د ګټې اخیستو په لټه کې دي.
نوموړي زیاته کړه چې سولې ته رسېدل د ښځو، ځوانانو، مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او روڼ اندو د استازو له ګډون پرته ناشونې ده.
هغه د سولې ټینګښت په برخه کې د خلیلزاد هڅې وستایلې؛ خو ویې ویل چې دې موخې ته د رسېدو لپاره باید د سلاکارانو ډله پر ځانګړې کړنلاره کار وکړي څو بین الافغاني خبرو اترو ته لار هواره شي.
نوموړي وویل: ((په دې ماموریت کې باید زلمي خلیلزاد یواځې د امریکا ګټې په پام کې و نه نیسي، باید د خپل اصل او نسب خیال وساتي او له افغان ولس سره رښتونی چلند وکړي.))
دغه راز د ولسمشرۍ ټاکنو دې نوماند د ولسمشر کار دوام د افغان ولس، ډیموکراسي او اساسي قانون پر وړاندې کودتا بولي او وايي، د تېر کال د مرغومي له میاشتې وروسته کله چې ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د نورو ۱۶ نوماندانو په څېر ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره ځانونه نوماندان کړل، مخکیني واکونه یې له لاسه ورکړل، نو باید د قانون خلاف کړنې یې نه وې ترسره کړې.
نوموړي د ولسمشر غني له لوري د افغانستان له محبسونو د طالب بندیانو پر خوشې کېدو د نیوکې کولو ترڅنګ یادونه وکړه چې یو کس په ورته مهال د سولې او جګړې قوماندان نه شي کېدای.
هغه زیاته کړه: ((ولسمشر باید اوربند وکړي څو د هېواد بچیان که هغه امنیتي ځواکونه دي او یا طالبان، د جګړو په لیکو کې و نه وژل شي.))
تمنا، ولایتي سفرونه، د کوچنیو پروژو پرانیسته، د پرانیستل شوو پروژو بیا پرانیسته، د لویې مشورتې جرګې جوړول چې د طالبانو له خوشې کولو پرته یې بل پیغام نه درلود، دولتي کارکوونکو ته اختريز ورکول، ښځو او مېرمنو ته د پیسو استول د ولسمشر غني سیاسي او ټاکنیز کمپاین بولي او وايي، نوموړی باید خپل سیاسي، علمي، حقوقي او افغاني اخلاقو ته په پام سره نور د واک له ګدۍ ګوښه شي.
فرامرز تمنا په ډاګه کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بودیجې له کسر او کارکوونکو ګومارنې ستونزې سره مخامخ دی، باید ولسمشر هغه شته پیسې چې د خپل کمپاین لپاره یې لګوي، د کمېسیون په واک کې ورکړي څو ولسمشرۍ ټاکنې په ټاکلي وخت ترسره شي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل چې نړیوالې ټولنې او حکومت ژمنه کړې چې د ولسمشرۍ ټاکنو بودیجه ورکوي.
هغه زیاته کړه، اوسمهال د تقویتي نوم لیکنې لپاره ۲۳میلیونه ډالر ورکول شوي او د عملیاتي پلان پربنسټ د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کولو لپاره حکومت او نړیوالې ټولنې د مالي مرستې ټټر وهلی دی.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.