Add new comment

کندهار (پژواک، ۹ تله ۹۸): په کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو اړوند د شکایتونو ثبتولو وخت تېره شپه ۱۲ بجې پای ته رسېدلی او له دوی سره ۱۰۶ شکایتونه ثبت شوي دي.
د دې ادارې رییس اشنا ګل بانډه وال د تلې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وویل، له ثبت شوو شکایتونو ۷۵ یې د دوی د ناظرینو له خوا په ټاکنیزو مرکزونو کې لاس په لاس ثبت شوي دي.
هغه زیاته کړه، پاتې یو شمېر شکایتونه په کندهار او نور یې د هغو بنسټونو له خوا شوي چې په کابل کې دفترونه لري.
ده د شکایتونو د څرنګوالي په اړه معلومات ور نه کړل خو ویې ویل چې د شکایتونو څېړنه یې پيل کړې او تر راتلونکو څو ورځو به یې څرنګوالی معلوم شي.
بلخوا د کندهار د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ایمل عبدالله وايي، د ټاکنو په ورځ د ۱۷۴ ټاکنیزو مرکزونو له ډلې ۱۶۶ پرانیستي وو او ۸ مرکزونه تړلي وو.
هغه زیاته کړه، دغه ۸ مرکزونه په ارغستان ولسوالۍ کې د امنیتي ګواښونو له امله تړلې پاتې شول.
دی وايي، د کندهار په ۱۶۶ ټاکنیزو مرکزونو کې په تخمیني توګه ۱۸۰زره رایې کارول شوې خو یادونه یې وکړه چې د ټولو رایه ورکوونکو کره شمېر به تر راتلونکو دوو ورځو اعلان شي.
د ده په خبره، د رایه ورکوونکو له ډلې له ۱۰ تر ۱۲ سلنه ښځینه او پاتې نارینه دي.
نوموړي په کندهار کې شوې ټاکنې ښې ارزوي او خوښي ښيي چې دغه مسوولیت یې ښه ترسره کړی او یوې خوا هم په ټاکنو کې د مداخلې هڅه و نه کړه.
ایمل د ګوتو په شمېر محلونو کې د مامورینو د ناوخته رسېدو او د ګوتو په شمېر بایومټریک الو د خرابوالي یادونه وکړه.
په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په ۶مه وشوې چې خلک یې اوس پایلو ته په تمه دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.