کابل (پژواک، ۹ تله ۹۸): د مشرانو جرګې رییس د ټاکنو کمېسیون د هغه دریځ په اړه چې ګواکې غیر بایومتریک رایې نه شمېري وايي، غیر بایومټریک رایې په زور د ټاکنو پر کمېسیون شمېري.
ده په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ دوه ورځې مخکې په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي وو، د تلې د شپږمې په ولسمشرۍ ټاکنو کې ټولې غیر بایومټریک شوې رایې لغوه دي.
دغه راز کمېسیون او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو مخکې پرېکړه کړې وه چې غیر بایومټریک رایې په ټاکنو کې باور نه لري.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار نن د دې جرګې عمومي ناستې ته وویل، د ټاکنو کمېسیون باید هېوادوال د رایې ورکونې له حقه بې برخې نه کړي.
نوموړي د ټاکنو کمېسیون له خوا د غیر بایومټریک رایو د نه شمېرلو په غبرګون کې زیاته  کړه: ((موږ یې په پلار دغه رایې شمېرو.))
هغه وویل، غیر بایومټریک رایې چې د امنيتي سرتېرو له خوا کارول شوې، تقلبي نه دي او باید وشمېرل شي.
د مشرانو جرګې رییس زیاته کړه، زیاتره کسانو چې پېژندپاڼو یې سټېکر درلود، د رایې ورکوونکو په نوملړ کې د نوم نه پیدا کېدو له امله له رایې ورکونې بې برخې شوي دي.
مسلمیار د رایې ورکونې له حقه د خلکو بې برخې کول ملي خیانت وباله او ویې ویل: ((هغه غیر بایومټریک رایې چې د ټاکنو کمېسیون د محلي کارکوونکو د پرېکړې پر اساس د امنیتي سرتېرو له خوا کارول شوې دي، باید حساب شي.))
نوموړي وویل، هر ډول شکایت باید ثبت او قانوني مرجع (د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون) ورته رسېدنه وکړي او هغه پرېکړه چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون خوا وشي، حتماً یې ملاتړ کوي.
د امنیت او عدالت ټېم رییس رحمت الله نبیل نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته د مسلمیار د څرګندونو په غبرګون کې ویلي: ((د شرم ځای دی چې د هېواد د باصلاحیه بنسټ رییس داسې څرګندونې کوي او د ټاکنو کمېسیون رییس ته ګواښ کوي او وايي چې یې په زور پرې منم.))
د ثبات او همپالنې ټېم رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې هغه ته غیر بایومتریک رایې د منلو وړ نه دي او باید حساب نه شي.
بلخوا د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال ترسره درغلۍ باید په دقیق ډول وڅېړل شي څو پاکې رایې له ناپاکو جلا شي.
دغه راز د ولسي جرګې نایب منشي سمېع فیصل د ټاکنیزو شکایتونو پر څېړلو ټینګار وکړ او ویې ویل، د بغلان ولایت په ځینو ولسوالیو کې له ټاکنو یوه ورځ وروسته هم د رایې صندوقونه ډک شوي دي.
خو اجرایه ریاست دغه څرګندونې غندلې دي.
د اجرائیه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د عبدالله عبدالله له قوله ویل شوي چې په هغې ویډیو کې چې نن په ټولنیزو رسنیو چې خپره شوې، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د ټاکنو کمېسیون مسوولینو ته ګواښ کړی چې غیربایومتریک رایې پرې په زور شماري.
سرچینې لیکلي، مسلمیار باید خپل اخطار ژر تر ژره بېرته واخلي او له کمېسیونونو بښنه وغواړي. دغه راز د هېواد عدلي او قضايي ارګانونو ته امر کېږي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د مسوولینو پر وړاندې دغه ډول اخطارونه وڅېړي او له عاملانو سره یې قانوني چلند وکړي.
سرچینې لیکلي، د افغان حکومت مسوول بنسټونه مکلف دي چې په هېواد کې د ولسواکي د قوي کېدو ملاتړ وکړي او د قانون له مخې د کمېسیونونو کارکوونکو ته امن فضا برابره کړي څو خپلې دندې مسوولانه ترسره کړي. نه دا چې ځانونه د ولسواکۍ پر وړاندې خنډ او ګواښ او د درغلیو لپاره زمینه برابروونکي جوړ کړي.
خو د ټاکنو کمېسیون مرستیال مولانا عبدالله نن په یوه خبري ناسته کې وویل، فکر نه کوم چې یوه لوړ پوړي چارواکي دغه ډول څرګندونې کړې وي او که ویلي یې هم وي د ټاکنیزو شکایتونو مسوولیت دی او دغه موضوع باید وڅېړي.))
هغه زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون خپله خپلواکي ساتلې او تر اوسه هېچا د کمېسیون په چارو کې لاس وهنه نه دې کړې.
دده په خبره، که څوک د کمېسیون په چارو کې لاس وهنه وکړي کمېسیون به د خپلې خپلواکۍ د ساتنې لپاره درېږي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.