کابل (پژواک، ١۸ وږی ٩٨): د ولسمشرۍ ټاکنو د ټاکنیزو سیالیو له جریانه د پژواک موندنې ښيي چې یو شمېر نوماندان په ډېری کمپایني پروګرامونو کې د خپلو پروګرامونو او کاري لومړيتوبونو وړاندې کولو پر ځای د یو بل پر وړاندې د کړنلارې د اصولو خلاف له نېښدارو کلمو، رکیکو او تخریشوونکو کلمو استفاده کړې ده.
د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ترمنځ سیالۍ د روان کال د زمري په شپږمه پیل او د ټاکنو له ترسره کېدو ۴۸ ساعته مخکې به پای ته ورسېږي.
«دروغجن، وژونکی، مضر، د بې اتفاقۍ راوستونکی، چاينکي پخوونکی، چیلک انداز، اشرار، خاین، پوچ مغزی، دوکه کوونکو او درغلی کوونکی» او نور هغې کلمې دي چې ځینو نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د یو بل پر ضد استفاده کړې دي.
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو په داسې حال کې دغه ډول رکیکې کلیمې د یو او بل پر وړاندې کاروي چې د ټاکنو په قانون او «د ټاکنو نوماندانو د کړنلارې په اصول پاڼه» کې د احترام پر حق جدي ټینکار شوی دی.
قوانین او مقررات په دې اړه څه حکم کوي؟
د ټاکنو قانون د ۷۶یمې مادې په وروستي بند کې راغلي: "د ټاکنیزو سیالیو ډول د جلا کړنلارې په وسیله برابرېږي."
دغه راز د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو د تګلارې د اصول پاڼې په (الف) جز کې چې د روان کال د زمري په درېیمه نېټه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا اعلان شوه، قوانینو او مقرراتو ته په احترام، د رښتینولۍ پر اصل، شخصیتونو ته د احترام پر اصل، سیاسي ازادۍ، د قانون پر حدودو او نورو ټینګار شوی دی.
په همدې ترتیب د یادې اصول پاڼې په (ب) جز کې «په عمومي لارو کې د ټولیزو تبلیغاتو، د نورو نوماندانو د تبلیغاتو پر تخریبولو، د نورو پر ډارولو، ناقانونه کړنو ته د رایې ورکوونکو پر هڅولو، په نظامي سیمو کې پر تبلیغاتو... » د بندیز ټینګار شوی دی.
د اصول پاڼې په پای کې راغلي: "له دې امله له ټولو هېوادوالو، رسنیو او پر ټاکنو د څار له بنسټونو غوښتنه کېږي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له خوا د یادو اصولو مخالف د هر ډول ټاکنیز کمپاین پر مهال د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته خبر ورکړي او په دې اړه خپل شکایت ثبت کړي څو له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي او دغه راز سیاسي ګوندونه او نوماندان کولای شي د خپلو سیالانو د ټاکنیزو سرغړونو په صورت کې د قانون په رڼا کې د کافي اسنادو او مدارکو په وړاندې کولو سره د ټاکنیزو شکایتونو په مرکزي او ولایتي کمېسیونونو کې خپل شکایت ثبت کړي."
هغه نوماندان چې د یادې اصول پاڼې خلاف کماین یې کړی دی:
د «موږ عمل کوو، شعار نه ورکوو» ټاکنیز ټېم مشر محمد حکیم تورسن ان ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو د نوم لیکنې له ورځې راهیسې د خپلو ټاکنیزو سیالانو په ځانګړې توګه محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله پر وړاندې تعرضي کلمې کارولې دي.
نوموړي د خپلې نوماندۍ په پیل کې یوې ټلوېزیوني شبکې ته ویلي وو: "که زه ګټونکی شم، دواړه، ډاکتر عبدالله [اجرایه رییس او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند] او اشرف غني [ولسمشر او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند] والله که د چاینکي پخوونکو شاګردان ونیسم. "
نوموړي د چنګاښ په ۳۱مه په کابل کې د خپل ټاکنیز کمپاین ناستې ته وویل، د بریالیتوب په صورت کې د اوسني او پخواني حکومت چارواکي محاکمه کوي او د محکمې له پرکړې وروسته به یې اعدام کړي.
