کابل(پژواک، ۲۶ غویی ۹۸): د ۱۲ ټاکنیزو حوزو معترض نوماندان ټاکنیزو ستونزو ته د رسېدو لپاره د ځانګړې محکمې پر جوړېدو د ټينګار ترڅنګ وايي، پولیسو تېره شپه د دوی د خېمو د ټولولو پلان درلود، خو بریالي نه شول. 
 یادو نوماندانو چې له تېرو درېیو اوونیو راهیسې ارګ ته پر تللې لار له زنبق څلور لاري سره د تحصن خېمې درولې ګواښ وکړ چې مشروع او قانوني غوښتنو ته د نه رسېدو په صورت کې به د خوړو اعتصاب پیل کړي او ځان به وسوځوي.
 دغه متعرض نوماند چې شمېر یې لسګونو ته رسېږي د هلمند، کندهار، ننګرهار، میدان وردګ، پکتیکا، لوګر، بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او کوچیانو حوزې دي.
 د کندهار ولایت معترضې نوماندې ارزو صافۍ نیوکه وکړه چې هېڅ ارګان یې قانوني غوښتنو ته رسېدنه نه ده کړې او وايي، تېره شپه ۱۲:۳۰ بجې امنیتي سرتېرو غوښتل چې زموږ خېمې ټولې کړي خو نوماندانو تر مقاومت وروسته د پولیسو ددغه کار مخه ونیوله.
 نوموړې وايي، بېلا بېلو اړوند ادارو ته تللي خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی او لویې څارنوالۍ هم ویلي چې د ټولو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې او له همدې امله نه شي کولای ځانګړې محکمه جوړه کړي.
 هغې زیاته کړه: ((که زموږ ستونزو ته رسېدنه ونه شي، د خوړو اعتصاب کوو او ځان سوځوو.))
 له ننګرهار ولایت څخه معترضې نوماندې ډېوې نیازۍ ددې په روښانولو چې هېڅ داسې اداره نه ده پاتې چې موږ ورته خپلې عرض پاڼې نه وي سپارلې وویل، که غوښتنو ته یې پاملرنه ونه شي ځان د ارګ دروازې مخې ته سوځوي.
 له کندوز ولایت څخه بلې معترضې نوماندې شکریې پیکان د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ پر پراخو درغلیو نیوکه وکړه او ویې ویل، د هغو بریالیو نوماند پر ځای چې د خلکو رایې لري «سرغړوونکي» د زور او زر په اساس یې وروستي لېست ته لار موندلې او د ولسي جرګې هغې څوکۍ ته یې چې د خلکو د رښتینو استازو وړتیا لري تکیه وهلې ده.
نوموړې ټاکنیزو ستونزو ته د رسېدو د ځانګړې محکمې جوړول د پاکو او ناپاکو رایو د جداکولو لپاره مهم وبلل او وايي، تر هغو چې قانوني او مشروع غوښتنو ته یې رسېدنه ونه شي له خېمې نه وځي.
 دغه نوماندان وايي، که هغه نوماندان چې د رشوت ورکولو له لارې ولسي جرګې ته بریالي شوي محکمې ته معرفي نه شي دوی به تر پنځو کلونو تر خېمې لاندې پاتې شي.
 د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تېر کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه، په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه ترسره شوې. او د ټاکنو کمېسیون تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې د وروستي ولایت په توګه یې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې له شاوخوا اوو میاشتو ځنډ وروسته اعلان کړې.
 په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د کابل او پکتیا ولایت د خلکو استازو تېره ورځ په ارګ کې د ولسمشر په حضور کې لوړه وکړه.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.