غزني( پژواک ٢٠ غويى ٩٢) : چارواکي وايي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته په بريد کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال د غويي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،تېره شپه د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوسته په بريد کې په څلورو وژل شويو طالبانو کې د واحديار په نوم يو قوماندان هم شامل دى.
نوموړى وايي ،د درېيو وژل شويو وسله والو مړي اوس له امنيتي ځواکونو سره دي ، د جګړې په ډګر کې څلور مېله وسله ، يوه مخابره او يو دوربين هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.