دغه راز تورسن د وږي په اوومه په کابل کې د یوه ټاکنیز کمپاین پر مهال غني ته په خطاب کې وویل:"که دا ځل دې فکر وکړ چې په درغلي بریالی کېږې، نو دغه هیله به دې ګور ته یوسې؛ ځکه خلک هوښیار شوي او نور ستا په دروغو نه دوکه کېږي."
هغه د سولې خبرو ته په اشاره وویل: "کله چې له غني څخه پوښتنه کېږي چې د سولې خبرې تر کومه ورسېدې؟ ځان په لېونتوب اچوي او وايي چې زه په څه نه پوهېږم، په داسې حال کې چې د سولې له ټولو خبرو خبر دی، خو ملت بېچاره ته دوکه ورکوي. "
یوازې تورسن نه دی چې خپلو ټاکنیزو سیالانو ته سپکاوی کوي، ځینو نورو نوماندانو هم خپلو ټاکنیزو سیالانو ته سپکاوی کړی کړی دی.
د «ژمنې او عمل» ټاکنیز ټکټ رییس محمد ابراهیم الکوزي د روان کال د زمري په ۱۷مه په خپل یوه ټاکنیز پروګرام کې د امنیتي سرتېرو په منځ کې د بېلابېلو ځانمرګو بریدونو یادونه وکړه او ویې ویل: "زه پر ستره محکمه غږ کوم چې محمد اشرف غني یو قاتل دی، نوموړی باید د ژوند تر پایه په زندان کې وي، هغه د افغانستان د خلکو رهبر نه شي کېدای؛ ځکه نوموړی هغه څوک دی چې د تاجک او پښتون قومونو ترمنځ یې بې اتفاقي رامنځته کړې، زه نه شم کولای د نوموړي مضر حرکتونه هېر کړم. "
دغه راز د (مور وطن) ټاکنیز ټکټ رییس ډاکتر سید نورالله جلیلي په کابل کې خپلې ټاکنیزې کمپاینې غونډې ته د چا له نوم اخیستو پرته وویل: "دغو خاینینو په تېرو ۱۸ کلونو کې په حکومت کې ونډه لرله، دغو خاینینو په بې شرمۍ بیا ځل ځانونه نوماند کړي، راځئ دغه تکراري او دوه پاسپورټه څېرې وپېژنئ او نور اجازه مه ورکوئ چې پر تاسو حکومت وکړي. "
نوموړي زیاته کړه: "موږ باید خپلو خلکو ته دروغ ونه وایو، که دروغو پایله لرلای نن به اشرف غني زموږ او تاسو تر ټولو محبوبه څېره وای."
هغه وویل: "په تېرو لسو کلونو کې یې موږ ته دروغ وویل، ډېرې ژمنې یې وکړې خو یوه یې هم عملي نه کړه. ویل یې هېڅ افغان له بل افغان څخه غوره نه دی، موږ ولیدل چې دروغ وو، ویل یې د افغانانو دسترخوان ته ډوډۍ راوړو خو دروغ وو، ویل یې سوداګري پراخوو خو ټول تړونونه ترکي او بهرنیو شرکتونو ته ورکول کېږي، ویل یې موږ اسلامي اخلاق راوړو خو تاسو د فحشا له شور ماشور څخه قضاوت وکړئ."
خو دا یوازې جلیلی نه دی چې ولسمشر غني ته د دروغجن خطاب کوي، بلکې ځيني نور نوماندان هم غني ته د دروغجن خطاب کوي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټېم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم په خپلو څو کمپایني غونډو کې غني ته دروغجن ویلي او زیاته کړې یې ده چې غني یې پر ژمنو عمل نه دی کړی.
