کميسيون شکايات امروز نيز شکايت نامزدان را شنيد

کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٨): د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې د ټاکنيزو شکايتونو په ځینو ولايتي کمېسيونونو کې دوى ته غړيتوب نه دى ورکړل شوى.
دغه کمېسيون زياتوي چې د ټاکنو قانون له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو د ولايتي کمېسيونونو په درېيو غړو کې بايد يو غړى د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وي.
د ټاکنو قانون په ٣١مه ماده کې راغلي چې د شکايتونو  ولايتي کمېسيونونه درې غړي لري چې دوه یې جنسيتي ترکيب ته په پام سره (يوه ښځه او يو نارينه) د شکايتونو د مرکزي کمېسيون له خوا او يو غړى يې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وي چې د شکايتونو د مرکزي کمېسيون پر وړانديز، د ولسمشر په منظورۍ مقررېږي.
خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون کمېشنر او وياند ډاکتر شکرالله مشکور د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د شکايتونو په ارزونه کې د روڼوالي په موخه د شکايتونو په ولايتي کمېسيون کې يو کس د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له خوا معرفي کېږي.
هغه وايي چې په ډېرو ولايتونو کې دغه کار ترسره شوى، خو په يو شمېر ولايتونو کې سره له دې چې دوى کسان معرفي کړي، خو د شکايتونو کمېسيون پر دندو نه دي ګومارلي.
مشکور وويل  چې دا ستونزه په کابل، باميان، فارياب، نيمروز او بادغيس کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وينا، دوى د يادو ولايتونو لپاره خپل کسان معرفي کړي، خو تر اوسه د کمېسيون نه دي موظف شوي چې په دې سره د شکايتونو څېړل او ارزونه تر پوښتنې لاندې راځي.
خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون يو کمېشنر قطب الدين رويدار وايي چې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دوى ته ٣٤ کسان معرفي کړي وو خو څو تنو يې بېرته استعفا ورکړه.
هغه زياته کړه چې کمېسيون اوس نور کسان معرفي کړي، خو څو پورې چې له ولسمشره يې منظوري راځي، دوى څو کسان ريزرف موقتي کسان اړوندو ولايتونو ته معرفي کړي دي.
رويدار وايي، هر کله چې د ولسمشر له خوا نوي منظور شوي کسان راغلل، د موقتي کسانو پر ځاى به پر دندو وګومارل شي.
خو د بشري حقونو کمېسيون يوه غړي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې دوى استعفا ته اړ کړل شوي، په خپله خوښه يې استعفا نه ده ورکړې.
نوموړي دغه راز ادعا وکړه چې د شکايتونو کمېسيون له خوا له دوى سره سليقوي چلند کېده؛ ځکه يې استعفا ورکړه او د شکايتونو کمېسيون د خپلې خوښې کسان معرفي کړي دي.
خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کمېشنر قطب الدين رويدار دا ادعاوې رد کړې.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.