د ولايتي شوراګانو ټاکنې

غزني ښار (پژواک ۲۸ کب ۹۱): د غزني د پوهنې رياست وايي، چې د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې اوس هم د ناامنۍ له امله ۳۴ ښوونځي او دوه د سواد زده کړې کورسونه تړلي دي. د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر نن پژواک خبري اژانس ته وويل، له کله يې چې په غزني کې د پوهنې د رييس په توګه کار پيل کړى، هغه مهال د دوو کورسونو په ګډون ۴١ مدرسې او ښوونځي په دې ولايت کې تړلي وو. ده زياته کړه، د روان کال په اوږدو کې يې د زنخان، ګيرو او اب بند په ولسواليو کې پنځه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي او پاتې نور ۳۴ ښوونځي او دوه د سواد زده کړې کورسونه اوس هم تړلي دي.

غزني ښار (پژواک ۱۵ وږى ۹۱): د غزني يو شمېر ښاريان وايي، چې په دې وروستيو ورځو کې د غزني د يو شمېر ولسواليو ترڅنګ د ښار امنيتي حالت هم خراب شوى او وسلوال کسان په رڼا ورځ په ښار کې خلک وژني. د غزني ښار د موى مبارک سيمې يوه اوسېدونکي حبيب الرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې له تېر کوچني اختر وروسته څووم ځل دى، چې وسلوال طالبان د ښار اړوند سيمو کې پر امنيتي پوستو بريد کوي. نوموړي زياته کړه، چې په تېره يوه اونۍ کې وسلوالو طالبانو درې ځلې د موى مبارک په سيمه کې پر پوسته بريد وکړ، چې يوه نجلۍ او يو بل ملکي کس په کې ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

غزني ښار (پژواک ۱۲وږی ۹۱): د ښځو چارو وزيرې ژمنه وکړه، چې د غزني ولايت د ښځو لپاره به د کار زمينه برابروي. د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر دغه څرګندونې نن (د وږي ١٢مه) په غزني ښار کې د ((موږ سوله غواړو)) تر نامه لاندې د ښځو لپاره په جوړه شوې غونډه کې وکړې. هغې زياته کړه، چې د هېواد نورو ولايتونو په څېر په غزني ولايت کې هم مېرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او لامل يې نا امني او د دولت نه پاملرنه ده. نوموړې پر وسلوالو مخالفينو غږ وکړ، چې نور له جنګه لاس واخلي او اجازه ورکړي، چې مېرمنې هم د نورو هېوادوالو په څېر خپل ژوند پر مخ يوسي.

غزني ښار (پژواک ٨ غبرګولى ۹۱): د غزني يو شمېر چارواکي او د ولايتي شورا غړي وايي، چې په دغه ولايت کې دامهال شاوخوا ١٥٠ زره جرېبه ځمکه د زورواکو لخوا غصب شوې ده. د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني د عدليې رياست د راپور له مخې،د غزني د مرکز اړوند سيمو کې شاوخوا ۱۵۰ زره جريبه ځمکه د زورواکو لخوا غصب شوې ده. د هغه په وينا، له دې جملې څخه يې ۴۰ زره جريبه يواځې د ښار اړوند او پاتې نوره د غزني د مرکز او اداري واحدونو اړوند سيمو کې د يو شمېر مافيايي ډلو له لوري غصب شوې ده.

پر دې پروژه، چې نږدې ۶۰ نورې پروژې هم په کې شاملې دي، ۲۵ ميليونه ډالره لګښت راځي، چې دغه پيسې د ولسمشر، د ښاري پراختيا وزارت او خپله د غزني د ولايت له بوديجې ورکول کېږي. غزني په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې د ليبيا هېواد په پلازمېنه طرابلس ښار کې د اسلامي نړۍ د پلازمېنې په توګه نومول شوى و، چې د چارواکو په خبره، تر اوسه غزني ته د ۲۰۱۳ کال لپاره د مرکزي دولت او نورو هېوادونو له لوري هېڅ پاملرنه نه ده شوې. د غزني والي محمدموسى خان اکبرزاده د دغې لويې پروژې د پرانيستې پر مهال وويل، چې په تېرو څو کلونو کې کليدي وزارتونو له غزني سره جفا وکړه او هغه ژمنې چې يې کړې وې، نه کړې عملي.