دغه راز عبدالله په خپله کمپایني غونډه کې د ټوکې په ډول خپل سیال داسې مسخره کړ: "ښاغلی غني عربستان ته تللی او د هېواد د وضعیت په اړه دعا کوي، هیله من یو د نورو سفرونو په څېر کعبې شا دعا ونه کړي، هیله من یو دغه ځل کعبې ته مخ دعا وکړي."
نوموړي په یوه بله کمپایني ناسته کې پر خپل ټاکنیز سیال (غني) او لومړی مرستیال یې (امرالله صالح) داسې مسخره وکړه: "دا ټېم [ثبات او همپالنه] داسې ټېم نه دی چې له لومړي مرستیال یې وپوښتل شي چې ولې هغه ټېم ته ولاړې خو هغه ځواب ونه لري او وايي، دغه کس ناروغ او سپین ږیری دی، درې میاشتې وروسته به وفات شي او بیا به زه خپله ولسمشر شم."
بلخوا د دولت جوړوونکي ټېم رییس ډاکتر محمد اشرف غني او پلویانو یې هم پر ټاکنیزو سیالانو تعرضي کلمې کارولې دي.
غني په یوه ټلوېزیوني مرکه کې د اجرائیه ریاست د برخلیک په اړه داسې ویلي:"اجرائیه ریاست پر چیلک اچوونکي ریاست بدل شوی دی."
د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندانو نه یوازې خپلو پلویانو ته د خبرو پر مهال، بلکې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې تخریشي کلمې کارولې دي.
په فېسبوکي کمپاینونو کې د نېښ لرونکو او رکیکو کلمو کارول
د دولت جوړوونکي ټېم د کمپاین رییس محمد عمر داوودزي په خپله فېسبوک پاڼه ډاکتر عبدالله او رحمت الله نبیل ته په خطاب کې ویلي: "له هګۍ جنګولو او لیک استولو لاس واخلئ، له خلکو سره خپل پروګرامونه شریک کړئ. "
په شمال کې د دولت جوړوونکي ټېم په یوه بله پاڼه کې داسې پوسټ شوی: "ناکام او بې پروګرامه نوماندان دې د غیبت او تهمت پر ځای د سټېج پر سر سندره ووايي، رقص دې وکړي د خلکو ډېره توجه به جذب کړي! خلک به دغه ځل په پوهاوي خپله پرېکړه وکړي، پر جنګ سالارانو او د اشرارو پر پاتې شونو باور نه کوي، ان که تر ټولو قيمتي جامې مو اغوستې وي، مغز مو پوچ او مکروبي دی."
دغه راز په شمال کې د دولت جوړوونکي ټېم په فېسبوک پاڼه لیکل شوي: "سیاسي مبارزه ستاسو حق دی، د غیبت او بې ځایه خبرو پر ځای خپل پروګرامونه وړاندې کړئ، خلک مو په بشپړ ډول پېژني، اړتیا نشته د خپلې رښتینولۍ او ژمنو په اړه خبرې وکړئ. "
د یاد ټېم په یوه پاڼه کې د ډاکتر عبدالله د جهاد دورې انځور شریک شوی او پر انځور یې لیکل شوي: "محترم نوماندان او د خلکو د رایې معامله کوونکي!"
دولت جوړوونکي ټېم په یو بل پوسټ کې لیکلي: "جنایت کوونکو ته رایه له برخلیک سره جفا او ویجاړۍ ته رایه ده... "
دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ د یوه ملاتړي جنرال عبدالرشید دوستم ویډیو لاس په لاس کېږي.
