غزني (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): د غزني ولايت د پرمختيايي پروژو لپاره د پولنډ هېواد اوه ميليونه ډالر ځانګړي کړي دي.
په غزني کې مېشت د ناټو تر مشرۍ لاندې د ايساف په چوکاټ کې د پولنډي ځواکونو د ولايتي بيارغونې ډلې مشر جنرال بلازيوس نن (د ليندۍ ٢٩مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دوى به په راتلونکي کال کې د غزني په ښار او يو شمېر ولسواليو کې اوه ميليونه ډالر د بيارغونې په برخه کې ولګوي.
د هغه په وينا، له دې پيسو به ډېره برخه په ښار کې ولګول شي، تر څو د ٢٠١٣ کال لپاره، چې د غزني ښار د اسلامي هېوادونو د کولتور پلازمېنه نومول کېږي، تياري ونيول شي.