Add new comment

کابل (پژواک، ۹ تله ۹۸): د ټاکنو شکایاتو کمېسیون وايي، د ټاکنیزو شکایاتو د ثبت بهیر تېر ماښام پای ته رسېدلی او د رایو ورکونې له بهیره په کمېسیون کې ۴۳۶۷ شکایتونه ثبت شوي چې څېړنه یې پیل شوې ده.
 ولسمشریزې ټاکنې تېره شنبه (د تلې په شپږمه) ترسره شوې او خلکو په دې ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.
د شکایاتو کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، د شکایاتو د ثبت بهیر تېر ماښام پای ته ورسېد او د رایو ورکونې له بهیره په دې کمېسیون کې ۴۳۶۷ شکایتونه ثبت شوي دي.
هغه زیاته کړه، دا ستونزې د بایومټریک ماشینونو، د رایې ورکونې په مرکز کې پر وخت د کارمندانو نه شتون، د رایو وکونکو په نوملړ پورې تړلې ستونزې، د رایو ورکونې په بهیر کې د زورواکانو ګډون، د مشخصو نوماندانو په ګټه د کارمندانو ګډون، په ټاکلي وخت د رایې ورکونې د مراکزو نه فعالېدل او د رایو ورکونې اړوند ستونزې د امنیتي منسوبینو په رایې ورکونې پورې اړه لري.
ده یادونه ورکړه چې نن ورځ رسما دې شکایتونو ته رسېدنه پیل شوه او په پنځلس ورځو کې به وڅېړل شي.
هغه وویل، دا کمېسیون د ټاکنیز عدالت په موخه، د خپلو صلاحیتونو او قانوني مکلفیتونو سره سم عمل کوي او ټولو شکایتونو او ادعاوو ته په امانتدارۍ، صداقت او د بې طرفۍ په ساتلو سره رسېدنه کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په کابل کې د ۱۵۸۷ ثبت شوو شکایتونو له ډلې ۴۹۰ شکایتونه له هرات، ۱۳۱ له جوزجان او پاتې ۲۱۶۸ نور شکایتونه په نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.
الیاسي په خپلو خبرو کې وویل: «د ټاکنو ګټونکي د افغانستان خلک دي چې د رایو ورکونې صندوقونو ته لاړل؛ ګټونکې رسنۍ وې چې په رښتیني او په طرفانه ډول یې ټاکنيز بهیر تر پوښښ لاندې نیولى و؛ او ګټونکي امنیتي ځواکونه وو چې د ټاکنو د ټولو مرکزونو امنیت یې نیولی و او نورو ته اوس لا وخته شته چې ګټونکى وويل شي.»
د هېواد په کچه په ټاکنو کې شاوخوا نهه ميلیون کسانو نوملیکنه کړې وه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن مازیګر اعلان وکړ چې لومړنیو معلوماتو ته په کتو د رایو ورکونې په ۴۳۸۴ مرکزونو کې په ټوله کې دوه ميلیونه او ۸۹۵ زره او ۴۴۵ کسانو رایې ورکړې او زیاته یې کړه چې دا شمېره نهايي نه ده.
د ټول هېواد په کچه د رایو ورکونې د ۴۹۰۵ فعالو مرکزونو راپور ورکړل شوی دى.
د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون ویاند د نن ورځې په ناسته کې وویل، په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون اصلي لامل د سولې خبرې، د ځینو سیاسي ډلو برخه نه اخیستل، د ټاکنیزو نوماندانو کمپاینونو کموالی او د ولایتي شورا د ټاکنو نه ترسره کېدل وو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.