په دې ويډیو کې دوستم د غني د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې په هرات ولایت کې یې د کمپایني غونډې پر مهال ویلي: "د زورواکو پلاستیکي شاخونه مې مات کړل"، په شبرغان ښار کې د خپلو پلویانو په منځ د ګاوزې ښکرونو ته چې تر څنګ یې ولاړه ده، اشاره کوي او وايي: "اشرف غني! دا ښکرونه پلاستیکي نه دي، ایا ته کولای شې هغه مات کړې؟"
د ثبات او همپالنې ټېم پلوي دوستم پر خپله فېسبوک پاڼه د محمد اشرف غني د هغه شعار په اړه چې وايي:"((اې وطنه زه دې خپله جوړوم.)) داسې لیکلي، پر ((اې وطنه زه دې جوړوم)) شعار مه دوکه کېږئ، دولت جوړوونکی ټېم نه دی، بلکې تابوت جوړوونکی ټېم دی، خلکو ته دوکه ورکوي. "
د ولسمشر غني مشاور شاه حسین مرتضوي په خپله فېسبوک پاڼه د ثبات او همپالنې ټېم ته د ټوکي ټيم خطاب کړی دی.
د ثبات او همپالنې ټېم پلوي حاجي محمد محقق د مرتضوي د دې خبرې په غبرګون کې پر خپله فېسبوک پاڼه داسې لیکلي: "یو کس ماته ویلي چې ولې ټوکه ټوکه وايي، بچېش زه مو په دې ټوکه قبرونه باسم پخیر. "
د محقق د دې خبرو په غبرګون کې مرتضوي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: "د مرګ پر ځای به د ژوند فکر وکړو، د قبر کيندنې پر ځای به د ابادۍ فکر وکړو، د بدو ردو پر ځای راځئ مناظره وکړو!! "
مرتضوي په یو بل پوسټ کې لیکلي، راځېئ قبر کېدونکي وپېژنو! د وروستیو څلورو لسیزو جګړو او د هغو د عاملینو په اړه یې پوسټ لیکلی دی.
د نوماندانو له خوا د یو بل پر وړاندې د رکیکو او تخریشوونکو کلمو استفاده په داسې حال کې ترسره کېږي چې خلک دې ته لېوال دي چې د نوماندانو د وړتیا او پروګرامونو په اړه پوه شي؛ څو پر دې اساس د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.
یو شمېر کسان دغه ډول کمپاینونه نیمګري ګڼي او وايي، له دې ډول کلمو استفاده مخاطبین شکمن او سرګردانه کوي.
خلک په دې اړه څه وايي؟
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي برخې پخوانی مرستیال جنرال محمد ایوب سالنګي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: "د کمپاین پر مهال باید د کلام عزت ته پاملرنه وشي، له نېښ لرونکو کلمو چې د خلکو د لا ډېر درد او بېلوالي او د دښمن ژرندې ته د اوبو ورکولو لامل کېږي، باید ډډه وشي."
دغه راز د کابل ښار یوه اوسېدونکي ولي فېروزان ویلي: "کمپاین دې وکړي، خو نورو ټېمونو ته دې له بدو ویلو ډډه وکړي، پر نیوکه او بد ویلو دښمن پیاوړی کېږي. نوماندان دې یوازې د خپل ټېم او ځان د ښو صفاتو او پلانونو یادونه وکړي، د غني د بدو له اورېدو ډېر ستړی شوی یم، د خدای په خاطر نوي څه ووایئ. "
لیکوال او ژورنالېست احمدضیا رحیمزي ویلي، په افغانستان کې ټاکنیز کمپاینونه اوس هم د پخوا په څېر ستړي کوونکي دي، محترم نوماندان لږ نوښت لري او لږ خپل پروګرامونه وړاندې کوي.
هغه زیاته کړې: "له بده مرغه نوماندان په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د خپل ټېم د پروګرامونو د وړاندې کولو پر ځای پر نورو نوماندانو ملنډې وهي، د یو کس سپکاوی او رټل د ټولو انساتي او دیموکراتیکو اصولو خلاف دي."
