کابل (پژواک، ۱۳ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ۷ بایومټریک دستګاوو له ورکېدو او د زورواکو له خوا د ۲۲ نورو د «اېس ډي» کارتونو د ایستلو خبر ورکوي، وایي چې د کمېسیون بېلابېل کارکوونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د تلې په شپږمه ټاکنې ترسره شوې؛ خلکو په دغو ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.
د ټاکنو کمېسيون وايي، لومړني معلومات ښیي چې په دې ټاکنو کې دوه ميليونه او ۶۹۵زره کسانو رايې کارولې دي، د ټاکنو لپاره شاوخوا ۹.۶ ميليونه کسانو نوم ليکنه کړې وه.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال مولانا محمد عبدالله نن په کابل خبریالانو ته وویل، د ټاکنو کمېسيون خپلو ټولو ولايتي کارکوونکو ته د مکتوبونو او برېښناليکونو له لارې خبر ورکړی چې که په کومو مرکزونو کې تر بايومتريک پرته رایې کارول شوې وي، يا د زورواکو د ګواښلو په پايله کې ناقانونه کړنې شوې وي، مرکز ته معلومات ورکړي.
دی زياتوي: "که چېرې ولايتي چارواکو موږ ته د درغلیو په اړه معلومات نه وي راکړي او د څېړنو په پايله کې ثابته شي چې درغلۍ شوې دي، نو هماغه ولايتي چارواکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړو."
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې یواځې بایومټریک رایو ته اعتبار ورکول کېږي.
د ده په وينا، که چېرې له ټاکنيزو مرکزونو د غير بايومټريک رايو کارولو په تړاو دوی ته کره اسناد را واستول شي، نو کاروونکي به يې يا ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون او يا هم عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
مولانا عبدالله زياتوي، تر دې دمه له ۲۲ ولايتونو حساس ټاکنیز مواد کابل ته را رسېدلې او د نن ورځې تر پايه به ټول حساس ټاکنیز مواد کابل ته را ورسېږي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې څومره بايومتريک دستګاوې لادرکه شوې؟ وويل: "په کابل کې د بايومټريک شپږ، اووه دستګاوې ورکې شوې او په ټول هېواد کې د زورواکو له خوا د ۲۲ دستګاوو اېس ډي کاردونه ايستل شوي دي. د دغو دستګاوو له اړوند رایو سره به د لايحو او طرزالعملونو له مخې چلند کېږي چې دا مهال قرنطين دي."
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ډېرو نوماندانو ویلي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې او ټاکنیز کمېسیونونه یې باید په بې پلوۍ سره وڅېړي. د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې د ټاکنو له بهیره څه باندې څلور زره شکایتونه ثبت دي.
د ټاکنو کمېسيون د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پايلې د لړم په ۱۶مه اعلان شي.
عبدالله وایي، هڅې روانې دي چې د ټاکنو پایلې له ټاکلي وخت مخکې اعلان شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.