غزني ښار (پژواک ٣ زمرى ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني ښار په يو شمېر تاريخي سيمو کې د غزني د عامې روغتيا رياست تاريخ تېر درمل خښ کړي، چې دا غير قانوني کړنه ده. تېره اونۍ هم د غزني د عامې روغتيا رياست کارکوونکو نږدې پنځه ټنه تاريخ درمل د غزني ښار اړوند د روضې په سيمه کې د دوو لويو منارونو ترمنځ خښ کړل، چې دغه ځمکه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې تاريخي ځمکه پېژندل شوې ده. د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي د غزني د عامې روغتيا دغه کړنه ناسمه او د اصولو خلاف ګڼي او په دې اړه د غزني د اطلاعاتو کولتور رياست په بې کفايتۍ باندې تورنوي.

غزني ښار (پژواک ۲۵ چنګاښ ۹۱): په غزني ښار کې د اطلاعاتو کولتور وزارت له لوري په دغه ولايت کې د ۱۱ميليونه ډالرو په ارزښت د ۱۳ نورو تاريخي ابدو د رغولوچارې پيل شوې.
د اطلاعاتوکولتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي، چې تېره ورځ غزني ته په يو سفر تللى و، د دغو ابدو د کار د پيل پر مهال وويل، چې په دغو تاريخي ابدو به نږدې ۱۱ ميليونه ډالر لګښت راشي، چې دغه پيسې د افغان دولت له لوري ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې تر ۲۰۱۳ کال پورې به چې غزني به په کې د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شي، په دغه ولايت کې ټولې تاريخي ابدې به د اطلاعاتو او کولتور وزارت له لوري ورغول شي.

غزني ښار (پژواک ٧ کب ٩٠) د غزني والي وايي، چې د نوي لمريز کال له پيل سره سم به د ٢٠١٣ کال د نمانځنې په موخه، چې غزني ښار به په رسمي توګه د اسلامي هېوادونو د کولتور او تمدن پلازمېنه ونومول شي، د تياريانو وروستى پړاو پيل شي.
د غزني والي موسي خان اکبر زاده په نوي لمريز کال کې د ٢٠١٣ کال لپاره د تيارۍ په موخه د سترو پراختيايي پروژو د پيلېدو خبره کوي.
اکبر زاده وايي، چې د دغو پروژو لومړۍ چارې بشپړې شوې او د لمريز کال له پيل سره سم به د پروژو نور کار هم پيل شي.

غزني ښار (پژواک ۲۳ وری ۹۱): په غزني کې د هوايي ډګر د جوړېدو د لومړنيو چارو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده نن (د وري ٢٣مه) د غزني د هوايي ډګر د احاطې دېوال د جوړېدو د بنسټ ډبره د يو لړ مراسمو په ترڅ کېښوده.
نوموړي د مراسمو پر مهال پژواک اژانس ته وويل، په دغه دېوال به د ٧٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شي، چې د ترانسپورت وزارت له خوا ورکول کېږي او چارې به يې په راتلونکو څلورو مياشتو کې بشپړې شي.
هغه زياته کړه، چې اوس مهال يې د احاطې دېوال، امنيتي پوستې، سيپټيک او ژورې څاګانې جوړيږي او ډېر ژر به يې د ځغاستليکې او د ترمينل جوړولو چارې هم پيل شي.

غزني ښار (پژواک ۲۲ وږى ۹۱): د پولنډ هېواد غواړي، چې د غزني يو شمېر څارنوالان، قاضيان او محصلين د لوړو زده کړو په موخه خپل هېواد ته ولېږي.
له دې وړاندې هم د پولنډ هېواد په کال کې دوه محصلين د لوړو زده کړو په موخه خپل هېواد ته بيول.
پيترلوكزي ويچ، چې تازه په افغانستان کې د پولنډ هېواد سفير ټاکل شوى نن (د وږي ٢٢مه) په غزني کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې له دې وروسته به دغه شمېره زياته کړي.

Pages

Subscribe to د ولايتي شوراګانو ټاکنې