د چارو شنونکي:
د ځینو شنونکو په باور، د ولسمشرۍ ټاکنو ډېری نوماندان تر اوسه نه دي توانېدلي چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې له خپلو ټاکنیزو سیالیو چې باید خلکو ته یې خپل پروګرامونه وړاندې کړې وای او د خلکو رایې یې ترلاسه کړې وای، مناسبه استفاده وکړي، مناسب کمپایني پروګرامونه یې نه لرل او په ډېری پروګرامونو کې یې یوازې پر یو بل نقد کړی دی.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې (فیفا) اجرائیوي رییس پژواک خبري اژانس ته وویل، په ټاکنیزو سیالیو کې باید پروګرامونه واضح شي، موخې روښانه شي او نوماندان په ناستو کې پر ګډون سربېره په مناظرو کې هم برخه واخلي او خلکو ته خپل قوت په ډاګه کړي.
هغه زیاته کړه: "خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې د کمپاین سم تعریف نه دی شوی او ډېری نوماندان نه دې توانېدلي چې خلکو ته خپل پروګرامونه وړاندې کړي، چې دا یوه ستره کمزوري ده. "
هغه دغه راز وویل: "له بده مرغه په کمپاینونو کې ډېری د حرمت حق ترسره کېږي، باید ووایم چې په قوانینو کې د حرمت حق منعه دی، خو له بده مرغه چې ځیني نوماندان او پلویان یې له حدودو وتلي او یو بل ته ډېرې رکیکې او بدې خبرې کوي، ځیني دغه راز کله وخت یو شمېر مسایلو ته چې سند او ثبوت یې نه لري، لمن وهي چې د ټولنې او خلکو عزت او ابرو ته هم زیان رسوي، د نمونې په ډول د یوه نوماند پلوي په یوه غونډه کې وویل، په ارګ کې فحشا روانه ده، د نوموړي دغه خبرې د هغو ښځو عزت ته چې په ارګ کې کار کوي، زیان رسولی دی. "
نوموړي زیاته کړه، ټاکنیز کمېسیونونه باید دغه ډول موارد ثبت او له کسانو سره یې قانوني چلند وشي.
یوسف رشید د دې په روښانولو چې دغه ډول پروګرامونو خلک اندېښمن کړي، زیاته کړه: "خلک نه پوهېږي چا ته رایه ورکړي؛ ځکه نوماندان په خپلو ټاکنیزو پروګرامونو کې د خلکو کاري پروګرامونو او فعالیتونو په اړه کمې خبرې کړې دي. "
دغه راز د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استادې شهلا فرید وویل: "زه د یوې استادې په صفت هره ورځ کمپاینونه تعقیبوم، څو پوه شم کوم نوماند غوره پروګرام لري او د هغه له مخې رایه ورکړم، خو له بده مرغه چې د نوماندانو ډېری کمپایني غونډې یو بل ته پر کنایو او سپکاوي څرخي. "
د دې په خبره، د یو بل پر وړاندې بد رد ویل ناسم او د ټاکنیزو کړنلارو خلاف کار دی.
نوموړې زیاته کړه: "یو شمېر نوماندان له حدودو وتلي او تر دې کچې یو بل ته رکیکې او بدې خبرې کوي چې نه یوازې مقابل شخصیت، بلکې ځان ته هم زیان رسوي."
د دې په خبره، د نوماندانو د نوماندانو د پلان نه شتون لامل کېږي چې خلک یې پر وړاندې بې باوره او ان په ټاکنو کې کم خلک ګډون وکړي.
شهلا فرید زیاته کړه، ټاکنیز کمېسیونونه باید له کمپاینونو جدي نظارت وکړي او اجازه ورنه کړي چې نوماندان د اصولو او اسلامي اخلاقو او کلتور خلاف عمل وکړي.
د کمېسیونونو ځواب:
د ټاکنو کمېسیون د رسنیو کمېټې رییس محمد رفېع صدیقي وویل، تر اوسه دغه ډول قضیې له دغه کمېسیون سره نه دي ثبت شوې.
هغه زیاته کړه: "له ټولو هېوادوالو او رسنیو مې غوښتنه دا ده چې دغه ډول سرغړونې د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې ثبت کړي څو له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي. "
هغه وویل: "د یو او بل رټل او سپکاوی نه یوازې د قانون څرګند نقض دی، بلکې د انساني کرامت تر پوښتنې لاندې راوستل دي چې په هېڅ صورت د توجیې وړ نه دي او پر وړاندې یې باید انضباطي تدابیر ونیول شي. "
نوموړي دې ته په اشاره چې د ټاکنو قانون د ۲۷مې مادې له مخې، دوی د کرامت حق نقض کوي او باید قانوني چلند ورسره وشي، زیاته کړه، تر اوسه دغه ډول شکایت له کمېسیون سره نه دی ثبت شوی.
دغه راز د ټاکنیزو شکاینونو کمېسیون ویاند او منشي محمد قاسم الیاسي وویل، رټل او سپکاوی او د حرمت حق د نوماندانو لپاره د جوړې شوې اصول پاڼې خلاف عمل دی.
خو نوموړي هم زیاته کړه، کمېسیون هغه مهال داسې قضیو ته رسېدنه کولای شي چې په اړه یې شکایت ثبت شي، خو تر اوسه دغه ډول شکایت له دوی سره نه دی ثبت شوی.
د ټاکنیزو ټېمونو ځواب:
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند محمد حکیم تورسن په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه ډول خبرې یې دوو کسانو ته سپکاوی نه دی؟ داسې ځواب ورکړ: "دا ډېر کم وو، تاسو د خلکو وضعیت وګورئ، د خلکو لپاره یې څه کړي دي؟ انسان مجبورېږي چې پر وړاندې یې دغه ډول کلمې وکاروي، زموږ د خلکو دردونو زه اړ کړم چې دغه ډول خبرې وکړم، ګني زه ورسره هېڅ سیاسي دښمني نه لرم."
د «ثبات او همپالنې ټېم» ویاند فریدون خوځون په دې اړه پژواک ته وویل: "موږ په خپل ټاکنیز ټېم کې ټول اصول او لوایح مراعاتوو، د غني په ګډون ټولو نوماندانو ته احترام لرو، هېڅکله نه غواړو چا ته سپکاوی وکړو او یا ورته بد رد ووایو."
نوموړي په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ډاکتر عبدالله په خپله کمپایني غونډه کې ویلي وو، هیله من دی اشرف غني د حج په مراسمو کې کعبې شا دعا ونه کړي، وویل: "په دې اړه باید ووایم چې یوه ټاکنیزه شوخي وه، ډاکتر عبدالله یوازې یوه شوخي کړې او بس؛ ځکه چې د حج په پخوانیو مراسمو کې ښاغلي غني سلفي انځور اخیستی و. "
هغه زیاته کړه، دولت جوړوونکی ټېم او پلویان یې د اجرائیه رییس او د هغه د پلویانو پر وړاندې ډېری اعتراضي کلمې کارولې دي.
د دولت جوړوونکي ټېم یوه ویاند محمد شفق خواتي وویل، دولت جوړوونکي ټېم په خپلو ډېری پروګرامونو کې د پروګرامونو او لومړیتوبونو په اړه خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړه، دولت جوړوونکي ټېم تل هڅه کړې چې د شخصیتونو احترام وساتي او هېڅ نوماندان ته سپکاوی ونه کړي، خو ډېری نوماندان د دغه ټېم سپکاوی کوي او پر وړاندې یې اعتراضي کلمې کاروي.
دغه راز د مور وطن ټاکنیز ټېم د مطبوعاتي دفتر رییس نجیب معنوي هم وویل، په هېڅ صورت یې چا ته سپکاوی نه دی کړی او ټولو نوماندانو ته احترام لري.
نوموړي د جلیلي له خوا ولسمشر غني ته د دروغجن خطاب کولو په اړه وویل: "دا د هر نوماند حق دی چې د ولسمشر غني کارونه وڅېړي او نیوکه پرې وکړي، زموږ له خوا د دروغجن خطاب په دې معنا دی چې غني يې پر ژمنو عمل نه دی کړی، اوس هم زموږ خلک له ستونزو سره مخ دي."

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.